ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • آيا د خداې د وليانو د کليزې لمانځل بدعت يا شرک دے؟  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • آيا د خداې د وليانو د کليزې لمانځل بدعت يا شرک دے؟

    ځواب:

    د خداې د غوره بندګانو او اولياوو د ياد درنښت د هغوي د ميلادونو او د زوکړې د کليز دلمانځلو او جشنونو جوړولو په شان د عقل منو له نظره يوه ښکاره مسئله کښې د هر ډول شک او شبهې د ليرې کولو لپاره د هغو د مشروعيت او رواوالي دليلونه راوړه.

    1. د دستورو جوړول د مينې څرګندول دي.

    قرآن مجيد مسلمانان له پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) او د هغه له اهل بيتو سره مينې ته رابللي دي هلته چې فرمايي:

    "قُل لا أسئَلُکُم عَلَيهِ اَجراً إلاّ المُؤدَةَ فی القُربیٰ.[1]

    (اي پيغمبره) ووايه زه له تاسو د دغه تبليغ په مقابل کښې بې له دې چې زما له اهلبيتو سره مينه وکړئ بل څه بدله نه غواړم.

    په دې کښې شک نيشته چې د الهی اولياوو د درنښت د مراسمو او دستورو جوړول له هغوي سره د خلکو د مينې او محبت د ښکاره کولو يوه نښه او وسيله ده چې د قرآن له نظره منل شوې ده.

    2. د دستورو جوړول د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) درنښت دے.

    قرآن مجيد له رسول الله مبارک سره په مرستې سربېره د هغه حضرت(صلی الله عليه و اله وسلم) د مقام او منزلت درناوے هم د کاميابۍ او نيکمرغۍ معيار ګڼي.

    "فَالذِينَ آمنوا بِهِ عزّروهُ  و نَصَروهُ و اتّبعوا النورَ الذِی أنزَلَ مَعَهُ اولئكَ هُم المُفلِحون"[2]

    هغه کسان چې په پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) يې ايمان راوړ او د هغه درنښت يې وکړ او مرسته يې ورسره وکړه او له هغه رڼا يې چې په هغوي نازله شوه پيروي وکړه، کامياب (ژغورل شوي) دي"

    له دغه آيته ښه معلوميږي چې د اسلام له نظره د رسول الله مبارک درنښت او لمانځل ښه او خوښ کار دے او د داسې دستوره او جشن جوړول  چې د پيغمبر(ص) پرلمتين ياد او د هغه حضرت (صلی الله عليه و اله وسلم) د لوي مقام درنښت وکړي خداې تعالیٰ پرې رضا کيږي ځکه چې په دغه آيت کښې د ژغورل شويو (کاميابو) کسانو لپاره څلور صفتونه بيان شوي دي.

    الف: ايمان، "الذِينَ آمَنوا بِهِ" هغه کسان چې په هغه يې ايمان راوړ.

    ب: "د هغه د نور پيروي" "وابتَغوا النور الذّي اَنزَلَ مَعَهُ" له هغه رڼا چې په هغه نازله شوې پيروي وکړي.

    ج: د هغه مرسته کول، "و نَصَروهُ" د هغه مرسته يې وکړه.

    د: د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د مقام درنښت او تعظيم کول، "وعَزّروهُ" د هغه درنښت يې وکړ.

    په دې اساس په پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) پر ايمان او ورسره په مرستې او د اوامرو پر پيروۍ سربيره د هغه د مقام او شان درنښت او احترام هم ضروري دے او د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د ياد درنښت د "وَ عَزّروهُ" مصداق دے.

    3. د مراسمو جوړول د پروردګار پيروي او متابعت دے.

    خداې تعالیٰ په قرآن مجيد کښې د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) درنښت کوي او فرمايي: "وَ رَفَعنَا لَكَ ذِکرَكَ"[3]او ستا ذکر او نوم مو په نړۍ کښې لوړ کړ.

