ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • له کربلا تر اسلامي انقلابه  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • ه کربلاترانقلابه نهم



    دانقلاب په وخت دخلکو په پارولو او هڅولوکې دعاشورا ژور اغیز دایران په ټولنه کې دژورو مذهبي جرړو له امله دی همغه ډول چې لودیځوال لیکوال میشل فوکو وايی :
    ایران داسې هیواد دی چې اکثریت خلکو ېې مسلمانان دي او دامام زمان ع دظهور په تمه دي چې په ځمکه کې ریښتونی اسلام ټینګ کړي خودغه عقیده دا خبره نه کوي چې سبا به یوه ستره پيښه کیږي دغه رازد ټولې نړۍ بدبختي هم نه مني خو دغه عقیده په خپلو پيروانوکې یو ډول سیاسي اودیني شور او ولوله پيدا کوي .
    دکربلا په پیښه کې دحضرت امام حسین ع دشهادت په کلیزه کې دویر پرتمینې دستورې جوړیږي چې دغه چاره له خپل امام سره دمینې او دلچسپۍ په معنی دی او په دې ډول دایران ولس له هغه مبارک سره خپل بیعت تازه کوي دغه عقیده دامام زمان دظهور له عقیدې سره یوځاي دخلکو لپاره دوه نه ختمیدونکي اډانې او تکیه ځایونه دي چې په هغو په تیکې سره داستبدادي حکومتونو په وړاندې له ویرې پرته مبارزه کوي چې دمقابل لوري له قدرت او دځان له وژلو هم نه ډاریږي .
    هغه غورځنګونه او پاڅونونه چې په تیرو دیارلسو لسیزو کې په اسلامي ایران کې رامنځته شول ټول له دغو دوعقیدو سره تړاو لري اود عاشورا غورځنګ په اوسني ایران کې هم نفوذ لري او ددغه هیواد په فرهنګ او دودونوکې له ورایه څرګند دی .
    داسلامی انقلاب په بهیر کې هغه مهم عامل چې دخلکود بیسج او دهغو دراټولیداسبب شودعاشورا غورځنګ ؤ په تیره بیا داچې خلک به دمحر په شپو ورځو کې په حسینیو او امام باړو کې راټولیدل دانقلاب لپاره دخلکو په بسیج کې ډیر رول درلود دایران دمسلمان ولس په پارولو کې دعاشورا رول تردې حده ؤ چې بهرني لیکوالا ن او شنناندي ېې هم تراغیز لاندې راوستل همغه ډول چې میشل فوکو وایي :
    محرم هغه وخت دی چې خلک پکې دځان تیریدنې ویره نه لري او په ورین تندي دمرګ یعنې شهادت ولور ته ځي .
    امام خمیني رح محر دخلکوپه پارولو کې ترټولو اغیزمنه وسیله بولي او دغه میاشت ېې الهي تورې ته ورته وبلله چې داسلام دسرتیروا و روحانیونو په لاسونو کې ده هغو يي فرمايل :
    اید له دې میاشتې تر ټولو ډیره استفاده وشي او دالهي قدرت په تکېې ددغې ظالمې ونې جرړې غوڅې شي ځکه چې دمحرم میاشت دیزیدي قدرتونواو دشیطاني چلولونو دماتې میاشت ده.
    په بل ځآي کې هم دانقلاب په بریالیتوب کې دکربلا رول او اغیز دامام خمیني رح په کلام کې لیدلاي شو هغوي فرمايی :
    محرم دمیاشتې په رسیدا سره دحماسې ،زړره وړتیا او سرښندنې میاشت پيل شوه دا هغه میاشت ده چې وینه پر تورې برلاسه شوه هغه میاشت چې دحق قدر ت باطل تر قیامته پورې محکوم کړ او دباطل داغ د تل لپاره دستمکارانو پر تندي پورې شو دهغه میاشت ده چې دتاریخ اوږدوکې ېې دټولو نسلونو لپاره دبریالیتوب او سرښندنې درس ورکړ ،هغه میاشت چې دحق دکلمې په وړاندې ېې دزبر ځواکونو ماته ثابته کړه او دا هغه میاشت ده چې ازادي غواړي او حق غواړي بر ټانکونو ،ماشینګنو او شیطانی عواملو په یوموټي توګه بریالي کیږي ، دمسلمانانو امام مونږ ته رازده کړل په داسې حال کې چې دوخت ستمګر اوظالم پر مسلمانانو حکومت کوي دهغوي په وړاندې که څه هم ستاسو قدرت ډير کم اوناغږمله هم وي ولاړ شئ او قیام وکړئ که مو اسلام په خطر کې ولید سرښندنه وکړئ او وینه مو ترې ځار کړس .
