ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • د پيغمبر)ص( له سنتو سره د اهل سنت والجماعت مخالفت  
  • Sendtofriend
  •  
  •  

  • د پيغمبر)ص( له سنتو سره د اهل سنت والجماعت مخالفت

    په دې څپرکي کې محققانو ته ښیو چې اهل سنت والجماعت د پيغمبر)ص( له اکثرو سنتو سره مخالفت کوي او په مقابل کې ثابتوو چې شیعه یوازینی ډله ده چې په نبوي سنتونو پابند دي.
    او په دې اساس غوره وه چې مونږ د دغه کتاب نوم داسې ایښی وی «شیعیان د سنتو یوازیني رښتیني پیروان»
    په دې څپرکي کې غواړوبنیادي مسئلې راوسپړو چې محققان لا کلک یقین ته ورسیږي چې اهل سنت والجماعت په ټولو زمینو کې چې قرآن او پيغمبر)ص( په سنت کې راوړي دي د اسلام له تعلیماتو سره مخالفت کوي او د ګمراهانو د ګمراهۍ سبب شوي دي او مسلمانان یې له شاته پاتې والي شاته جاروتنې سره مخامخ کړي او دهغوی د کړاو اوبیچاره کیدو سبب شوي دي.
    زما په خیال ګمراهي یوې جرړې ته ګرځیږي او هغه هم «دنیا پالنه» ده ایا پيغمبر)ص( ونه فرمایل: «د دنیا محبت د ټولو ګناهانو جرړه ده؟» دنیا پرستي په قدرت غوښتنې او ریاست طلبۍ کې ښکاره کیږي، هو دهمدې ریاست او واکمنۍ لپاره ده چې ملتونه تباه کوي او هیوادونه ورانوي. او انسان دهمدې لپاره تر وحشي ځناورو زیات خونړی کیږي او پیغبمر هغه ته اشاره کړې د ه او فرمایلي یې دي: «زه په دې نه ویریږم چې له ما ور وسته به مشرک شئ بلکه ویریږم چې د دنیا په سر له یو بل سره په سیالۍ او لانجې اخته شئ»
    په همدې دلیل باید د خلافت او امامت مسئله چې نن «د اسلام حکومتي سسټم» نومول کیږي، وڅیړو؛ ځکه چې د امت په سر لویه تباهي نابودي کړاو او مصیبت له همدې ځایه راغلی دی.