    د دغه آيت شريف په رڼا کښې معلوميږي چې خداې تعالیٰ غواړي د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) عظمت سترتوب په نړۍ کښې پراخ شي او پخپله يې هم د قرآن په ايتونو کښې د رسول الله مبارک درنښت او صفت کړے دے.

    مونږ هم د اسماني الهی کتاب په پيروۍ سره د برمناک مراسمو او د يادښت د دستورو په جوړولو سره د کمال او فضيلت د اسوې د لوړ مقام درنښت کوو او له دې لارې د خپل پروردګار متابعت او پيروي څرګندو.

    روښانه ده چې له دغو مراسمو د مسلمانانو يې د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د نوم او شان د لوړاوي او د هغوي له درنښت بل مقصد نيشته.

    4. د وحي نزول د مائدې تر نزوله کم نه دے

    قرآن مجيد د خداې د پيغمبر حضرت عيسی(عليه السلام) له خولې داسې هدايت کوي:

    قَالَ عِيسی ابنَ مَريَمَ الّلهمّ رَبّنا أنزِل عَلينا مائِدة مِنَ السّمآء تَکُونُ لَنا عِيداً لاوّلِنا وَ آخِرِنا وَ آيَةً  مِنكَ وارزُقنا وَأنتَ خَيرُ الرّازِقِين.[4]

    "عيسی ابن مريم عرض وکړ: اي خداېه، زما پرودګاره! له آسمانه يوه مائده (خواړۀ) راوليږه چې زمونږ د ټولو لپاره اختر وي او ستا لخوا يوه نښه او موږ ته روزي کړه بيشکه چې تر ټولو غوره روزي ورکوونکے يې"

    حضرت عيسی(عليه السلام) له خداېه غواړي چې له اسمانه هغوي ته خواړه راوليږي او هغه د خوړو د نازليدو په ورځ اختر (عيد) وکړي.

    اوس پوښتنه دا ده چې که قدرمن پيغمبر په هغه ورځ چې اسماني خواړه، چې د انسان د بدن د خوند اخستلو لپاره دي، نازل شول اختر کوي نو که اوس مسلمانان د خداې د وحي د نازليدو په ورځ يا د رسول الله مبارک د زوکړې د کليزې په ورځ چې د انسان د ژغورونکے او انساني ټولنو ته ژوند بخښونکے دے، جشن او اختر وکړي آيا دا به شرک او بدعت وي؟

    5. د مسلمانانو سيرت (روده)

    د اسلام پيروان له پخوا راهسې د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د ياد درنښت لپاره د عيد ميلاد النبي او داسې نورو ورځو د خوشحالۍ مراسم جوړوي.

    حسين بن محمد ديار بکري په تاريخ الخميس کښې داسې ليکي:

    "وَلايَزَالُ أهلَ الاِسلام يَحتفلونَ بشهر مولده عليه السلام و يعملون الولائم و تصدقون فی لياليه بأنواعِ الصّدقاتِ و يطهرون السرور و يزيدون فی المبرات يفتنون بقرائة مولده الکريم و يطهر عليهم من برکاته کل فَصيل عميم.[5]

    د نړۍ مسلمانان هميشه  د پيغمبر(صلی الله عليه و اله وسلم) د زوکړې په ورځ جشن کوي او وليمه (ډوډۍ) ورکوي او د هغې مياشتې په شپورکې صدقې ورکوي او خوشخالۍ  کوي او ډول ډول نيکۍ کوي او د هغه حضرت د ميلاد يادونه کوي او دهغه پراخ رحمتونه او برکتونه په ټولو نازليږي.

    په دې بيان سره د قرآن اود مسلمانانو د سيرت له نظره د خداې د وليانو د ياد د درنښت او لمانځنې د جايز والي کلي حکم لاسته راځي او په دې طريقې سره د هغو کسانو د خبرو غلطوالے دروغ والے او غلطوالے روښانيږي چې د خداې د در د وليانو او نزدې کسانو د ياد لمانځل بدعت ګڼي ځکه چې بدعت دا دے چې کلي يا خصوصي توګه يې له قرآن او سنته د جايزوالي او مشروعيت حکم لاسته رانه شي حال دا چې د دغه مسئلې کلي حکم ښه په ډاګه د قرآن له آيتونو او د مسلمانانو د سيرت او رودې لاسته لاځي.