    په انقلابي فعالیتونوکې د ویر دستورو رول هم ډير جوت او حساس دی امام خمیني رح داسلامي انقلاب په بریالیتوب کې ددغو دستورو درول په هکله وايي:
    دغه ټول اتحاد چې زمونږ دبریالیتوب لامل شو داسلام دویر او ماتم ددستورو او دتبلیغ ددغو مجلسونو له امله دي له امام حسین ع اودهغه له یارانو څخه بیلګه اخیستنه دخلکو دقدرت راز ؤ چې دپهلوي سنبال پوځ په وړاندې ېې په تشو لاسونو مبارزه وکړه دانقلاب په شپو ورځو کې په لاریونو کې دخلکو شعارونه هم دغه اغیز ډیر ښه ر وښانوي دغه شعارونه دحسین ع دغورځنګ دتفکر داغیز له امله دي :
    هضت ما حسینیه رهبر ما خیمینیه
    کل یوم عاشورا کل ارض کربلا
    سین حسین شعار ماست شهادت افتخار ماست
    ما اهل کوفه نیستیم اما تنها بماند
    ګفتا حسین به علي هیهات منا الذله ، هیهات مناالذله
    دغسې نور په لسګونو شعارونه شته چې دخلکو دباورونو او اورزښتونو دلوري دبدلون په معني دي .
    امام خمیني رح دکربلا د پیښې دلمانځلو په شپو ورځوکې دویرا و اوښکو تویولو داغیز په هکله هم ویلي دي :
    خلکو ته توضیحات ورکړئ چې ګمان ونه کړي چې مونږ ژړغونی ملت یو مونږ هغه ملت یو چې په دغو ژړاګانو او ویرونو سره مو دوه نیم زره کلن قدرت له منځه وړی دی .
    په لنډه توګه به داسلامي انقلاب په مشر ۍ د دعاشورا داغیز په هکله هم خبرې وکړو او په دې ډول به په خپله دامام خمیني رح پر شخصیت هم رڼا واچوو .
    کامل انسان هم دانعطاف او هم دسپیڅلي قهر بیلګه کیداي شي که داسلام دمخکښانو او دیني مشرانو حمد او مناجاتو ته ځیر شو څرګندیږي چې الهي عرفان له حماسې سره یوځاي وي په دې معنی چې دغه کسان هم د عرفان خاوندان وي او هم دمبارزې د ډګراتلان دحسین ع په هکله هم دغه دوه خبرې دعاشورا په غورځنګ کې ولیدل شوې لومړی هغه څیره وه چې هیڅکله تسلیمدا ته چمتو ن شوه او دوهمه خبره هم هغه شخصیت ؤ چې له هغه څخه تر ټولوعارفانه اوښکلي مناجات اودعاګانې په یادګار پاتې دي .
    حسین ابن علي ترټولو حماسي اوسوله غواړی عارف دی هغه کس چې وتوانید عرفاني مضامین دکربلا دحماسې په څنګ کې راټولې کړي په اوسني غورځنګ کې هغه کس چې خوځنده عرفان ېې له ظلم سره دمارزې له غورځنګ سره یوځآي کړ حضرت امام خمیني رح ؤ هغه په ډيرو مواردو سیاسی مسلې دعرفاني تعالیمو په رڼا کې مطرح کولې ا وله بلې خوا الهي دندې اوعرفاني تعالیم ېې سیاسی ډګر ته په راتګ سره ترسره کړل.
