ټولې بشري او انساني ټولنې ښې پوهيږي چې ټولنه يو مشر او چارواکي ته ضرورت لري چې ټولنه وچلوي. او په همدې وجه کله چې يو مشر او چارواک له دنيا لاړ شي نو لازمه ګڼي چې د هغه په ځاي بل کس کښيني او چارې په لاس کې واخلي ځکه چې له يو مشر ونۀ ټاکل شي د ټولنې وجود خرابيږي، له کړکيچ او هلو ګلو سره مخامخ شي او بالاخره دړې وړې شي.
مسلمانه معاشره هم د دې خبرې په ضرورت پوهه ده چې د پيغمبر(ص) له رحلته وروسته اسلام داسې مشر ته اړتيا لرې چې د اسلامي ټولنې د باقي پاتې کيدو او حفاظت ضامن دي. خو له دې امله چې دا ضرورت بيلا بيل محرکونه لري نو هره ټولنه د مشر او چارواک د خصوصياتو په حقله ځانګړې نظريې او نظرونه لري او له هم دغو خصوصيانو مطابق فيصله کوي نو ځکه هغه مسلمانان چې خيال يې دا دے چې د چاواک دنده او ذمه واري يوازې د حکومت جوړول دي. نظر يې دا دے چې د اسلام د پيغمبر(ص) خلافت او جانشيني انتخابي ده او پخپله مسلمانان د پيغمبر(ص) په ځاي بل کس ټاکلے شي.
د دې په اپوټه هغه مسلمانان چې د علمي او فلسفي دليلونو او د ډيرو ايتونو او روايتونو په بنياد دې مسئلې ته پراخ او وسيع نظر ګوري او يو چارواک او د پيغمبر(ص) ګدۍ ناستي ته د ضرورت محرک د انسان هر اړخيز تکامل او بشپړتيا ګڼي وايي:
هغه چارواک او مشر دا کار کولے شي چې خداي ټاکلے وي او د پيغمبر(ص) په شان د خلقو او عوامو په مادي او معنوي ضرورتونو ښه پوه وي او د خداي پاک په حقيقي احکامو سره هغه پوره کړي چې په دې طريقه د انسان د حقيقي نيکمرغۍ او تکامل لاره هواره کاندي. دا کسان د پيغمبر(ص) د ګدۍ ناستې د حقيقي محرک لپاره خپل نظر داسې بيانوي:
د پيغمبر(ص) جانشين ته د ضرورت محرک هماغه پيغمبر(ص) ته د ضرورت محرک دے. يعنې د دواړو محرک يو دے او دا د هماغه اساسي اصل متم او کاملوونکے دے ځکه چې د عام هدايت له ثابت او ضروري قانون مطابق د خلقت او هستۍ له لحاظه د نړۍ د هر موجود او پيدا شوي څيز د تکامل او بشپړتيا اسباب برابر شوي او د خپل کمال او نيکمرغۍ په لور هدايتيږي. انسان هم چې د د هستۍ يو موجود دے د دې عام قانون له حکمه مستثني نه دے او پکار ده چې د هغو قوانينو په وسيله چې د پيدايښت له ناموس او حقيقت سره سم او د هغه د حقيقي، مادي، معنوي، روحي او جسمي ضرورياتو مطابق جوړ شوي دي او له هر ډوله شخصي اغراضو او بې لارۍ پاک دي، هدايت شي. چې په دنيا او اخرت کې نيکمرغه شي. خو په دې پروګرام او کار پوهيدل د عقل کار نه دے ځکه چې د انسان عقل بصيرت او نظر د غلطۍ او فکري او جذباتي بې لاريتوب له خطره په امن کې نه دے. او يو سل فيصده ګټه ور او هر اړخيز پروګرام او ټائم ټيبل نشي وړاندې کولے. نو پکار ده چې پيغمبران دا پروګرام او د ژوند ضابطه د وحي په ذريعه له خدايه واخلي او بې له وړې غلطۍ او انحرافه يې خلقو ته وړاندې کړي چې د تکامل او بشپړتيا لاره ټولو ته هواره شي.
