6:05:18 په تیره برخه کې مو په۱۹۷۹م کال کې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب په مهال په اسلامي هیوادونو د لویدیځ استعما رسلطې او د اسلامي نړۍ وضعیت ته اشاره وکړه .
ه دې زمینه کې مو وویل په ایران کې د اسلامي انقلاب بریالیتوب د نړۍ په مسلمانانو کې د سیاسي پوهې او اسلامي ویښتیا څپه پراخه کړه .
مدغه راز د اسلامي انقلاب په بڼه موندنه کې مو هغه وخت د ایران په ټولنه کې بې وزلۍ ، توکمپالنې ، پوځي توب او د باچا رژیم اقتصادي پیلتیاته اشاره وشوه . اوس ددغه غورځنګ د پیل نورو عواملو یعنې دیکتاتورۍ ، پیلتیا او د پهلوي رژیم لخوا دبشري حقوقو خلاف ورزۍ په اړه وغږیدو .
هلوي رژيم په دوو بمسټونو ولاړ وو یو په بهر پورې پیلتیا او بل هم په هیوادکښې دننه دیکتاتوري او د خلکو ځپنه د پهلوي رژیم د لړۍ بنسټګر رضاخان یو بې تدبیره ، زیږ او ځان منمه کس ؤ . د هغه د حکومت په شپاړسو کلونو کې د ایران خلک سخت وځپل شول او په هیواد مطلقه ساډوبې واکمنه وه . د رضا خان زوي محمد رضا پهلوي که څه هم لومړی ونه توانیده د خپل پلار په څیر په ایران د ساډوبۍ فضا واکمنه کړي ، خو په ایران کې د تیلو د ملې کیدو د غورځنګ پرضد په ۱۹۵۳ م کال کې د بریتانیا او امریکا له کودتا وروسته محمد رضا هم د ایران د ولس د اساسي حقوقو خلاف ورزۍ او ځپنه پیل کړه . په حقیقت کې څومره چې د باچا د ظالم حکومت وروستیو کلونو ته نږدې کیږو هومره د خلکو پر ضد تاوتریخوالې او ساډوبۍ هم زیاتیږي .
ساواک په نامه د باچا رژیم د استخباراتو اداره یو داسي ارګان ؤ چې د خلکو د نیونې ، شکنجې او ځپنې مسئولیت یې په غاړه درلوده . ددغه ادارې ماموران د امریکا د جاسوسي ادارې د سي آي ای او د صهیونست رژیم د جاسوسي اداري موساد لخوا وروزل شول . هغوئ له دغو جاسوسي ادارو د بندیانو د شکنجې او ځورونې نوي رودې زده کولي . د باچا رژیم په بندونو کې ددغه رژیم په زرګونو مخالف او مبارزان شکنجه او ځورول کیدل او کله نا کله خو به تر شکنجو لاندې مړه شول . البته د باچا په حکومت کې یوازې په چریکې اوسیاسي فعالیتونو پورې بند او شکنجه محدوده نه وه بلکې حتی اعتراضي وینا او یا هم د پهلوي رژيم د یوه مخالف د کتاب لوستل هم بندوو او پلمه به ګرځول کیدله څو یو کس ونیول او شکنجه کړاي شي .
ه ایران کښې دشاه د واکمنۍ په وخت د ساډوبۍ او ظلم په هکله د پام وړ یو بل ټکی له دغه دیکتاتور حکومته د لویدیځو حکومتونو په تیره بیا د امریکا هراړخیز ملاتړ وو .
ویدیځ حکومتونه تل له ازادۍ ، دیموکراسۍ او بشري حقوقو د ملاتړ ادعاګانې کوي ، خو له اسلامي انقلابه مخکې د ایران د ولس یو اساسي او طبیعي حق هم نه رعایت کیدلو او سخت ځپل کیدل . سره له دې د واشنګټن واکمنانو څو ځله د باچا له دیکتاتور رژيمه ملاتړ اعلان کړی ؤ . د امریکا پخواني ولسمشر جیمې کارتر چې ادعا یې کوله چې د نړۍ په هیوادونو کې بشري حقوق او دیموکراسي پراخويل غواړي ، خو په ۱۹۷۹ م کال کې یې ایران ته د سفر په وخت شاه ته وویل ایران د نړۍ په نا ارامه سیمې کې د یوباثباته ټاپو په څیر دی . دا هغه غوره ستاینه ده چې چې له تاسو او ستاسو له مشرانو ، درناوی ، ستاینه او عشق چې خلک یې له تا سره کوي وکړل شي .