    هر غوځنګ یوه مشر ته اړتیا لريی خو هغه غورځنګ چې اسلامی ماهیت لري او موخې ېې اسلامي وي باید دهغو کسانو له لوري ېې مشري وشي چې درهبرۍ دشرایطوله درلودلوسر بیره اسلام پیژاند هم وي او داسلام له هدفونو اوټولنیزو سیاسی ، او معنوي فلسفې سره بلد وي او په دې پوه شي چې انسان څه ډول با ید ژوند وکړي اوڅه ډول بایدخپل ځان او ټولنه جوړه کړي .
    څرګنده خبره ده هغه کسان دغه ډول مسولیت ترلاسه کولاي شي چې داسلامي کلتورپه متن کې روزل شوی وي ان له قران اواسلامي معارفو سره بلد وي له همدې امله یوازې روحانیت او مرجعیت دی چې داسلامي غورځنګونو مشري کولاي شي .
    داسلامي انقلاب مشرۍ دنورو غوځنګونو له مشرۍ سره توپير کوي داسلامي انقلاب مشري دد اسې کس په غاړه وه چې له یوې خوا ېې د خلکو دیني مرجعیت اومشري په غاړه درلوده او له بلې خوا ېې دذخلکو سیاسي مشری وکړه او دانقلاب قوماندان هم ؤ او ټولو خلکو او پرګنو منلی ؤ.
    میشل فوکو دامام خمیني رح دمشرۍ په هکله وايی :
    دامام خمیني رح شخصیت لکه یوې ا فسانې داسې دی نن سبا هیڅ یو مشرا وسیاسي رهبر حتی دتولو رسنیو په ملاتړ دا ادعا نه شي کولاي چې له خپلو خلکو سره دهغه په شان تړاو لري... خمیني په خپله څه نه وایي یوازې دباچا رژیم ، باچاا ودهغه تالي څټو ته نه وايي دا هغه غورځنګ دی چې هدف ېې له بهرني ښکیلاک او کو رني استبداده دخلکو خلاصون دی .
    دهمدې مشرۍ له امله دغه انقلاب بریالی شو او ترنن پورې له ډیر وګواښونو سره سره پرمخ روان دی ددې لپاره چې ددې انقلاب پر اهمیت پوه شو غوره ده په لنډه توګه دهغه بریاوې وسپړو خو په خو په خپل ژبه نه بلکه دغه بریاوې به دافغانستا ن له تکړه دینی عالم ایت الله هاشمي ارزګاني څخه واوررو مونږ له هغوي پوښتنه وکړه :
    داسلامي انقلاب هغه بر یاوې چې په دیرشو کلونوکې ېې ترلاسه کړي څنګه ارزوئ او څه ډول دهغه ساتنه کیداي شي ، ددغه انقلاب راتلونکې څنګه ارزوئ چې په راتلونکې کې به له کومو خطروا وګواښونو سره مخامخ شي په تیره بیا دا چې دایران او اسلام دښمنان دایران شاوخوا ګرځي راګرځي او غواړي ایران هم دنورو هیو ادونو په شان ترخپلې سلطې لاندې راولي ؟
    هغه څه چې اسلامي انقلاب له ځان سره راوړل بیانول ېې ډير وخت غواړي خو په څو ټکو کې به ورته اشاره وکړم چې په ا قتصادي ، کلتوري او دیني برخوکې دغه بریاوې دومره ډيرې دي چې اوس ټول نړیوال او رسندویې په دې حقېقت پوه شوي دي چې په پښوولاړ دغه انقلاب وتوانید دنړیوالو فشارونو او ګواښونوپه وړاندې وده وکړي اووغوړیږي.
