آيا د خداې تعالیٰ په وليانو پورې توسل کول شرک دے او د بدعت سبب کيږي
ځواب :
د توسل معنی دا ده چې مونږ يو مهم او لوي مخلوق (انسان وغيره) خداې ته د نزديکت لپاره د ځان او خداې تر مينځ وسيله وګرځو او د هغه په وسيله او سفارش سره خداې ته د ننزدې کيدو هڅه وکړو.
ابن منظور لسان العرب کښې وايي:
تَوَسّلُ اليهِ بکذا، تقرب اليه بحرمة آصرة تعطفه عليه[1]
پلانکي، مخلوق (څيز) سره هغه ته متوسل شو يعنی د هغه د احترام او مقام په وسيله (چې نظر يې جلبوي) هغه ته نزدې شو.
قرآن مجيد فرمايي: يَاأيُها الذِينَ آمَنوا اتّقوا اللهَ وأبتَغوا اليه الوسيلةُ وَ جاهِدوا فی سَبيلِ الله لَعلّکُم تُفلِحون.[2]
ای مؤمنانو پرهيزکاره شئ او د لوي خداې په لور وسيله ولټوئ او د هغه په لاره کښې مبارزه وکړئ ښايي پرهيزکاره شئ.
جوهري په (صحاح اللغه) کښې د "وسيلې" تعريف داسې کوي:
اَلوَسِيلةُ ما يَتَقَرّبُ بِهِ الی الغير
وسيله هغه څيز ته وايي چې د هغه په ذريعه مونږ بل چا ته ځان نزدې کړو.
په دې اساس هغه ارزښناک مخلوق او څيز چې موږ يې وسيله ګرځوو کله خو د خداې تعالیٰ خالصانه عبادت او نيک عملونه دي چې د يوې مزبوتې وسيلې په توګه مونږ خداې ته نزدې کوي او کله هم دغه وسيله يو عزتمن انسان وي چې د لوي خداې په نزد ځانګړے مقام او درنښت لري.
د توسل ډولونه
توسل په درې ډوله تقسيمولے شو.
1. په نيکو عملونو سره توسل، لکه څنګه چې جلال الدين سيوطی د "وأبتَغوا اليه الوسيلةُ" ايت لاندې دا روايت راوړے دے.
عن قتاده فی قوله تعالیٰ
"وأبتَغوا اليه الوسيلةُ" قال: تقربوا الی الله بطاعته والعمل بما يرضيه.
قتاده د وأبتَغوا اليه الوسيلةُ د ايت په هکله وايي د خداې په اطاعت او داسې عمل سره تچې د خدا د خوښۍ او رضا سبب ګرځي له پاک رب سره نزدې شي.
2. د غوره او ښو بندګانو په دعا سره توسل لکه چې قرآن مجيد د يوسف د وروڼو له خولې داسې روايت کوي:
"قَالوا يا أبانا أستَغفر لنا ذنوبَنا إنّا کُنّا خَاطئين، قالو سأستَغفِر لَکُم رَبّی إنّهُ هوالغَفُور الرّحيم.[3]
د يعقوب بچيانو خپل پلار ته وويل: اي پلاره له لوي خداې زموږ د ګناهانو بښنه وغواړه چې مونږ په غلط وو (يعقوب) وويل: ډير زر به له پروردګاره ستاسو لپاره بخښنه وغواړم په تحقيق سره چې هغه ډير بخښونکے مهربان دے.
له دغه ايته ښه معلوميږي چې د يعقوب عليه السلام زامن د خپل پلار د دعا او استغفار سره رب ته متوسل شول او هغه يې د خپلې بخښنې وسيله وګڼله او حضرت يعقوب (عليه السلام) نه يوازې د هغوي په توسل اعتراض ونه کړ بلکې هغوي ته يې د دعا او استغفار وعده هم ورکړه.
3. د عزتمندو او معنوي شخصيتونو په ذريعه توسل چې د خداې په نزد لي مقام او ځانګړے درنښت او عزت لري او دا توسل هم خداې تعالیٰ ته د نزدې کيدو لپاره وي.