اچا سره له دې چې اساسي قانون یې د خپل قدرت د زیاتولو لپاره بدل کړی ؤ ، حتی دغه قانون ته هم پایبنده نه وو . همدغه راز په باچا پورې تړوو له دوو ګوندونو پرته بل ګوند د فعالیت اجازه نه درلوده . دغه دوه ګوندونه په ۱۹۷۵ م کال کې ړنګ او د باچا په مشرۍ رستا خیز ګوند جوړ کړاي شو او ایرانیان پکې غړیتوب ته مجبوره شول . دا په داسي حال کې وه چې د ایران پارلمان هم یو فرمایشي پارلمان ګرځیدلی وو او یوازې هغه کسان به یې غړي کیدل چې حکومت به تائید کړي ؤ . په ټول کې په هیواد د باچا اراده واکمنه وه او د ایران په ټولنه کې انتخابات ، ګوندونه او مطبوعات ازاد نه ؤ او هر مخالف اواز به به لومړیو ځپل کیده .
اچا د ۱۹۷۳ م کال په اکتوبر کې د ایتالیا له خبریال اوریانا فلاچې سره په مرکه کې په یوه اعتراف کې په جوته وویل زه پوره خبر یم هغه چې باچا باید د هغه څه ځواب ویلو ته اړ نه وي چې څه وایې او څه کوي نو ارو مرو به یوازې پاتې شي . ددغه مرکې په دوام کې باچا په سپین سترګې توب سره ادعا وکړه چې هغه ته وحې کیږي او له الهي ملاتړه برخمن دی . د ایران د ولس د ستر انقلاب یو بل علت د ایران د مسلمانو خلکو په دینې باورونو او عقیدو د پهلوي حکومت کلتوري یرغل ؤ . د ایران اته نوي فیصده خلک مسلمان دي او ژورې مذهبې او دینې عقیدي او احساسات لري . په همدې دلیل د اسلام په سپیڅلي دین د پهلوي رژيم هراړخیزه یرغل د خلکو له پراخو نیوکو او اعتراضونو سره مخ شو . پهلوي رژيم ددغه رژيم د جوړیدو له لومړیو د خلکو دینې باورونو او عقیدو ته سپکاوی او د ديني دندو له ترسره کولو مخه نیوی پیل کړ .
ویلو ده چې د لومړې پهلوي په حکومت کې د امام حسین (ع) لپاره د ویر په دستورو بندیز لګیدلی ؤ او حتی د ښځو په اسلامي ستر هم بندیز لګول شوی ؤ . البته د ایران مسلمانو خلکو د اسلام د مبین دین ددغو مخالفو اقداماتو په مقابل کې چې له لویدیځ سیکولریزم څخه یې سرچینه اخیسته مقاومت کاوه . د باچا رژيم په وخت دایران د خلکو له دینې باورونو او کلتورونو سره د اساسي مبارزې لپاره د باچا رژیم د تبلیغاتې دستګاؤ او رسندویو له لارې د لویدیځ پال او لرغون پال دوه بهیرونه دود او پیاوړي کیدل .
اچا له شخصیتی نظره لویدیځ پال او د لویدیځ لیواله ؤ او هڅه یې کوله د لویدیځ مادي کلتور د ایران په ټولنه وتپي . دا په داسي حال کې وو چې ایران له لویدیځ سره بشپړه توپیري کلتور او لرغونی تمدن لري . هغه وخت په رسندویو کې په بیلا بیلو رودو سره په ټولنه او ښوونیزو مرکزونو کې لویدیځ کلتور تبلیع کیده . البته هغه څه چې په پهلوي د تبلیغاتي رژیم پورې د اړونده دستګاه له لارۍ د لویدیځ کلتوره په اړه تبلیغ کیدل بې دینې ، د دودونو ، د ځائې کلتور نفې کول او بې بند وبارې وه .
یو فرانسوی اسلام پیژاندی یان ریچارډ له اسلامي انقلابه مخکې له لویدیځ سره د ایران د خلکو د مخالفت په اړه لیکې : له ۱۹۶۰ لسیزې وروسته د پهلوي حکومت لویدیځ پالنې او د خلکو خپګان ته په پام سره په درستو زمینو کې د پهلوي رژيم له لویدیځ پالو سیاستونو سره ضدیت د ایران د مسلمانو خلکو تفکر ته لاره موندلي او په ایرانیانو کې کلتوري هویت ته دستنیدلو مسله په لومړیتوب کې راغله .
