ه عاشورا ترانقلابه لومړۍ برخه
په ۱۹۷۹ کال کې داسلامي انقلاب بریالیتوب دډيرو نظر خاوندانوپه باور یوه ځانګړې پیښه وه په لویدځ کې دسیاسي علومو دکارپوهانو په اند درنسانس له غورځنګ راهیسې دین په سیاسي او ټولنیز ډګر کې خپل کارندوالی له لاسه ورکړی ؤ او لږ وکسانو دا تصور کاوه چې یو ستر انقلاب په دینې ماهیت سره په یوه هیواد کې بڼه خپله کړي خو اسلامي انقلاب له ااصیل اسلامي کلتور په تیره بیا له حسیني پاڅون څخه په بیلګه اخیستو سره پهلوي رژیم نسکور کړ .
ښايي له تهران راډيو تاسو داسلامي انقلاب په هکله بیلابیل مطالب او پروګرامو نه اور یدلي وي خو دا ځل مو نیت کړی دی په څو پروګرامونوکې په اسلامي انقلاب د عاشورا دپاڅو ن داغیزوپه هکله خبرې وکړو په دې لړ کې غوره ده په یوشپیتم هجري کال کې دعاشورا تاریخي پاڅون ته یوه ځغلنده کتنه وکړو او ددې مهمې اسلامي پیښې دمهمو شعارونو او موخو یوانځور درته وړاندې کړو دغه راز هڅه کوو له ۱۹۶۳ تر۱۹۷۹ کاله پورې داسلامي انقلاب پر مهمو پیښو رڼآ اچوو بیا به اصلی بحث یعنې ددغو دو غورځنګونو پر انګیزو او موخو او دهغو رامنځته کیدادټولینزو او سیاسي شرایطو په اړه خبرې وکړو او دعاشورا او اسلامي انقلاب ګډ ټکی به وسپړو او هغو مسلو ته به اشاره وکړو چې اسلامي انقلاب پکې له عاشواريي غورځنګه اغیز منلی دی زمونو هدف به دا وي چې ثابته کړو اسلامي انقلاب د رسول ا.. مبارک دکورنۍ دسیرت او دغه راز دعاشوار له غورځنګه په اغیز منلو سره بریالی شوی دی هیله ده دغه ټولګه ستاسو داستفادې وړ وګرځي او ترپایه دغه لړ ۍ تعقیب کړئ .
قدرمنو اوریدونکو ددې لپاره چې ددغه پروګرامونو په ټولې محتوا ډير ښه پوه شئ غوره ده ترهر څه وړاندې داسلامي انقلاب له اصطلاحاتو یو روښانه تعریف وړاندې کړو په سیاسي ادبیاتو کې دیوې ټولنې په ټولنیزو ، سیاسي او اقتصادي جوړښتونو کې دبدلونو او اوښتون لپاره راز راز کلمې او اصطلاحات وضع شوي دي چې هر یوپه خپل ځاي کې دحکومتونو او ټولنیز نظام د بدلون ډولونه تداعي کوي .
قیام ، غورځنګ ،اصلاح ، کودتاه ، او انقلاب ټکي هریو په سیاسي ، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې دتغیر او بدلون بیل حالتونه تداعي کوي په ټول کې ګډ ټکی پکې دا دی چې دټولو معني په یوډول بدلون او اوښتون دی خو ځینې اساسي او حتي متضاد توپيرونه شته چې دغه ښکارندې له یوه بله بیلوي . په دې ډول چې باید هره کلمه په جلا توګه وڅیړل شي او په معني ېې فکر وشي.
و په سر کې به دقیام یا Revolt په کلمې خبرې وکړو :
قیام دیوې ټولنې په یوې پرګنې یا بیلابیلو پرګنو کې دواکمن نظام په خلاف دخپګان څپه ده چې پکې یو ناڅاپي سیلاب رامنځته کیږي په نتیجې کې ېې دټولنې په سیاسي جوړښتونو ، مدیریت ، سیاستونواو پروګرامونوکې دبدلون سبب کیږي خو ټولنیز او سیاسي مسلط ارزښتونه او جوړښتونه پکې نه بدلیږي ځکه چې هدف ېې یوازې داسې بدلون دی چې ځاي ناستی ورته په نظر کې نه لري .