دغه ډول توسل هم د اسلام په لومړيو وختونو کښې د منلو وړ او د اصحابو يوه روده وه.
اوس د رسول الله مبارک د اصحابو او د اسلام د لويو شخصيتونو د روايتونو او عمل په رڼا کښې د دې مسئلې جاج اخلو.
1. احـمد بن حنبل په خپل مسند کښې له عثمان بن حنيف څخه داسې روايت کړې:
إنّ رَجُلاً ضَريرالبَصر أتی النَبیّ صلی اللهُ عليهِ وَ آلِهِ وَسَلّم فَقالَ : اَدعُ اللهَ أن يُعافينی، قال: إن شِئتَ دعوتُ وَ إن شئتَ أخَرّتُ ذالكَ فهو خيرٌ، فقال: أدعُه، فَأمرَهُ أن يتوضَاء فيَحسنَ وضوئه فَيصلی رکعتين و يدعوا بهذا الدعاء اللّهُمّ إنّی أسئَلُك وَ أتوَجَهُ اليك بنبيّكَ محمد نبی الرحمة يا محمدُ إنّی تَوَجَهتُ بكَ الی ربّی فی حاجتی هٰذه فَتقضیٰ لی اللّهُمّ شَفِّعهُ فِیّ.[4]
يو ړوند سړے رسول الله مبارک به راغےاو ويې ويل: له خداېه دعا وغواړه چې ما معاف کړي پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) وفرمايل: که زړه دې وغواړي اوس به دعا وکړم او که غواړيې وروسته ته به يې پريږدم او دا به غوره وي، ړوند سړي عرض وکړ: دعا وکړه، د خداې رسول هغه ته حکم ورکړ چې اودس وکړه او په اودس کښې ښه او غوره کار واخله بيا دوه رکعته لمونځ وکړه او دا دعا وکړه: اي ربه زه له تا غواړم او د رحمت د پيغمبر محمد په وسيله تا ته مخ دراړوم (درځم) اي محمده زه په خپل حاجت کښې ستا په وسيله خپل رب ته متوجې کيږم چې زما حاجت پوره کړې اي خداېه! هغه زما شفيع وګرځوه.
محدثان د دغه حديث په سموالي يو نظر لري په دې ډول چې حاکم نيشابوري د مستدرک کښې د دغه حديث له نقلولو وروسته هغه يو صحيح حديث ګڼلے دے او ابن ماجه هم د ابو اسحاق له خلې وايي (دا يو صحيح روايت دے) او ترمذي په (ابواب الادعيه) کتاب کښې د دغه روايت صحيح والے تاييدوي او محمدنسيب الرفاعی هم په "التّوصل الی حقيقة التوسل" کتاب کښې د دې هکله ليکي: لا شَك ان هذ الحديث صحيحٌ و مشهورٌ… و قد ثَبتَ فيه بلا شك و لاريبٍ ارتداد بصر الاعمیٰ بدعاء رسول الله صلی اللهُ عليه و آله و سلم له.[5]
په دې کښې څه شک نيشته چې دا حديث صحيح او مشهور دے… او په دغه روايت کښې ثابته شوې ده چې د رسول الله مبارک په دعا سره د هغه نابينا سړي نظر ستون شو. له دغه روايته ښه معلوميږي چې د رسول الله مبارک په وسيله د کوم حاجت د پوره کولو لپاره په هغوي پورې توسل جايز دے بلکې د خداې رسول هغه سړي ته امر وکړ چې په دا ډول دعا وکړي او د خداې او ځان تر مينځ پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) وسيله وګرځوي او د هغوي په روي له خداېه وغواړي چې حاجت يې پوده کړي، او د ا معنا هماغه د خداې په پيغمبرانو وليانو او د خداې په نازولو پورې توسل کول دي.