    په اقتصادي او سیاسي ډګر کې هرکال دنه اټکل وړ وده ترسترګو کیږي ترټولو مهمه خبره دا ده چې ټول دغه کارونه دیوه دیني نظام په چوکاټ کې ترسره کیږي دهغه دیني نظام په سیوري کې نړیوال استکبار هغه دعلم ، فرهنګ او سوکالۍ ضد بللی ؤ خو مونږ ولیدل چې دغه نظام دپرمختګ او سوکالۍ بیرغوال شو اوس دغه حقیقت بیخي څرګند شوی دی او د دین دښمنان ېې بې وسلې کړي دي .
    ې له شکه که دغه نظام فرصت پيدا کړي نو دانسانانو مادي اړتیا وې به له معنوي هغوسره یوځاي خړووبې کړي له دې وروسته به نړیوال بل نظام ونه مني په دې ډول به دغه نظام پراخ او نړیوال شي داسیې نه چې په توپونو او ټاکونو به نړۍ ونیسي بلکه هماغه ډول چې داسلامي انقلاب ارواښادلارښود دانقلاب صادریدل مطرح کړل دا به په دې معني وي چې په خپله خلکو دغه ماډل او نظام دځآن لپاره خوښ کړی دی ځکه چې هم معنویات لري او هم مادیات پکې شته او په دې پوهیږو چې بشر په خپل باطن کې هم مادي غوښتنې لر ي او هم مادي ځکه چې پاک خداي انسان له دو مادي او معنوي اړخونو سره پيدا کړی دی . داهغه شی دی چې په اسلامي انقلاب او نظام کې ورته پام شوی دی البته دغه ادعا هیڅکله باید داسیې مطرح نه شي چې دایران اسلامي نظام هرهغه څه ته رسیدلاي دی چې یو اسلامي نظام ېې غواړي بلکه دغه انقلاب خپل ګامونه پورته کړي دي او دغه ګامونه هم دنړیوالو لپاره له تصوره لیرې وو او حتی دنړیوال استعمار لپاره دزغملو نه دی ځکه استعمار دنړۍ دسرچینو دلوټولوفکر کوي او نه غواړي چې حقیقتونه په د اګه شي ځکه خو هغوي به بیلابیلو چلولونو سره غواړي دغه انقلاب له لارې وغړوي اوله ستونزو سره ېې مخامخ کړي خو باید دغه ټکی له پامه ونه غورځو چې ترڅو دغه انقلاب په خپلو اصلي ارونو او باورونو ولاړ وي او په دین او خلکو متکي ويه هیڅ بهرنی قدرت به هغه له خپلې لارې ونه غړوي او انشاالله دغه انقلاب به دخلکو په مټ خپل هدف ته ورسیږي او حقیقتونه به ېې خلکو ته په ډاګه شي
    ه ښاغلي سیدمحمودهاشمي ا رزګاني څخه په مننې سره تربل پروګرامه تاسو په لوي او متعال خداي سپاروبریالی اوسئ .
    ه کربلاترانقلابه لسم





    عزیزانو په تیرپروګرم کې م مونږ داسلامي انقلاب په مشرۍ دعاشورا دپیښې اغیزې وجاجولې او خپل بحث به دامام خمیني رح دمبارزو په رودوسره پیل کړو په دې لړ کې به لومړی دحضرت امام خمیني په هکله داستادمطهري په یوې لنډې وینا سره خپل پروګرام پیل کړو هیله ده دغه ټولګه ستاسو داستفادې وړ وګرځي .
    استاد مطهري دحضرت امام خمیني په هکله وایي :
    دامام خمیني غږ د دفرهنګ له زړه ، او دتاریخ له ژورو او دخلکو دروح له تله ولاړیده . خلکو چې په څوارلس سوه کلونوکې دمحمدص ،علی ع ، زهراس ،حسین ع، ابوذر اوپه لکونو نورو غږونه اوریدلي وو اودغه حماسې ددوي له روح سره اغښل شوې وې یوځل بیاېې دغه آشنا غږ ددغه سړي له حنجرې واورید علی اوحسین ېې دهغه په څیره کې ولیدل او هغه ېې دخپل فرهنګ ؤ هنداره وګڼله ..