که څه هم په یوټولنیز پاڅون کې دخلکو بسیج موجو د وي خو د سیاسي او ټولنیزو جوړښتونو دبدلون لپاره ځانګړي پروګرامونه نه لري په دې ډول ویلاي شو چې دانقلاب او پاڅون اساسي توپیر په ایډیالوجۍ ،معنا او تاریخي موقیعت کې دی دانقلاب په اپوټه دټولنیز پاڅون هدف دیوې ټولنې اجتماعي او سیاسي بیا رغاونه او تخریب نه دی بلکه په غیرمستقیمه توګه پر ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو ا غیز کوي اوپه اساس کې پرموجود وضیعت تاو تریخجن اعتراض دی .
وسله واله بلوا (Rebellion ) :
Rebellion دیوه حکومت په وړاندې پلان شوې او منظمه وسله واله بلوا ده اویا دیوه مسلط قدرت اوحکو مت په وړاندې پراخ مقاومت دی چې نه کامیابه کیږي اوبالاخره ماته خوري .
د Rebellion او ا نقلاب ترمنځ تر ټولو مهم توپیر همدا دی چې بلوا نه کامیابه کیږي . Insurrectionهم په اصطلاح کې په همدې معنی دی خو دا دیوه هیواد یا حکو مت دچارواکوپه خلاف وسله وال اوپلان شوي پاڅون ته وايی.
بلوا :( Insurgency ):
یوې موسسې یا جوړښت لکه حکومت په خلاف بلوایا طغیان دی چې منظم جنګ نه وي او دیوه کورني جنګ حد ته هم نه وي رسیدلاي. دغه اصطلاح ډير ځله دیوه واکمن په خلاف ناکامه پاڅون ته اشاره کوي او دRebellionپه پرتله لږ نظم او پراخوالی لري .
کودتا coup d Etat :
فرانسوي اصطلاح ده چې یوحکومت پکې په غیر قانوني توګه او په زور نسکوره کیږي اوکودتاه دهغو کسانوله لوري ترسره کیږي چې په حکومت کې برخه لري.په بله وینا کودتا دیوې واکمنې پرګنې پاڅون دی دواکمن لوري دبلې پرګنې پر خلاف چې قدرت ترلاسه کړي . له کودتاسره دانقلاب توپير په دې کې دی چې کودتا له پاسه یعنې دواکمنې پرګنې دیوې برخې له لوري کیږي او دې ته پام نه کوي چې په خلکو کې دمنلو دي که نه خو انقلاب دخلکو شتون او ګډون ته اړتیا لري. دانقلاب موخه په سیاسي،ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونو کې بدلون دی په داسې حال کې چې دکودتا هدف بې له واسطې دقدرت ترلاسه کول دي ځینې وخت کودتا له وینې بهیدا پرته ترسره کیږي چې دغه حالت ته سپینه کودتا وايي .
په دریمه نړۍ کې ځینې وخت دانقلابي افسرانو له لوري یوډول خاصه کودتا کیږي چې موخه ېې په هیوادکې بدلون وي اومعمولاً دانقلاب نوم پرې کیښودل کیږي .
اصلاح reform :
Reform دیوې ټولنې په ټولنیزو ،اقتصادي او سیاسي اړخونوکې دبدلون او اصلاح لپاره اقدام دی چې پکې اساسي تغییر نه راځي خو معمولاً داصلاحي اقداماتواصلي دلیل دانقلابي غورځنګونو مخنیوی دی .
غورځڼګ movement :
دغه ټکی دحرکت ،غورځنګ او خوځیداپه معنی دی او معمولاً یوه سیاسي اوټولنیز هدف ته رسیدا لپاره منظم او دوامداره حرکت دی . دغه حرکتونه او هلې ځلې په بیلابیلو ډولونواو معمولاًپه فکر ي ، هنري ،ټولنیز او کولتوري بڼو څرګنیديږي او بیا یا انقلابي بڼه خپلوي یا داچې اصلاحي یا محافظه کار اړخ پیدا کوي .