ه بل پلوه باچا رژيم په قصدي ډول له اسلامه په مخکې پړاوو کې د ایران تاریخ دودؤ او هڅه یې کوله له هغه د خپلو ګټو او اسلام د کمزورتیا لپاره استفاده وکړي . هغه د ایران د پخوانیو باچاهانو د ویاړونو په مطرحولو سره نیت درلوده ځان د هغوئ د امپراطورۍ وارث او ځاې ناستی معرفي کړي . باچا په دې لړ کې په ایران کې د دوه زره او پینځه سوه کلن جشنونه په ۱۹۷۱ م کال کې د نړۍ باچاهانو ، ولسمشرانو او نورو چارواکو ته په بلنې سره ترسره کړل چې د ایران د ملت لپاره یې ډیر درانه لګښتونه درلودل .
ا په داسي حال کې وو چې د ایران د ټولنې کمزورې پرګنې له بې وزلۍ او تنګڅې سره لاس او ګریوان وه . هغه حتی په ۱۹۷۶ م کال کې د ایرانیانو نیټه چې مبدا یې د اسلام د ګران پیغمبر هجرت وه شاهنشاهي نیټې ته بدله کړه څو په خپل ګومان له پخوانې ویاړمن اسلامي تاریخ سره د ایران د ملت تاریخي تړاو غوڅ کړي .
هلوي رژيم دا ګومان کاوه د لویدیځ کلتور د دودولواو دایران د لرغونې تاریخ د کارولو له لارې د ایران د ملت دیني اعتقادات تر اغیزو لاندي راوستلاي او سوکه سوکه د هغوئ اسلامي هویت او ایمان کمزوري کولاي شي .
غه همدغه راز له روحانیت په تیره بیا د امام خمیني (رح ) په څیر له خپلو مخالفو عالمانو سره سخت چلند وکړ او هغوئ یې بندي او جلاوطن کول . خو د باچا د ګومان په اپوټه د هغه د اسلام غلیمانه اقداماتو د پهلوي رژيم په اړه د خلکو غوسه زیاته کړه او هغوئ په اسلامي ګروهنې سره روحانیت ، اسلام او ټولنو ته وروکاږل . په دغه حساس موقعیت کې د ایران ملت له تاریخې او نړیوالو شرایطو په سم درک سره هڅه وکړه له پهلوي دیکتاتور رژيمه وژغورل شي او د ایران له ټاټوبې د بهرنیو تیریګرو لاسونه لنډ کړي .
ایران ملت د مبارزې په ټیټو او هسکو په ډکه لاره کې د امام خمیني (رح)په څیر له وتلی مشرتابه الهام اخیسته چې ایمانداره مبارز میړنی او وخت پیژاندی ؤ .
ایران خلکو له دغه ډول رهبرۍ په پیروۍ سره د مبارزې سختې او خطرناکې لارې په یوه بل پسې ووهلي څو یې سوکه سوکه د بریالیتوب افق ولیده .
ه اسلامي انقلاب سره درې لسیزې دریمه برخه
ednesday, 05 November 2008
9:44:52 په تیرو دوو پروګرامونو کې مو د ایران د اسلامي انقلاب د ځینو علتونو او مهمو زمینو په هکله خبرې وکړي .
ه زیاترو انقلابونو کې اقتصادي ، سیاسي ، ټولنیزې او کلتوري انګیزې ډیر رول لر لی او د خلکو د پاڅون لپاره زمینې برابروي او کله اقصتادي او د ژوند مسئلې او محرومیتونه هم د خاکو د پاڅون سبب کیږي ، او په ځینو موردونو کې سیاسي او اجتماعي ستونزې هم د غورځنګونو د بڼه موندنې زمینه برابروي .
ایران په اسلامي انقلاب کې د اقتصادي ، داخلي استبداد ، په لویدیځ پورې د باچا رژیم د پیلتیا او دټولنیزو او کلتورې ناخوالو په شمول مسئلې دخلکو د پاڅون سبب شوي .
و هغه څه چې دغه غورځنګ یې بریالی کړ او په نورو انقلابونوکې یې غوره کړ ددغه انقلاب اسلامي هویت دی . دغې ځانګړتیا ، د خلکو له پراخ ګډون او د امام خمیني (رح) له مدبرانه او پریکنده رهبرۍ سره یو ځاي د ایران د اسلامي انقلاب په بڼه خپلولو ، بشپړتیا او بریالیتوب کې ډیر مهم رول درلوده . په همدې دلیل شناندو اسلام ، خلک او رهبري ددغه انقلاب دري اصلي رکنونه بللي دي .