له دې دليله څرګنده ده لکه څنګه چې انسانانو ته د پيغمبرانو ضرورت دے هم دا راز د امام او د پيغمبر(ص) د جانشين په توګه د ځنو کسانو ضرورت هم ورته ثابتيږي چې دغه کسان د دغه پروګرام او ضابطې خالص او روغ جوړښت وساتي، حفاظت يې وکړي او بې له څه کمي زياتي يې خلقو ته ورزده کړي او همداشان په خپل سم کردار او کړچار سره خلق حقيقي سعادت او نيکمرغۍ ته راکاږي. ځکه چې بې له دې کاره انسان خپل حقيقي کمال ته نشي رسيدے او له خپلو پټو او خداي ورکړو استعدادونو ښه استفاده نشي کولے او بالاخره دا استعدادونه بيکاره او خرابيږي. او خداي هيڅکله داسې نه کوي ځکه چې دا يو غلط کار دے چې انسان کے د ترقۍ او تکامل استعدادونه او وړتياوې پيدا کړي خو له هغو څخه د کار او ګټې اخستو وسيلې برابرې نه کاندي.
بو علي سينا په خپل "شفا" کتاب کې وايي چې خداي پاک چې په انسان کې يې ورې او تلي هم بيکاره نه دي پيدا کړي، ممکنه نه ده چې جامعه بې له رهبر او لارښوده پريږدي چې خپل حقيقي سعادت ته ونه رسيدے شي ځکه خو وايي چې غيبي مرستې تل روانې دي او د خداي او انسان تر مينځ تل اړيکې او رابطې ټينګې دي.
ه دې دليله ښه څرګنديږي چې پکار ده خليفه د خداي رسول(ص) لخوا ټاکل شوے او له هر ډول ګناه او غلطۍ پاک او معصوم وي او که څوک خداي نه وي ټاکلے نو ډيرې غلطۍ به ولري او له خطا بچ کيدے نشي. نتيجتاً د انسان هر اړخيز تکامل او بشپړتيا نشي برابرولے او خلقو ته سم او صفا دين نشي وړاندې کولے چې خلق نيکمرغه کړي ځکه خو خداي پاک په قران کې فرمايي په مسلمانانو فرض دي چې د ژوند په ټولو مسئلو کې د هغه له غوره شوو کسانو پپروي وکړي:
يَا ايُهَا الذينَ امَنُوا اَطِيْعُوا اللهَ و اَطِيْعُوا الرٌسولَ وَ اُولي الاَمْرِ مِنکُمْ. اے ايمان راوړوونکو د خداي، د هغه د رسول او د اولي الامر اطاعت او پيروي وکړئ.
رګنده ده چې "اولي الامر" چې خداي پاک يې پيروي د پيغمبرانو په شان لازمه او فرض کړې ده او حکم ورکوي چې د ژوند په ټولو مسئلو کې د هغوي پيروي وکړئ. د خداي پاک هماغه غوريز کسان دي چې غلطي يا شخصي غرضونه نه لري او تل انسانيت د حقيقت او سمې لارې په لور بيايي. نه هغه کسان چې په خپلو کړو او وينا کې په زرګونو خطاګانې لري او پيروي او مننه يې د انسان د حقيقي تکامل او بشپړتيا سبب نۀ ګرځي.
ايا ګران رسول(ص) خپل ځاي ناستے ټاکلے ؤ؟
لرې ښکاري چې هغه پيغمبر(ص) چې اسلام ورته تر ځانه هم ګران ؤ او تر ټولو ښه پوهيدۀ چې حقيقي اسلام بايد انساني نړۍ کې خوندي پاتې شي له دنيا سترګې پټي کړي او خپل ځاي ناستے او د خداي لخوا شوے کس معرفي نه کړي.
د اسلام ګران رسول(ص) د خپل رسالت او پيغمبرۍ له پيله دې خبرې ته ډير اهميت ورکړو او په بيلا بيلو ځايونو يې خپل حقيقي ځاي ناستے په جوته او څرګنده معرفي کړ. که څوک د پيغمبر حضرت محمد(ص) په ويناو او خبرو کې ښه ځير شي نو ښه به ورته څرګنده شي چې د اسلام د پيغمبر(ص) نظر حضرت علي(ع) او د هغه کورنۍ ته ؤ او د ځاې ناستۍ په چارو کې يې بل څوک په نظر کې نه لرل. زۀ دلته يو څو داسې موارد وړاندې کوم چې د خداي رسول په دے حقله بيان کړي دي:
. رسول(ص) اسلام ته د رابللو په پيل کې خپل خپلوان په مکه کې راغونډ کړل. او هغوي ته يې وويل علي(ع) به ستاسو ترمنځ زما وصي او ځاي ناستې وي او پکار ده چې د هغه اطاعت وکړئ او خبره يې ومنئ.