غورځنګونه ښايي خپلواکي غوښتونکي وي چې له پردیودیوې ټولنې د خپلواکۍ لپاره بڼه خپلوي یا داچې بیلتون غواړي وي چې یه یوې ټولنې یا هیواد کې دیوې برخې دبیلتون لپاره غورځنګونه جوړوي چې په دواړو ډولونوکې غورځنګ له انقلاب سره توپيرکوي ځکه چې په دغو دواړو ډولونوکې په ارزښتونو او ټولنیزو جوړښتونوکې بدلون نه رامنځته کیږي.
انقلاب (revolution ) :
د revolution کلمه په پيل کې دستورپيژندنې یوه ا صطلاح وه چې دستورو قانونمند اوپه عین حال کې منظم حرکت ته ویل کیدل خوپښتوکې غوره ټکی ورته اوښتون دی .
په ټولنیز اوانسانئ ډګرکې انقلاب په دو معنی کارول کیږي .یو دچټک او بنسټیز بدلون په معنی دی چې په ټولنه کې دبدلون لپاره دخلکو دعمومي پاڅون په معنی بلل شوی او په دې ډول یو سیاسي ، حقوقي ، اواقتصادي نظام خپل ځاي یو بل نظام ته ورکوي او بله معنی ېې غیر سیاسی او ریشه ای بدلون دی چې غړنده او له تاوتریخوالي پرته ترسره کیږي لکه علمي انقلاب ، صنعتي انقلاب ، اوفرهنګي انقلاب .ددې لپاره چې دانقالاب او کودتاپه توپیرونو ښه پوه شو په دې اړه مو دافغانستان له تکړه دیني عالم آیت الله سیدمحمودهاشمي ارزګاني څخه پوښتنه کړې:
دکودتاه او انقلاب ترمنځ توپير څه شی دی ځکه چې په ورستیو کلونو کې له پخوانی شوروي په خپلواکه شویو ځینو هیوادونوکې نارنجي انقلابونه هم وشول دغه انقلابونه تاسو په کوم کتار کې راولئ؟هغوي په ځوا بې کې وویل :
ټولو مسلمانانو په تیره بیا ستاسوقدرمنو اوریدونکو ته داسلام په ټولو تعالیمو د تو فیق کولو په هیلې سره باید ووایم چې له نورو انقلابونو او کو دتاوو سره داسلامي انقلاب مهم توپیر دا ؤ چې په اکثرو انقلابونو او سیاسي بدلو نوکې چې په منځنۍ اسیا او نورو هیوادنوکې وشول یوازې کسان او دکار ظاهر ي بڼه بدله شوې ده اویوازې هغه شعارونه ورکړل شوي چې له اقتصادي او مادي پلوه خلکو ته مهم وو اوډیر توپیرونه خو ظاهري او سطحي وي خو په اسلامي انقلاب کې کله جې انقلاب وشو پردې سربیره چې نظام او شاهي رژیم ټول شو او په ځاي ېې ولسي اسلامي او متختب حکومت راغی له پخواني رژیم سره په توپيرکې ټول داخلي او بهرني سیاستونه ، اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتیژۍ او اودغه راز باورونه او خلاق بدل شول او له سره یو عمومي او کلي بدلون ر اغی دمثال په توګه زه غواړم دې خبرې ته اشاره وکړم چې کله دباچا رژیم دواک پرګدۍ ناست ؤ په لودیځ او امریکا پورې سخته پيلتیا موجوده وه او باچا له صهیونست رژیم سره ملګري او دهغه ملاتړی ؤ خو کله چې اسلامي انقلاب کامیابه شو دغه موضوع بیخي بدله شوه او اوس دصهیونست رژيم او امریکا ترټول سخت دښمن دایران اسلامي جمهوریت دی که دغه نظام له لودیځ سره پریکون وکړ له هغه سره ېې په یو وخت له نورو مادي قطبونو سره هم ملګرتیا ونه کړه مونږ ګور وچې ددغه نظام فکر ي او باوري ارزښتونه هم د دیني او اسلامي تعالیموپه اساس دي .