    بله دا چې دغه ډول مراسم يوازې د خداې د غوره بندګانو د درنښت او د هغوي د احترام او درناوي لپاره او په دې عقيدې سره چې هغوي د خداې بندګان دي او خداې ته محتاج دي تر سره کيږي. په دې اساس دغه کار له توحيد او يو خداې مننې سره بالکل برابر دے نو څرګنده شوه چې هغه کسان چې د خداې د وليانو دياد درنښت د مراسمو دستورو جوړول بدعت او شرک ګڼي دهغوي خبره غلطه او باطله ده.


    [1]. د شوریٰ سورة 23 آيت

    [2]. د اعراف سورة 157 آيت.

    [3]. د انشراح سورة 4 ايت.

    [4]. د مائده سورة 114 ايت.

    [5]. حسين بن محمد حسن ديار بکر، تاريخ الخميس بيروت چاپ 223مخ.

    آيا بې له خدايه د بل چا قسم خوړل شرک دے؟

    ځواب:

    د توحيد او شرک د اصطلاحاتو تفسير بايد د قرآن په ايتونو او سنت کښې ولټوو ځکه چې قرآن مجيد او د رسول الله مبارک سنت له باطله د حقو او له شرکه د توحيد د پيژندلو تر ټولو ښه معيار دے.

    په دې بنياد غوره ده چې هر ه فکر او کړچار د بيدار ضمير په وړاندې او د وحي د منطق او د پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) د ژوند د طريقې او سنتو په پارسنګ سره وجاجوو.

    اوس د دې خبرې لپاره چې بې له خدايه د بل چا په نامه قسم خوړل جايز دي خپل روښانه دليلونه له قرآن او سنته رواړو.

    1.قرآن مجيد په خپلو تل پاتې ايتونو کښې ځاي په ځاي په ځينې عزتمنو خلقتونو لکه "د رسول الله مبارک په ځان" د "انسان په روح، قلم، چې د ليکلو سمبول دے، لمر، سپوږمۍ، ستوري، شپه او ورځ، اسمان، او ځمکې، وخت، غرونو او سمندر قسم خوړلې دے چې دلته يې ځينې ايتونو ته اشاره کوو:

    الف: لَعَمرُكَ إنّهُم لَفی سُکرَتِهِم يَعمَهون.[1]

    اي پيغمبره ستا په ځان قسم هغوي په مستۍ (خپلو نفساني خواهشاتو) کښې لالهانده دي.

    ب: "وَالشّمسِ وَضحٰيها، والقَمَرِ إذا تلٰيها، والنّهارِ إذا جلّيٰها والسّماءِ  وَ ما بَنيٰها، والارضِ و ما طحيٰها و نَفسٍ و ما سوّيٰها فاَلهَمَهَا فُجُورَها و تَقويٰها…"[2]

    قسم په نمر او د هغه په وړانګو، او قسم په مياشته کله چې له لمره وروسته بهر راوځي، او قسم په ورځ کله چې نړۍ رڼا کړي او قسم په شپه کله چې په نړۍ توره پرده وغړوي، او قسم په اسمان او هغه چا چې اسمان يې هسک وګرځاوۀ ، او قسم په ځمکه او هغه چا چې هغه يې پراخه کړه او قسم په ځان (انسان) او هغه چا چې هغه يې په غو ره شکل پيدا کړ او هغه ته يې نيک او بد وښودل.

    ج: وَالنَجم إذا هویٰ.[3]

    قسم په ستوري کله چې راکوز شي.

    د: ن والقلمِ و ما يَسطرون.[4]

    قسم په قلم او هغه څه چې ليکي.