2 . دا خبره شيعه او سني عالمانو او پوهانو نقل کړې چې ګران رسول(ص) څو څو ځلې د عامو خلقو په مخکښې فرمايلي چې زۀ تاسو ته دوه ارزښتناک څيزونه پريږدم. يو د خداي پاک کتاب قران او بل زما اهليبت(ع) او کورنۍ. له هغوي جدا کيږئ يا ترې مخکښې کيږئ مه، ځکه چې بې لارې به شئ. له اهلبيتو عليهم السلام مطلب د وحي او الهام مرکز يعنې د علي کورنۍ ده، ځکه چې دوي د خداي رسول(ص) پخپله معرفي کړي چې هيڅ غلطي نه لري او که پيروي يې وشي نو هيڅکله به څوک بې لارې نه شي".
. د اهل سنتو امام احمد بن حنبل ليکي: "د اسلام ګران رسول(ص) د خپل ژوند په وروستي کال د حج له کولو وروسته د غدير خم په سيمه کې د شلګونو زرو کسانو په وړاندې ودريد او وې فرمايل: "زما د تللو وخت رانزدې دے او زۀ ستاسو تر مينځ ډير نۀ پاتې کيږم" بيا يې د حضرت علي(ع) لاس هسک کړ او وې فرمايل: "د چا چې زۀ مولا او سرپرست يم، دا علي به د هغوي مولا او سرپرست وي"
. داسې ډير روايتونه شته چې د اسلام ګران پيغمبر(ص) فرمايي چې زما ځاي ناستي به دولس تنه وي او له قريشو به وي او حتي په ځنو ځايونو کې يې د هغوي نومونه او ځانګړتياوې هم بيان کړي دي.
دا يو څو نمونې چې حتي ځنې روايتونه يې د رسول(ص) د ژوند په وروستو ورځو خلقو ته رسول شوي دي. په ښه توګه څرګندوي چې د خداي د رسول(ص) د مخ تر پناه کولو وروسته چاته د چارو واګې ورکول پکار دي.
په امامت او خلافت کې شورا
ځنې ليکوال وايي چې ممکنه ده امامت او خلافت هم په شورا مشورې او د رايو په اکثريت سره وټاکل شي دوي د خپل دې مطلب په تاکيد کې د قران کريم يو څو ايتونه راوړي چې حکم کوي چې په کارونو او چارو کې له يو بل سره مشوره وکړئ. دوي دا تصور او خيال کړے چې انتخابات د اسلام يو اجتماعي او سياسي اصل دے خو له دې غافله دي چې:
1 . د امامت مسئله د نبوت د بنيادي مسئلې بشپړونکې او متمه ده او څنګه چې نبوت او پيغمبري انتخابي نه ده، امامت هم چې د همدې مقام جانشيني ده انتخابي نه ده.
2 . دويمه دا چې شورا په هغه ځاي کې په کار راځي چې د خداي يا د هغه د رسول(ص) لخوا دندنه او وظيفه نه وي معلومه شوې او لکه څنګه چې تاسو وليدل د اسلام ګران رسول(ص) له خپلو څرګندو او جوتو رواياتو سره سم خپل ځاي ناستے وټاکۀ نو چې کله داسې ده نو شورا ته هيڅ حاجت نه پاتې کيږي.
. او دريمه دا چې که فرض کړو په دې چاره کې شورا او مشاوره سمه او صحيح وه نو د خداي رسول(ص) به ضرور د دغې شورا څه شرائط، خصوصيات او ځانګړتياوې بيانولې او د ټاکونکي او د ټاکل شوونکي شرائط به يې څرګندول چې خلق په داسې مسئلې کې چې بنياداً د اسلامي ټولنې بقاء او وده په هغې پورې تړلې ده او د دين ژوند پرې ولاړ دے. بيدار او وښيار وي خو مونږ وينو چې د خداي رسول(ص) په دې حقله هيڅ نه دي فرمايلي بلکې خبره د دې اپوټه ده ځکه چې کله بني عامر د خداي رسول(ص) ته راغلل نو يو کس پکې د خداي رسول(ص) ته وويل: "که مونږ ستا بيعت وکړو چې خداي پاک دې په خپلو دښمنانو غالب او برے کړي نو ممکنه ده چې تر تا وروسته خلافت مونږ ته پاتې شي"؟ د خلافت چاره د خداي په لاس کې ده چې چا ته يې وغواړي ورکوي يې: اَلامْرُ إلي الله يَضَعَهُ حيْثُ يَشاءُ.
و تمت بالخير