په دې ډول ویلاي شو چې نور انقلابونه په/ تیره بیا دغه رنګي انقلابونه په حقیقي معني کې انقلابونه نه شو بللی ځکه چې هغه عادي او برسیرن بدلونونه دي خو هغه څه چې په ایران کې وشول په تمامه معني کې یوبدلون ؤ له باورونو رانیولې تر کورني اواقتصادي سیاستونو پورې ټول پکې بدل شول
د انقلابونو او دهغو دنظریو په هکله به په بل پروګرام کې درسره خبرې وکړو ترهغه وخته اجازه غواړو بریالی اوسئ .
ه عاشورا ترانقلابه دوهمه برخه
onday, 05 January 2009
انقلاب او عاشورا له یوه بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو په تیر پروګرام کې مونږ دانقلاب او کودتا ه په توپیرونو خبرې وکړې نن به په ټول کې په اسلامي انقلاب لنډې خبرې وکړو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ
ددې لپاره چې دعاشورا دپاڅون او اسلامي انقلاب په ځانګړنو ښه پوه شو غوره ده لومړی په اسلامي انقلاب یوڅه خبرې وکړو :
د انقلاب دتحقق لپاره عیني او ذهني شرايې ضروري دي په عیني شرايطو کې په هیوادکې دعمومي بحران دشتون په شان مسلې او په ذهني شرایطوکې دانقلابي سازمانونو شتون اړین دی چې انقلاب هدایت کړاي شي دهر اصیل انقلاب په ځانګړنو کې له اعتراضیه مظاهرورانیولې تر اعتصاب او سوله اییزې نافرمانۍ پورې حالاتو ته اشاره کولاي شو پردې سربیره فعاله سیاسی ځواکونه باید بې عمله پاتې نه شي او خپل فعالیت پيل کړي .
په ۱۹۷۹ میلادی کال کې دایران داسلامي انقلاب بریالیتوب نړیوال له یوې نوې ښکارندې سره مخامخ کړل هغه ښکارنده چې دماهیت له پلوه خپلې موخې او منځ پانګه په هیڅ یوه سیاسی معیارکې نه ځایوي .
غه انقلاب چې د نولس سوه نهه اويايم کال په فرورۍ کې په اسلامي ايران کې راغى ډير معنوي او اسلامي ماهيت لري او له همدې امله ورته اسلامي انقلاب ويل شوى دى . په دې معنا چې دا غورځنګ د اسلامي ايډيالونو او تعليماتو پلي کول غواړي په هغو کې يو مهم هدف له ظلم او بې عدالتۍ سره مبارزه او د هغو کسانو ملاتړ دى چې د ظالمانو او سرکشانو په خلاف جنګيږي په قران کې داسې ايتونه شته چې خداي تعالي د ظالمانو غندنه کړې او انسانان يې له ظلم سره مقابلې ته بللي دي له همدې امله د ايران اسلامي انقلاب د راتللو له پيله د هغو مظلومانو او مستضعفانو چې تر ظلم او زياتي لاندې وو ملاتړ وکړ.
د ايران د اسلامي جمهوريت اساسي قانون چې د اسلامي انقلاب د ايډيالونوپه اساس جوړ شوى په ډاګه له مظلومو انسانانو ملاتړ اعلانوي د دغه قانون په يو سل دوه پنځوسم اصل کې د هر ډول سلطه پالنې اوسلطه مننې نفي د ټولو مسلمانانو د حقوقو دفاع او د سلطه ګرو قدرتونو په وړاندې نه تعهد د ايران د بهرني سياست اصول ګڼلې دي . همدا راز د اساسي قانون په يو سل څلور پنځوسم اصل کې لولو . د ايران اسلامي جمهوريت په ټوله ټولنه کې د انسان نيکمرغي خپل ايډيال ګڼي او خپلواکي ازادي او د حق او عدل حکومت د نړۍ د ټولو خلکو حق ګڼي په دې اساس د نور و په چارو کې له لاسوهنې له ډډه کولو سره سره د نړۍ په هره سيمه کې د مستکبرانو په وړاندې د مستضعفانو د حقه مبارزې ملاتړ کوي.