پیغمبر اکرم (ص) له هجرته وروسته په دوهمه لسیزه کې ایران د اسلامي نړۍ برخه وګرځیدهء . په حقیقت کې هغه مهال چې ایرانیان د اسلام له لوړو ارزښتونو سره بلد شول ، نو دغه آسماني دین یې په پراخې غیږي سره ومانه . له هماغه وخت راهیسې ایرانیانو ددغه ستر الهي دین له باورونو او تعلیماتو په دفاع او د اسلامي علومو په پراختیا کې د نورو ملتونو په پرتله رغنده رول ولوباوه . په همدې اساس د ایران د اسلامي انقلاب د پیښیدا یو دلیل د خلکو له دیني باورونو سره د پهلوي رژيم مقابله وه .
ه اسلام د ایران د خلکو عقیده او ایمان نه یوازې د باچا رژیم د نسکوریدو لامل شو ، بلکې دیوه اسلامي نظام د جوړیدو سریزې یې هم برابري کړي . ځکه چې د ایران مسلمانو خلکو یوازې له حکومت څخه د باچا او د هغه د کورنۍ د لیري کیدو غوښتنه نه کوله بلکې هغوئ په درستو حکومتي او ټولنیزو ارګانونو د اسلامي قوانینو او ارزښتونو په واکمنولو پسې ؤ .
ه ظلم ، استبداد او بې عدالتۍ سره د مبارزې ، په خپل برخلیک د پردیو د سلطې د نه منلو په څیر د اسلام رغنده تعالیم په ستر اسلامي انقلاب کې د ایران د ولس خوځنده ځواک ؤ .
ایران یو وتلی متفکر آیت الله شهید مرتضی مطهري د ایران د ملت د پرتمین غورځنګ د اسلاميت یو دلیل ددغه انقلاب په مشرۍ کې د امام خمیني (رح ) په څیر دیوه اسلام پیژاندې او مبارز روحاني شتون بولي .
ه اصولي توګه په هره مبارزه او انقلاب کې رهبري ډیر اغیزمن رول لري . داسي ډیر غورځنګونه او پاڅونونه شته چې د خلکو د تيت پرکوالې او کمزورتیا او یا ورسره د مشرانو د خیانت په وجه یې ماتې خوړلي ده اویا په خوځښت کې پاتي راغلي دي
امام خمیني (رح) په څیر د ولس یوه ملاتړې او توانمن او پوهه شتون د ایران د اسلامي انقلاب دپیاوړتیا یو ټکی دی .
هید مطهري وایې : امام خمیني چې د غورځنګ مشري په غاړه درلوده د بریالیتوب راز دا ؤ چې د میړانې ، ریښتونولۍ ، پریکندوالې او روڼ اندۍ په څیر پر هغو شخصي خصوصیاتو سربیره چې درلودل مبارزه یې د اسلامي مفاهیمو په چوکاټ کې پرمخ بوتله . له امام خمیني سره د خلکو د زړه له تله مینه او روحي پیوستون له هغوئ سره د خلکو پیاوړی بیعت ددې لامل شو چې د باچا د قدرتمن حکومت پر ضد دغه ډول یو ستر انقلاب نسبتاً په لنډ وخت کې بریالی شي .
امام خمیني (رح) یو کم ساری انسان ؤ چې په وجود کې یې ډول ډول وړتیاوو ورایښت موندلی دی . امام د مسلمانانو د تقلید مرجع ، وخت پیژاندی او وتلی فقیه ؤ . هغه کلونه کلونه په علمیه حوزو کې له وتلیو استاذانو اسلامي معارف په تخصصي سویه زده کړل او د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې یې د باچا له رژیم سره مبارزه پیل کړه او د ایران یو میړنی روحاني مبارز بلل کیده .
ر دې سربیره امام خمیني نور اغیزمن او رغنده صفتونه هم درلودل چې هغه یې د ایران د خلکو لپاره یو محبوب رهبر وګرځاوه .
مام خمیني (رح) له پیغمبر او اهل بیتو ډیر ښه زده کړي وو چې له ظلم او ستم سره په مبارزه او د حق په بیانولو کې میړنی وي او له هیڅ قدرت څخه و نه ویریږي . له پهلوي رژيم سره په مبارزه کې د امام خمیني میړانه هغه هم په داسی وخت کې چې باچا د قدرت په اوج کې ؤ د دښمن او دوست لخوا ستایل کیدله او همدغې میړانې د انقلاب د بیلا بیلو پړاوونو په پرمخ بیولو کې مهم رول درلوده .
