خپلې کورنۍ پیروۍ ته د مسلمانانو د بللو لپاره د پيغمبر)ص( امر او له هغه سره د اهل سنتو مخالفت
په تیرو بحثونو کې مو ولیدل چې د ثقلین د حدیث په نامه د پيغمبر)ص( حدیث په دې ډول دی: «زه په تاسو کې دوه درانه او ګرانبیه څیزونه پریږدم چې که هغه راټینګ کړئ له ما وروسته به هیڅکله ګمراه نه شئ: دخدای کتاب او زما عترت او کورنۍ، او خبر خدای ما ته خبر راکړی دی چې دا دوه به له یو بله نه جدا کیږي تر دې چې د حوض په سر ماته راورسیږي»
او ثابته مو کړه چې دا حدیث صحیح او متواتر دی. او شیعه او همداراز اهل سنت و جماعت په خپلو صحاحو او مسندونو کې هغه راوړی دی. مشهوره ده چې اهل سنت والجماعت اهل بیت یوازې پریښودل او دڅلورو امامانو مذهبونو ته یې مخه کړه چې ظالمو واکمنانو هغه په خلکو مسلط کړي وو او پخپله یې د له اهل سنت سره په بیعت او تایید کې رول درلود.
که وغواړو خبره لږه پراخه کړو، ویلی شو چې دا اهل سنت والجماعت – چې د امویانو او عباسیانو په کومانده د پيغمبر)ص( له اهل بیتو سره وجنګیدل- که دهغوی عقائد ولټوو او د حدیثونو کتابونه یې راواړوو، د اهل بیتو د فقې کې پکې څه خاص په لاس نه راځي او د هغوی ټوله فقه او حدیث د عبدالله بن عمر عایشې او ابوهریره په شان له نواصبو او اهل بیتو له دښمنانو اخستل شوي دي.
د هغوی په نزد نیم دین له عایشې، او د اهل سنتو د فقیه عبدالله بن عمر او داسلام له راویه ابوهریره شیخ مضیره ، او د جنګ له ازادو شویو او هغوی له بچیانو، یعنې دخدای په دین کې له بدعت ګذارو او پردیو اخستل شوی دی.
د دې دلیل دا دی چې اهل سنت والجماعت په دې نامه نه وو موجود، بلکه هغوی د اهل بیتو دمخالفانو یوه ډله وه چې د سقیفې له ورځې یې یو بل پیدا کړل او له یو بل سره یې ساز باز وکړ چې خلافت له اهل بیتو واخلي او هغوی داسلامي امت له سیاسي ډګره لیرې کړي.
د اهل سنت والجماعت فرقه د شیعه په وړاندې د غبرګون په توګه جوړه شوه هغه شیعه چې د اهل بیتو شاته ولاړ وو، او هغوی ته یې پناه وړې وه او د قرآن او سنت په پیروۍ یې دهغوي پیروي غوره کړې وه.
بیعي ده چې د حق مخالفان د امت اکثریت ولري په تیره بیا له هغو جنګونو او فتنو وروسته چې وشوې، هغوی اکثریت لاسته راوړی و،اوله دې ورتیر،اهل بیت یوازې څلور کاله وتوانیدل حکومت وکړي چې هغه هم دامام علي په زمانه کې وو او په دغه دوران کې یې هغه حضرت په خونړیو جنګونو مشغول کړ.
خو اهل سنت والجماعت، یعنې د اهل بیتو دښمنانو په سلګونو کلونه حکومت وکړ او دهغوی واکمني له ختیځه تر لویدیځه خپره شوه او په هر ځای کې حکومت او واک او سره اوسپین زر له هغوي سره وو او اهل سنت والجماعت غلبه لرله ځکه چې حکومت یې په لاس کې و شیعه داهل بیتو په مشرۍ تل وځپل شول او ظلم ځپلي وو او بلکه کډوال او قتل عام شول.
مونږ نه غواړو په دې موضوع کې خبره اوږده کړو او د اهل سنت والجماعت له رازونو پرده پورته کړو چې څرنګه یې له پيغمبر)ص( سره مخالفت وکړ او دهغه په میراث کې یې دهغه د وصیت – چې د هدایت ضامن او له ګمراهۍ ساتونکی و – خیال ونه ساته، خو شیعیانو د پيغمبر)ص( وصیت واوریده او د هغه حضرت )ص( په پاکې کورنۍ پورې یې اقتدا وکړه او هر ډول غم او سختي یې دهغې په خاطر وزغمله.
حقیقت دا دی چې له یو بل سره له اهل سنت والجماعت دا نافرماني او مخالفت او د قرآن او سنت یعنې ثقلینو په زمینه کې دشیعیانو لخوادا منل او خوشنودي د هماغه زیارت له ورځې چې پيغمبر)ص( خپله وروستي ناروغي تیروله روښانه شوه. په دغه وخت کې وه چې پيغمبر)ص( له خپلو اصحابو وغوښتل چې د ګډې د نل قلم ورته راوړي چې یوه لیکنه ورته ولیکي چې هغوی له ګمراهۍ وساتي، عمر هغه خطرناک دریځ غوره کړ او حاضر نه شو چې د پيغمبر)ص( امر ومني اوادعا یې وکړه چې د خدای کتاب زمونږ لپاره کافي دی او دپیغمبر کورنۍ ته کومه اړتیا نیشته!! ته وا پیغبمر فرمایی چې: ثقلین )قران او سنت( راټینګ کړئ او عمر یې نه مني او وایی: یوازې یو ثقل غواړو او هغه هم قرآن دی او بل ثقل ته ضرورت نه لرو او دا دقیقا د «حسبنا کتاب الله» معنا ده چې عمر وویل.
عمر په دغه ځای کې د اهل سنتو د دریځ استازی دی؛ ځکه چې قریش چې د ابوبکر عثمان، عبدالرحمن بن عوف، ابی عبیده، خالد بن ولید او طلحه په وجود کې خلاصه کیدل ټولو د عمر له دریځه ملاتړ وکړ ابن عباس وویل: ځینو هماغه د عمر د خبرې تایید وکړ او ځینو وویل چې یو څه راوړئ چې پيغمبر)ص( خپل لیک ولیکي.
څرګنده ده چې علی او شیعیانو یې په هغه ورځ د پيغمبر)ص( په وصیت چې که څه هم ونه لیکل شو عمل وکړ، او قرآن اوسنت یې یو ځای قبول کړل. او د شیعه د ښمنانو حتی په قرآن هم – چې په اوله کې یې ومانه خو کله چې قدرت ته ورسیدل – دهغه په احکامو یې عمل ونه کړ.
او خپل نظریات یې واخستل او دخدای کتاب او سنت یې شاته پریښودل.