ګه څنګه چې د ايران له اساسي قانونه روښآنه ده ايران دپرديو او تيري ګرو په وړاندې د مسلمانو ولسونو ملاتړ د خپل بهرني سياست ستراتژيک لومړيتوب ګڼي د ايران انقلاب د اسلام معنوي او ظلم مخالفه څيره نړۍ ته وړاندي کړه او د نړۍ پتياليو ته يې وښودله چې د دغه ازادې غواړي دين د تعليماتو په پيروۍ سره د سترو قدرتونو د ظلم او زياتي په وړاندې په ښه توګه دريدلي شي . د ايران د اسلامي انقلاب دا روښانه پيغام د دغه انقلاب د کاميابۍ له پيله کارنده و ځکه چې په هغه وخت کې مارکسسټي ډلې د امريکا له امپرياليسم او په هغه پورې له تړلو مستبدو حکومتونو سره د مقابلې غوره وهله او ځينې اسلامي ډلې هم د دغو بهيرونو تر اغيز لاندې راغلې وې .
ايران ا سلامي انقلاب د مارکسسزم په نظريې د بطلان کرښۀ راکاږله په اسلامي اهدافو او مرام سره او د امام خميني په شان د يو عالم کس په مشرۍ د دغه انقلاب کاميابۍ وښودله چې اسلام له سرکشۍ او ظلم سره د مبارزې دين دى او د ولسونو د عزت او ازادۍ د تامين لپاره مناسبې لارې چارې لري . له دې وروسته په اسلامي غورځنګونو کې تازه ولوله پيدا شوه . مسلمانو ولسونو په ځان په باور او اعمتاد سره داسلام ازادي غواړو تعليماتو ته مخه کړه او په نورو قدرتونو له تکيې پرته له ظلم او استبداد سره مبازرې ته پاڅيدل .
ې له شکه د ايران اسلامي انقلاب د اسلامي نړۍ په ظلم ځپلو ولسونو کې
ر ټولو زيات د فلسطين دخلکو ملاتړ کوي . امام خميني د انقلاب د کاميابۍ له کلونه مخکې يعنې په نولس سوه اته څلويښتم کال کې د فلسطين د نيواک او د صهيونيسټ رژيم د جوړيدو په وخت د فلسطين له ولسه خپل ملاتړ اعلان کړى و . دوي فلسطين د اسلامي ټاټوبي برخه او صهيونست رژيم په منځني ختيځ کې يوه سرطاني دانه و ګڼله له همدې امله په نولس سوه نه اويايم کال کې د اسلامي انقلاب په کاميابۍ سره د فلسطين خلکو جشنونه جوړ کړل . او اسلامي ايران تر اوسه په مختلفو شکلونو د فلسطين دحقوقو دفاع کړې ده . د فلسطين په دوو انتفاضو کې هم ايران تل د فلسطينانو په څنګ کې ولاړ و او دهغو ي مظلوميت يې د نړيوالو غوږ ته ورساوه له همدې امله د ايران په اسلامي انقلاب او د فلسطين د ايډيال تر منيځ يو خاص پيوند او تړاوموجود دى .
افغانستان په معامله کې هم په دغه هيواد د سره پوځ د حملې له پيله د ايران اسلامي حکومت دغه حمله وغندله او د نيواکګرانو په خلاف يې د افغان مجاهدينو د مبارزو ننګه وکړه . دا په داسې شرايطو کې وو چې ځينو اسلام حکومتونو حتي د دغه نيواک له غندلو هم ډډه وکړه . همدا راز ايران د افغانستان د جنګ په دوو لسيزو کې په مليونونو افغانانو ته پناه ورکړه . د افغان مبارزانو له کاميابې او د سره پوځ له وتلو وروسته هم د ايران هڅه دا وه چې د افغانانو خپل منځي اختلافات هوار کړي همدا راز په افغانستان کې د طالبانو د ډلې په پيدا کيدو او د دغه هيواد د نيولو په مسله کې هم ايران هڅه وکړه چې دهغو افغانانو چې د طالبانو د تحجر او تاوتريخوالي له لاسه کړيدلي وو په زخمونو پټۍ کيږدي .