    هـ : وَالعَصرِ إنّ الاِنسانَ لَفِی خُسر[5]

    قسم په زمانه انسان په تاوان کښې دے.

    و: والفَجر وَ ليالٍ عَشر[6]

    قسم په سهار (څرک) او لسو شپو.

    ذ: والطّورِ و کتابِ المسطور فِی رِقٍ مَنشُور والبَيتِ المَعمُور والسَقفِ المَرفوع والبَحرِ المسجور.[7]

    قسم د طور سينا په غرۀ، قسم په ليکلي شوي کتاب (قرآن) په منشورې صحيفې کښې قسم په بيت معمور (ودان کور) قسم په هسک شوي  چت او قسم په څپانده سمندر.

    همداراز په نازعات، مرسلات، بروج، طارق، بلد، تين او ضحی سورتونو کښې د پينځون په نښو او سمبلونو قسم خوړل شوے دے.

    په دې کښې شک نيشته چې که بې له خدايه په بل چا قسم خوړل  د شرک او دوګانه پرستۍ سبب ګرځيدے قرآن مجيد به چې د توحيد او يو خداي مننې تل پاتے منشور دے دا کار نه کاو، او که فرض کړو داسې قسمونه يوازې له خداي سره مخصوص  وو (يعنې صرف داسې قسمونه خوړلے شي نه نور څوک) نو بايد د قرآن په آيتونوکښې د دې خبرې يادونه  شوې وے چې غلطي نه رامنځته کيدے.

    2. د نړۍ ټول مسلمانان رسول الله مبارک خپله اسوه او بيلګه ګڼي او د هغه حضرت(ص) د ژوند رودې سنتو او عمل ته له غلطو د صحيح کارونو د معلومولو او تشخيص د معياد په سترګه ګوري.

    مسلمانو محققانو او د صحاحواو مسندونو ليکوالو ډېر داسې روايتونه ذکر کړي دي چې په هغوي کښې رسول الله مبارک يې له خدايه په نورو څيزونو قسمونه خوړلي دي.

    د حنبلي مذهب مشر احمد بن حنبل په خپل مسند کښې له رسول الله مبارک داسې روايت کړي:

    فَلَعُمری لإن تَکَلّمَ بِمعروفٍ وتَنهیٰ عَن مُنکَرٍ خيرٌ مِن أن تسکت.[8]

    زما په خپل ځان قسم که امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړې تر دې بهتره ده چې غلے کښينې.

    مسلم بن حجاج په خپل صحيح کښې چې له شپږو صحيحينو يو صحيح دے ليکلي دي: "جاءَ رَجُلٌ الی النّبیّ (ص) فَقَالَ يا رَسول الله ای الصدقة اَعظَمُ أجراً؟ فقالَ : أما و أبِيکَ لتُنَبِأنّهُ أن تَصدق و أنت صحيح شحيح تخشی الفقر و تأمل البقاء…"[9]

    3. د خداي د کتاب او د پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) له سنتو ورتېره د پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) د نزدې يارانو او اصحابو کړچار هم له خدايه پرته په بل چا د قسم خوړلو د جايزوالي ښودنه کوي. حضرت علی (عليه السلام)په خپلو ډېرو قيمتي ويناوو کښې په خپل ځان او روح سوګند خوړلے دے هلته چې فرمايي:

    وَلَعَمری لَيَضعَفَنّ لَکُم التّيه مِن بعدی اَضعافاً.[10]

    زما په خپل ځان (روح) قسم له ما وروسته به ستاسو لالهاندي (سرګرداني) څو چنده شي.