2. ابو عبدالله بخاري په خپل صحيح کښې وايي:
أنّ عمَر بن الخطاب رَضی الله عنهُ کانَ إذا قحطوا استسقیٰ بالعباس بن عبدالمطلب فقال: اللهُمّ إنّا کُنّا نَتَوَسّلُ إليكَ بِنَبِيّنا فَنستَقِينا و انا نَتَوَسلُ إليك بِعَمّ نَبِينا فاسقنا قال فَيَسقون.[6]
کله چې به وچکالي وه عمر بن خطاب به د عباس بن عبدالمطلب (د پيغمبر تره) په وسيله باران غوښته ويل به يې: اي خداېه! د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) په ژوند کښې به په هغوي پورې متوسل کيدو او تا به پر موږ د رحمت باران راورولو اوس د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د تره په وسيله تا ته متوسل کيږي چې موږ خړوب کړې، او خړوب به شو.
3. د خداې تعالیٰ له وليانو سره توسل دومره دود او عام ؤ چې د اسلام د لومړيو وختونو مسلمانانو هم په خپلو اشعارو کښې پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د ځان او خداې تر مينځ وسيله بللې ده او بلله به يې.
سواد بن قارب د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) لپاره يوه قصيده وويله او دهغه په بيتونو کښې يې داسې وويل:
وَ أشــــهَــــدُ أنّ لارَبّ غــــــــيرَهُ وَ أنّـــك مــــامون علی کل غالب
و انك ادنی المرسلين وسيله الی الله يابن الاکرمين الاطالب[7]
ګواهي ورکوم چې بې له خداېه بل پروردګار نيشته او ته د هرې سيمې او ښکاره چارې امين يې او ګواهي ورکوم چې ته _ اي د پاکو او درنو کسانو بچيه په نورو پيغمبرانو کښې د خداې په لور تر ټولو نزدې وسيله يې.
شافعي هم دوه بيتونه لري چې دغه حقيقت ته پکښې اشاره کوي:
آل الــــنَـــبِیّ ذُرّتـــــــی هــــــم الــــيه وســـــيلتی
ارجوبِهم اعطیٰ غداً بيدا اليمين صحيفتی[8]
د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) کورنۍ د خداې په لور زما وسيله دي او هيله من يم چې د هغوي په خاطر زما عمل نامه ما ته په ښي لاس راکړل شي.که څه هم په الهی اولياؤ پورې د توسل په هکله پريمانه روايتونه موجود دي خو دا کوم روايتونه مو چې ذکر کړل د دوي په رڼا کښې هم د توسل جايزوالے او د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د سنتو او د اصحابو او د اسلام د لويو شخصيتونو لخوا د هغه ښه والے ثابتيږي او د خبرې د اوږدولو ضرورت نيشته.
په دې بيان سره د هغو کسانو خبره غلطه ثابتيږي چې د خداې په درګاه کښې توسل شرک او بدعت ګڼي.
[1]. لسان العرب يوولسم ټوک 724مخ.
[2]. مائده 24 آيت.
[3]. د يوسف سورة 7 – 8 ايت.
[4]. مسند احمد بن حنبل څلورم ټوک 138مخ د عثمان بن حنيف د روايتونو برخه، مستدرک حاکم لومړے ټوک کتاب الصلوة التطوع بيروت چاپ 313مخ، سنن ابن ماجه لومړے ټوک 441مخ چاپ داراحياء الکتاب العربيه، التاج لومړے ټوک 286مخ، الجامع الصغير (سيوطی) 59مخ، التوسل والوسيله (ابن تيميه) 98مخ بيروت چاپ.
[5]. التوصل الی حقيقة التوسل 158مخ لومړے چاپ بيروت.
[6]. صحيح بخاری 2ټوک کتاب ال باب الاستسقاء 27 مخ مصر چاپ.
[7]. الدراسيه (سيد احمد بن زيني دحلان) 29 مخ، د طبرانی په نقل سره.
[8]. الصواعق المحرقه (ابن حجر عسقلانی) 178مخ، قاهره چاپ.