داسلامي انقلاب له بریالیتوب سره په یو وخت شوروي افغانستان ونیو چې ا فغانان هم په میړانه وجنګیدل او خپل هیواد ېې آزاد کړ خو له خپلواکۍ وروسته تاو تریخوالی رامنځته شو او مجاهدینو یو خپلواکه حکومت جوړ نه شوخو دا چې ولې ا فغانان وتوانیدل په پوځي برخه کې دنړۍ یو مذبوت پوځ مات کړي خوپه کلتوري برخه کې او دحکومت جوړولو په زمینه کې بریالي نه شول چې یوالي ته ورسیږي په دې اړه مونږ دافغانستان دتکړه دیني عالم آیت الله سیدمحمودهاشمي ارزګاني نظر وپوښته دوي په ځوا ب کې وویل :
و انقلاب له دو مولفو جدي کیږي یوه مولفه خلک دي اودوهم پکې مدیریت دی که په دغو دو اړخونوکې یو انقلاب ته ستونزې پيښې شي یا یوه پکې نه وي هغه انقلاب به کامیابه نه شي او بریالیتوب ته ېې هیله نه شي کیداي او س په افغانستان کې داخبره ههم شته چې آیا دا یو انقلاب ؤ که نه یوازې جهاد ؤ . زما په نظر هغه څه چې په افغانستا ن کې تیر شول یوازې یو جهاد او دیني وظیفه وه چې خلکو ترسره کړه دا انقلاب نه ؤ ځکه چې انقلاب په یولړ وارمخکې باورونو او عقیدو متکي وي چې دانقلاب دمشرانو له لوري خلکو ته بیانیږيا وخلک دهمغو عقیدو او بارونو په اساس درژیم په وړاندې ددریږي اوپه ځاي ېې یوبل سیاسي نظام راولي خوپه افغانستان دغه کار ونه شوبلکې د غه هیواد دیوبل هیواد له لوري ونیول شو او ځکه خلک مجبوره شول چې دهیواد دنیواک په وړاندې پاڅون وکړي البته له هغه وروسته له دغه ولسي پاڅوه استفاده کیدلا ي شوه چې په اسلامي نظریو دویوه ولاړ سیاسي نظام لپاره کار وشي او په دې ډول دخکلو هیلوته ځوا ب ورکول کیدا/ي شي خو په دغه پړ او کې له بدله مرغه هغه کسان چې دخلکوله لوري دجهادي مشران په توګه وټاکل شول کافي مدیریت ېې نه درلود له دې پرته ددیني باورونو او عقید په برخه کې هم دافغانانو په پرتله کمزوري ؤ او دخکلو په نوم ېې دجهاد په وخت پردیو ته لاس اږد کړ او دپردیو دمداخلې لپاره ېې زمینه برابره کړه زیاتره دغه مشران دخپلو وګړنیزو او ګوندي ګټو په فکر کې ؤ دغه چاره ددې سبب شوه چې د افغانانو جهاد او پاڅون بې لارې شي او ډلې په خپلو کې ونښلي دغه اختلافات یوزې په جهادي مشرانو کې ؤ خکلو له یو بل سره ستونزه نه درلوده شیعه سنیي او بیلابیل قومونه دیو بل په څنګ کې ودریدل او مبارزه ېې وکړه خو داسیاسي مشران وو
چې دوحدت په ځاي ېې دچوکۍ اومقام فکر وکړ او دهیودا دسیاسي قدرت دساتلو لپار ه ېې منډې ترړې پيل کړې دغه جاره ددې سبب شوه چې دافغانانو انقلاب یاهمغه جهاد ماته وخوري اوپه نتیجه کې ېې سیاسي نظام هم جوړ نه شو .
ايران هيواد که څه هم د عراق د ديکتاتور صدام له لاسه ډيره تاوانونه وليدل خو تل د عراق د خلکو په څنګ کې ولاړ دى د عراق په لکونو کسان چې د صدام د ظلمونو او فشارونو په وجه ايران ته کډوال شوي وو په کلونو په ارام او امن سره په ايران کې ژوند وکړ . له دې ورتير د ايران انقلاب په سياسي اوتبليغاتي ډګر کې د بغداد د ديکتاتور په خلاف د عراق د خلکو د مبارزو او غورځنګ ملاتړ وکړ . اوس هم ايران د عراق د خلکو د ګټو په لړ کې له عراقه د امريکايي نيواکګرو وتل او په دغه هيواد کې د امن او دولتي ادارو ټينګيدل غواړي .