    او په يوۀ بل ځاي کښې فرمايي:

    وَ لَعَمری لاِن لَم تَنزَع عَن غيّك وَ شِقاقِكَ لَتَعرِفَنّهُم عَن قَلِيلٍ يطلبونَك.[11]

    په خپل ځان (روح) مې قسم که له خپلې ګمراهۍ او سخت زړه والي لاس وانه خلې هغوي به وپيژنې چې ستا په لټه کښې دي.[12]

    څرګنده ده چې د دغو دومره روايتونو او نصونو په وړاندې هيڅ اجتهاد يا استحسان مقابله نه شي کولے او بل هيڅ دليل په قرآن مجيد کښې د خداي تعالیٰ کړچار، د رسول الله مبارک سنت او د هغه حضرت(صلی الله عليه واله وسلم) د نزدې يارانو لکه امير المؤمنين علی (عليه السلام) سيرت غلط وګڼي او هغوي په شرک او د دوو خدايانو په منلو تورن کړي.

    نتيجه:

    له دغو دليلونو ښه معلوميږي چې د خداي د کتاب د پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) د سنت او د مؤمنانو په سيرت کښې بې له خدايه په بل چا قسم خوړل روا دي او له توحيد او يکتا پرستۍ سره تضاد نه لري.

    نو که د يو دليل ظاهر له دې مسئلې سره چې په قطعي دليلونو مو ثابته کړه مخالف وي بايد په دې ډول توجيه او تاويل شي چې د قرآن او روايتونو له دې مسلم اصل سره ټکر ونه خوري او سمون ولري. په دې مسئلې کښې کله کله يو مبهم روايت ته اشاره کيږي چې دلته يې نص ذکر کوو او ځواب يې هم بيانوو.

    "إنّ رَسولُ الله سمعَ عمر و هو يقول: وَ أبی، فقالَ إنّ الله يَنهاکم أن تَحلِفوا بِأبائِکُم و من کان حالکاً فَليَحلِف باللهِ او يَسکت.[13]

    رسول الله مبارک واوريدل چې عمر په خپل پلار قسم خوړه  پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) وفرمايل: خداي تعالیٰ تاسو په خپلو پلارانو له قسمه منعې کړي يئ څوک چې قسم خوري په خدا دې قسم وخوري يا دې غلې کښيني.

    که څه هم دا حديث د قرآن د آيتونو او روايتونو په وړاندې څې بې له خدايه په بل چا قسم خوړل جايز ګڼي دليل او مهم نه شي کيدلے او مقابله نه شي کولے خو که وغواړو چې دغه حديث له نورو حديثونو سره جمع کړو او سمون ورکړو نو ويلے شو چې د پيغمبر(صلی الله عليه واله وسلم) لخوا په خپل پلار له قسم خوړلو د عمر منعې کول يا د هغه په شان د نورو کسانو منعې کول له دې امله دي چې د هغوي پلار نيکونه بت پالي او مشرکان وو او کافر او بت پالے انسان دومره وړتيا او لياقت نه لري چې قسم پرې وخوړل شي او په قسم کښې يې نوم راوړل شي.


    [1]. د حجر سورة 72 آيت

    [2]. د شمس سورة 1- 8 آيت

    [3]. د نجم سورة 1 آيت

    [4]. د قلم سورة 1 آيت

    [5].د عصر سورة 1، 2 آيت.

    [6]. فجر 1، 2 آيت.

    [7]. د طور سورة 1، 6 آيت

    [8]. مسند احمد، پينځم ټوک، 224- 225مخونه، حديث بشير بنخصاصيه سدوسی

    [9]. صحيح مسلم، دريم ټوک مصر چاپ کتاب الزکوة باب بيان ان افضل الصدقة، صدقة الصحيح الشحيح 93 – 94 مخونه.

    [10]. نهج البلاغه (محمد عبده) خطبه 161.

    [11]. نهج البلاغه (محمد عبده) نهم ليک.

    [12]. د نورو موردونو او معلوماتو لپاره د نهج البلاغې 168، 182 او 187 خطبو او 6، 54 ليکونو ته مراجعه وکړئ.

    [13]. سنن کبری لسم ټوک 29مخ او سنن نسايی اوم ټوک څلورم او پينځم مخونه.