امام خمیني (رح) د مشرتابه یوه بله ځانګړنه د عمل په میدان کې یې اخلاص ؤ . امام خمیني (رح)یوازې د خدای او د ایران د ملت د ژغورلو لپاره پاڅیده او د مبارزې په اوږدو کې یې څو ځله خپل ښه نیت او اخلاص وښودهء . او ثابته یې کړه چې په مقام ، موقعیت او شتمنۍ پسې نه دی .
ه حقیقت کې د ایران او نړۍد نورو ملتونو په نزد د امام خمینی د محبوبیت یو عامل د هغوئ پاکي او خلوص ؤ . هغوئ همدغه راز یو باتدبیره اوډیر پوهه کس ؤ او د مبارزې په درنو پيښو کې هیڅکله لړزانه نه شو او خورا غوره حل لاره یې خپلوله ، پر دې سربیره له کورنیو او نړیوالو بهیرونو او پیښو د امام خمینی خبرتیا ، په پریکړو کې د هغوئ له ځیرتیا سره مرسته کوله، سر له دې چې هغوئ په ترکیې او عراق کې کابو پینځلس کاله د جلاوطنۍ ژوند کاوه . خو په ایران کې یې دننه د مبارزو ډلو او خلکو او حکومت د وضعیت په اړه بشپړ او روښانه معلومات درلودل . حضرت امام خمیني (رح ) نړیوال بدلونونه په تیره بیا د مینځني ختيځ بدلونونه ، د فلسطین مسئله او د صهیونست رژیم تیرې تعقیبول او په سیمه کښې یې د صهیونستانو او امریکایانو د سلطې غواړو د پایلو په باب اسلامي نړۍ ته خبرداري ورکول .
مام خمیني (رح) د اوسمهاله نړۍ د زیاتروساستوالانو د دود په اپوټه ډیر ساده ژوند درلوده . د هغوئ د کور ساده توب اوس هم ډیر بهرنی سیاستوالان او لیدونکي حیرانه کوي . هغوئ باور نه شي کولاي چې امام خمینی (رح) دې په دومره عظمت او محبوبیت سره په یوه داسې واړه او ساده کور کې ژوند کړي وي . په عین حال کې امام خمیني (رح) په خلکو ډیر مهربانه او د هغوئ په وړاندې متواضع او خاکساره ؤ او فرمایل به یې :
ه ماته خدمتګار ووائي تر دې به غوره وي چې رعبر ووائي .
امام خمیني یو ژوندی زړه لرونکی او خداي پلټونکی عارف ؤ . د هغوئ عرفاني شعرونو چې له وفات وروسته یې خپاره شول وښودله چې امام بزرګوار یوازې سیاستوال او حکومتوال نه ؤ ، بلکې یو عرفاني او لطیف روح یې هم درلوده .
اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام خمیني (رح) په هکله فرمایي :
و کس د پیغمبر له زو ذاده د هغه مبارک په رودې په معجزه ناک لاس او د سمندر هومره په پراخ او ژور زړه سره د سترګې په لار او غوره ولس تر مینځ د رحمت د نښې په څیر نازل شو او هغوئ یې د حقه قدرت د پرښتو په وزرو کښینول او د عظمت او عزت تر عرشه پورې یې لوړ کړل .
ایران مسلمانو خلکو د خپل ستر او اسلامي پاڅون لپاره دغه ډول یو صالح او غوره مشر وټاکه . په تیره بیا دا چې پخوایې هم د پردیو استعمارګرانو او د باچا له استبداد سره په چلند کې د امام خمیني (رح) پریکنده توب ، پوهه ، تدبیر ، موقعیت پیژندنه او میړانه لیدلي وه .
امام خمیني (رح)له پهلوي رژیم سره په ډاګه مبارزه له ۱۹۶۱ کاله پيل کړه . هغه مهال د امام بزرګوار اشوا کوونکې ویناوي او دریځونو د اسلامي انقلاب لوړمنی څپرکی څرګند او د ایران په ټولنه کې یې د خبرتیا مشال روښانه کړ . باچا رژیم چې ددغه وضعیت دوام یې په خپل زیان لیده نو حضرت امام خمیني (رح) یې په ۱۹۶۳ کال کې ترکي او ورپسي عراق ته جلاوطن کړ . خو امام بزرګوار په دغه حساس وخت کښې د الله تعالی او خلکو په وړاندې د مسئولیت احساس کاوه ، په ټولنه کې یې د خبرتیا او روڼ اندي تخم وشینده او په جدیت او هڅو سره یې د ژورې او پراخي مبارزې بنسټ کیښوده .