وسنيا د اسلامي ولسونو په ملاتړ کې د ايران د اسلامي انقلاب د ستراتژۍ يوه بله بيلګه ده . د بوسنيا د مسلمانانو په خلاف د صربانود نسل کشۍ په پيل سره د ايران خلکو د خپلو وروڼو مرستې ته ودانګل او له هغوي سره يي ډيرې مرستې وکړې . د ايران دولت هم په نړيوال ډګر کې تل د بوسنيا د مسلمانانو د حقوقو مدافع و .
تاجکستان د مسلمانانو تر مينځ د وينې بهيدلو او اختلاف د ختمولو لپاره د اسلامي انقلاب يوه بله تجربه ده په دغه هيواد کې د ايران اسلامي جمهوريت د روسيې په مرسته وتوانيد د اسلامي ډلو او دولت تر مينځ پخلاينه وکړي . او عادلانه سوله راولي چې اسلام پالي هم په حکومت کې برخه واخلي .
د لبنان له مسلمانانو د ايران د اسلامي انقلاب معنوي ملاتړ په اسلامي هيوادنو کې د مظلومانود دفاع دژمنې يوه بله بيلګه ده . دا ملاتړ په لبنان کې د داخلي جنګونو له وخته پيل شو او د صهيونستي نيواکګرو په خلاف د جنوب د خلکو د اسلامي مقاومت په اوج سره يې دوام ومونده . اوس هم تهران له دغه مقاومته چې توانيدلى د صهيونست رژيم پوځ ته ماته ورکړي ملاتړ کوي . .
لبته د اسلامي نړۍ له ځوريدلو ولسونو د اسلامي انقلاب د ملاتړ بيلګې ډيرې دي د ايران اسلامي جمهوريت د استعمار تر ولکې لاندې ولسونو د ننګې په وجه تر اوسه ډير ې بې ورکړي دي. د مثال په توګه تهران يوازې د فلسطين د معنوي او تبليغاتي ملاتړ په وجه د امريکا او صهيونستانو له زياتو دباوونو سهر مخامخ شوى دى . په کلي توګه د نړۍ له مظلومو او بيدارو خلکو په تيره بيا له اسلامي نړۍ د ننګې سياست د ايران د اسلامي انقلاب په خلاف د لويديځ د پراخ يرغل سبب شوى دى هغوي هڅه کوي چې د ايران لخوا د مظلومانو د ملاتړ ستراتژيک سياست له ماتې سره مخامخ کړي . د طالبانو او القاعدې په شان د متحجرو او افراطي حرکتونو دودول د اسلام د ژوندي کيدو له بيړني حرکت سره د مقابلې له توطءو څخه دي . داسې ډلې چې د امريکاپه مالي ملاتړ او د امريکا او ځينو نورو دولتونو په مديريت سره پيدا شوى اسلام په يو ډول زيږ شاته پاتې او سطحې ښيي له بل پلوه لويديځې رسندويې په دغو انحرافي حرکتونو په تبليغ سره هڅه کوي هغوي د اسلام بيلګې معرفي کړي چې له يوه پلوه د لويديځوالو په نزد اسلام داغي وښيي او له بله اړخه مسلمانان له خپله دينه مايوسه کړي .
له هغو چلولونو چې د امريکا په شان پراختيا غواړي دولتونه يې کاروي د تفرقې اچولو او يو بل ته د اسلامي هيوادنو د نزدې کيدو مخه نيول دي . هغوي په خاصه توګه هڅه کوي د دينې او فرقه ايزو اختلافاتو په پلمه عربي او اسلامي هيوادونه له اسلامي ايرانه ليرې کړي . خو د هغو شواهدو او مستنداتو په اساس چي ځينې مو يې دلته ذکر کړل د ايران اسلامي جمهوريت تل د شيعه او سني مسلمانانو ملاتړ ى دى او په دې لاره کې له کومي تمې او لالچه پرته او صادقانه د استعمار په منګولو کې د ګيرو او مظلومو ولسونو ننګه او ملاتړ کو.