ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • د محمد(ص) اخلاق او کړچار(کردار)  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • اخلاقو ته د ټولنې ضرورت
    څومره چې علم او ټيکنالوجي ترقي کوي، اخلاقو ته د انسان اړتيا هم زياتيږي. او له ودې او پرمختګ سره سره د پيغمبرانو اخلاقي اوامرو ته پام هم ضروري دے ځکه چې نوي نړۍ انسان ته يوازې نوې وسائل او اوزار ورکوي دا يوازې اخلاق دي چې د ناوړه استفادې مخه نيسي.
    د جرمونو، جنايتونو، فساد، تباهي، قتل او ځان وژنې د شمېر زياتوالے د همدې حقيقت ښودنه کوي که په يوې ټولنې کې اخلاق نه وي، علم او ټيکنالوجي د انسان د سعادت او ارامښت ضمانت نشي ورکولے بلکے ښکيلاک کړ او زبيښناک کر علم او ټيکنالوجي د ځان لپاره استعمالوي. په لکونو خلق بې کوره کوي، حقوق يې چخڼې کوي او هغوي په وينو کې ليت پيتوي.
    هغه يوازينے عامل چې د انسان سرکښ روح او طوفاني جذبات کنټرولولے او له علم و صنعته د سوله ايز او کردار ژوند لپاره استفاده کولے شي. حقيقي اخلاق دي چې بنياد يې په خداي باندې حقيقي ايمان دے.
    پيغمبرانو اخلاقي لارښوونې او سيرت تر ټولو غوره وسيله ده چې انسان ته ائيډيال ژوند کې ضروري دي خو د هغو کسانو لپاره ډير ضروري دي چې د ټولنې مشري او لارښوونه په غاړه لري. ځکه کوم سړے چې د ټولنې مشر او روزونکے وي لومړے خو پکار ده پخپله د لوړو انساني صفاتو نمونه وي هله بيا له ټولنې اخلاقي مرضونه او ککړتياوې لرې کولے شي. که پخپله اخلاق ونۀ لري نو ټولنه به څۀ هدايت کړي. او دويمه دا چې د ټولنې مشري دومره درنه ذمه واري ده چې بې له کاملو اخلاقو د زغملو وړ نه ده ځکه خو خداي پاک خپل پيغمبران داسې کسان وټاکل چې لوړ روح، زياته حوصله صبر او زغم او نور اخلاقي خصوصيات يې لرل. او د اخلاقو په وسلې سره يې له فساده ډکې ټولنې له تيرو راوويستلې او بې لارې او محرومه خلق يې وژغورل. په قران مجيد کې د پيغمبر(ص) په حقله راغلي دي: "د خداي په لطف سره ته له خلقو سره نرم وې او که تريخ او بدخويه سړے وې نو خلق به درته نه رانزدې کيدل او خوريدل به درنه.
    د ګران پيغمبر(ص) اعلي اخلاقو د اسلام د سپيځلي انقلاب څپې اول د عربو په ټولنې او بيا په نوره نړۍ کې راپيدا کړې او دا ټول د ښو اخلاقو له لارې ممکن وو. ددوي اخلاق دومره اوچت وو چې خداي پاک ورته عظيم اخلاق ويلي دي چې فرمايي: "و انک لعلي خلقٍ عظيم" او بې شکه ستا اخلاق ډير اوچت دي". اوس به د پيغمبر(ص) د اخلاقو ځينو اړخونو ته راشو:

    پيغمبر(ص) په خلقو کې
    ګران رسول(ص) که څه هم د رسالت او پيغمبرۍ لوي مقام لرلو خو په ټولنه کې د دوې ژوند دومره ساده ؤ چې که په يوې غونډې او پينډې کې به ناست ؤ نو چې چا به هم هغه مبارک نۀ پيژندۀ پوښتنه به يې کوله چې په تاسو کې محمد(ص) کوم يو دے. دنيا هغه مغرور نه کړو او نه د هغې په ظاهره حسن او ښکلا کې ښکيل شو بلکې په پاکې او پرهيزګارې سترګې به يې دنيا ته کتل.
    دوي به له معنا په ډکو او وړو جملو سره برې کولې او هيڅکله يې د نورو خبره منځ کې نه پرې کوله.
    په تريو تندي به يې خبرې نه کولې او سپک او تراخۀ ټکي به يې نه کارول. که له چا سره به يې خبرې کولې نو د ظالمو باچاهانو غوندې به يې په ترڅ نه کتل.
     که يوې غونډې يا مجلس ته به ورغے نو په خالي ځاي کې به کښيناستلو او ضروري به يې نه ګڼل چې ښه سر کې کښيني. څوک به يې نه پريښودل چې د خبرو په وخت دوي ته ودريږي. د نورو احترام به يې کوو البته د پرهيزګارو او نيکو عزت به يې زيات کوو.
     يوازې د خداي د رضا لپاره به غصه کيدو او د خداي لپاره به خوشحاليدۀ. که په خپله به سور ؤ نو دا اجازت يې نه ورکوو چې بل کس ورسره پياده روان وي يا به يې له ځان سره سوروۀ يا به يوزے تللو.
    په ګډو مسافريو کې به يې د خپلې برخې کار کوو او په نور چا به يې ځان نه بوج کوو. په يو سفر کې ورته اصحابو وويل: "ته پريږده مونږ به ټول کار کوو" پيغمبر(ص) وفرمايل: خوښه مې نه ده چې زما او ستاسو په منځ کې فرق وي ځکه چې خداي پاک په خپلو بندګانو کې توپير نه خوښوي. بيا هغه مبارک پخپله پاڅيد او خشاک يې راغونډ کړل.
     تل به يې لوظ او وعده پوره کوله.
     صله رحمي به يې کوله د خپلو خپلوانو خيال به يې ساتلو خو ناجايزه پلوي توب به يې نه کوو.
     څوک به يې نه پريښودل چې د نورو په خلاف خبرې وکړي. او فرمايل به يې له داسې خلقو سره ژوند کول غواړم چې روغ زړه ولري.
     په حيا او شرم کې بې مثاله ؤ.
    له حوصلې ډک، نرم خويه او سرښندونکے ؤ. د هغه مبارک خدمت کوونکے انس بن مالک وايي چې د ګران رسول(ص) د پيشمني او روژه ماتي لپاره به مې پۍ برابرول، يوه روځ پيغمبر(ص) ناوخته کور ته راغے ما وې چې ګني چرته ميلمه ؤ او روژه ماتے يې کړے دے نو پۍ مې پخپله وڅښل. څو شيبې وروسته هغه مبارک(ص) راغے د دوي له ملګرو مې پوښتنه وکړه "پيغمبر(ص) روژه ماتے کړے دے او که نه؟" وې ويل "نه".کله چې هغه مبارک ته پته ولګيده، ځان يې نانګاره کړو او په روڼ تندي او لوږي سره يې شپه تېره کړه او سبانۍ روژه يې ونيوله.
    يغمبر(ص) له عبادت او مونځ سره زياته مينه لرله خو کله به چې ورسره چا کار لرلو مونځ به يې لنډوو او د هغوي کارونه به يې کول او د خلقو د اړتياوو په پوره کولو کې به هيڅ چيز نه سپماوو. د ټولو عزت به يې کوو او فضيلت او لوړاوے به يې په عملي ايمان کې ګڼلو، د چا مقام او دولت ته يې سترګې نه وې، له مريانو سره مهربان ؤ او د هغوي ستونزې به يې هوارولې.

    د حضرت محمد(ص) سرښيندنه او فضيلت
    کله به چې د هغوي ذاتي بې احترامي وشوه، انتقام به يې نه اخستو. د نورو په خطا او بدسلوک به يې سترګې پټولې او د هغوي د ازارولو او ځورولو په وړاندې به يې له صبر، زغم او معافۍ کار اخستو.
    کله چې مکه فتح شوه پيغمبر(ص) له هغو ټولو ظلمونو سره سره چې قريشو پرې کړي وو هغوي معاف او خوشي کړل.
    د احد په جنګ کې د "وحشي" په نامه يو سړي د پيغمبر(ص) ترۀ حضرت حمزه(رح) شهيد کړے ؤ خو پيغمبر(ص) هغه معاف کړو همداراز د ابوسفيان او هندې له ټولو ظلمونو تېر شو. خو دغه ټول صبر او زغم سره سره کله به چې د دين د لمن د داغيدو يا په دين د تېرے مسئله وه، نرم نۀ ؤ بلکې د خداي حکم به يې جاري کوو او د چا سفارش به يې نه منلو.
    له چې خبر شو چې فاطمه مخزوميه غلا کړې ده د اسامه بن زيد سفارش ته يې غوږ ونه نيوۀ او وې فرمايل: "تر تاسو مخکې قومونه ځکه تباه شول چې په لويو او مالدارو خلقو به يې د حد قانون نه جاري کولو. په خداي قسم که زما خپلې لور فاطمې هم دا کار کړے وے، لاس به مې يې پريکولو.

    د حضرت محمد(ص) پاکي او صفايي
    د پيغمبر(ص) عطر ډير خوښ و د عطرو په اخستو به يې تر خوړو زياتې پيسې خرڅولې. له کومې لارې به چې تيريدې د عطرو خوږ بوي به يې راتللو او چې څوک به هم له دغې لارې تيريدل نو پته به ورته لګيده چې هغه مبارک په دغه لار تير شوے دے.
    سواک به يې زيات وهلو او له ډوډۍ مخکې او وروسته به يې لاسونه وينځل. له کوره د وتلو په وخت به يې هندارې يا اوبو کې کتل، په ځان به يې ګوتې وهلې او ښه برابر به له کوره وتلو.

    عبادت او پرهيزګاري
    پيغمبر(ص) له مانځه سره زياته مينه لرله. په نيمو شپو به پاڅيدو مسواک به يې وهلو، مونځ به يې کوو، له خپل خداي سره به يې رازو نياز کولو. دومره زيات چې په عبادت کې د ودريدو په وجه يې پښې پړسيدلې وې، هغه مبارک په ټولو اخلاقي صفاتو کې نمونه ؤ او د هغوي پاک سيرت او اخلاق په دې لنډ کتاب کې نشو رالنډولے. يوازې د هغوي د نوراني څېرې يو لنډ غوندې تصوير انځورلے شو چې هغه مسلمانان چې ځان د اسلام منوونکي ګڼي د هغوي سيرت ځانته اييډيل وټاکي او له هغوي د ژوند پروګرام او سم اخلاق زده کړي لکه څنګه چې قران مجيد فرمايي: لقد کان لکم في رسول الله اسوةٌ حسنة "د پيغمبر(ص) اخلاق او سيرت د تاسو لپاره اسوه او نمونه ده. د خداي سلام دې وي په هغوي چې تر ټولو غوره او لوړ ؤ.