    امام خمیني رح مبارزاتي روده دحسین ع دمشرۍ او مبارزاتي رودو کاپي او اغیز ؤ هغه دخپل مقتدا حسین ع په شان له پيله خپل هدفونه اجرا او هغه ېې شرعي دنده بلله هغه به تل ویل چې مونږ یوازې په خپلې شرعي دندې عمل کو اوپه دې لاره کې به یا بریا لي کیږو یا وژل کیږو چې به دواړوحالتونو کې کامیابه یو
    حضرت امام خمیني رح و فرمایل :که تنها هم پاتې شم هغې لارې ته به دوام ور کړم چې غوره کړې مې ده .
    دایران داسلامي انقلاب دسترلارښود هدف دا ؤ چې دغه دنده په سمه توګه اجراشي خودا چې ددې دندې ماهیت څه دی او له کوموعملي اونظري مفاهیمو پیروي کوي په دې اړه امام خمیني رح وایی :
    دانسان نیکمرغي اوکمال له الهي قوانینو په اطاعت کې ده چې دنبیانوپه وسیله انسان ته ابلاغ شوي دي او دبشر ځوړتیا او نسکوریدل دهغه دبې حده آزادیو او دانسان په وړاندې د هغه دتسلیمیدا له امله دی له دې کبله باید انسان ددغو بندونو اواسارتونو په خلاف پاڅون وکړي او ځآن او خپله ټولنه ازاده کړي ترڅوټول دخداي بندګان اوهغه ته تسلیم شي له همدې امله داستعماري او استبدادي قدرتونو په وړاندې زمونږ مبارزه پيل شوې ده او مونږ له همدې اعتقادي او توحیدي اصل څخه الهام اخیستی دی چې ټول انسانان دخداي په دربار کې یوشان دي. هغه دټولو خالق دی او ټول دهغه بندګان او مخلوقات یو دانسانانو دبرابرۍ اصل او داچې له تقوا پرته دانسانانو ترمنځ بل توپير نه شته نو باید له هر هغه پوچ او چټي امتیاز سره مبارزه وشي چې یوڅو ک اوډله ېې غواړي هغه په ټولنې واکمن کړي .
    اسلامي انقلاب دتوحید په اصل ولاړ دی چې ددغه اصل محتوا دټولنې په ټولو برخو کې سیوری غوړولی ددغه ا صل په اساس دمبارزې مفاهیم او دهغې بیلګې په ډاګه کیداي شي دهرانقلاب دمبارزاتی رودو دښه درک لپاره باید دهغه مبارزه او نتیجې وپیژندل شي تر څو دیوه پاڅون موخې په ډاګه نه شي دهغو دابزارو په هکله خبرې نه شي کیداي داسلامي انقلاب هدف دقدرت ترلاسه کول اومادي ګټې نه وې بلکه مهمه ګټه ېې په شرعي دندې عمل کول ؤ لکه چې امام خمیني رح په دې اړه وايي :
    مونږ ټول په الهي دندې دعمل کولو ماموریت لرو مونږ ېې دنتیجې ماموریت نه لرو مونږ دبرلاسي لپاره پاڅون نه کو مونږ غواړو یوه شرعي دنده اداکړو .
    امام خمیني په خپلې مبارزې کې له باچاسر ه دمذاکرې دمیز ترشاکښیناستل سمه سیاسی روده نه بولي ځکه چې هغوي اصولاً ظالمانه او ستمکار سلطنت په رسیمت نه پیژني امام خمیني رح سلطنت دانساني شعور اوعقل په خلاف بولی هغوي ویل :
    اصلاً دسلطنت قضیه د عقل او دانساني شعور په خلاف ده اسلام هم په سلطنت او ولیعهدۍ دبطلان کرښه راکاږلې او سلطنت اوولیعهدي دحکومت کولو همغه سپیره روده ده چې حضرت سیدالشهدا دهغه دمخنیوي لپاره پاڅون وکړاو شهید شو .
    ځکه خو امام خمیني رح دمبارزې لاره غوره کړه او مذاکره ېې له پیل رد کړه اودغه چاره دحسین ع له لارې دپیروۍ په معنی ده په دې اړه حضرت امام خمیني رح وفرمایل :
    دپهلوي له ظالم حکومت سره ز مونږ ددښمنۍ حجت حضرت امیر او سیدالشهدا دي یزید هم یوباچااود خپل وخت قدرتمند کس ؤ . ټولو دسلطنت تغر ویړ کړی ؤ له معاویه وروسته یزید واکمن شو حضرت سید الشهدا دڅه لپاره دوخت له سلطان سره ښکیل شو دوخت هغه باچاچې دشهادت کلمه ېې ویله او ویل ېې زه دپیغمبر خلیفه یم دیزید له حکومت سره دحسین ع مبارزه ددې لپاره وه چې یزید داسې کس ؤ چې غوښتل ېې اسلامي امت استثمار کړياو داسلامي امت ګټې خپله او ددوي کسان وخوري ..
    دامام خمیني رح مبارزاتي ځانګړتیاوې نیغ په نیغه دحسین ابن علی دشخصیت تراغیز لاندې دي دحسین ع او امام خمیني رح دشخصیت ګډه ځانګړتیاوې په دې ډول بیانولاي شو :
    دکلام صراحت ددیني مشرانو یوه ځانګړتیادهغوپه بیان کې صداقت اوصراحت دی مذهبي مشران په ایمان او عقیدې په تکېې سره تل له خپلو پيروانو او ملت سره صادقانه اوجوتې خبرې دي ځکه چې ددغو مشرانو هدف او پروګرام ترهرڅه وړاندې په زړونوکې دایمان رامنځته کول دي او ټوله هڅه ېې ددغه هدف په لړ کې وي حسین ع هم له دې قاعدې مستثنی نه دی بلکه په خپله هم دنورو مذهبي مشرانو لپاره بیلګه ده حضر ت امام حسین ع له مکې دروانیدا په وخت خپل یارانو ته و ايی :
    پوه شئ چې په تاسو کې هریو دې چمتو دی چې زمونږ په لاره کې له خپلې وینې تیر شی او خپل ژوندد پروردګار په لاره کې قربان کړي که چمتو یاست حرکت ته تیارشئ اوزه سباسهار حرکت کوم .
    دکلام دغه صراحت دامام خمیني په کلام کې هم لیدل کیږي دمثال په توګه دپهلوي رژیم دمامورانو په وسیله په فیضه مدرسه کې دخلکو دعام وژلې له پیښې وروسته کله چې خلکو دقم په ستر جومات کې غونډه کړې وه امام خمیني دخپلو خبرو په یوې برخې کې وفرماييل :
    ګرانو ځانونه چمتو کړئ دژول کیدالپاره ، ځانونه چمتو کړئ دبندی کیدا لپاره ، خپل ځان دوهلو او سپکاوي لپاره چمتوکړئ او ځانونه چمتو کړئ دهغو مصیبتونولپاره چې له اسلام ا وخپلوراکۍ ددفاع په لاره کې تاسو ورسره مخامخ کیږئ او کمربندونه ټینګ وتړئ دبندي کیدالپاره ....
    دغو دواړو دیني مشرانو بله ګډه ځآنګړتیا په وینا او عمل کې پریکندوالی دی هرمشر باید دغه ځانګړتیا ولري او په دې ډول په سختۍ کې له خپلوموخو نه په شا کیږي په دې لړ کې دمثال په توګه دحضرت امام حسین ع یوې وینا ته توجه وکړئ کله چې دامام حسین دوستانو او خپلوانو هغه کوفې ته له تلو منع کاوه هغوي خپل تره زوي ته مخ واړاوه او په ځواب کې ېې وفرمایل :
    ای دتره زویه په خداي قسم چې پوهیږم ته دمهربانۍ او خیرغوښتنې له امله دغه وړاندیز ماته کوئ خو مافیصله کړې چې دعراق په لورحرکت وکړم .
    په یوه بل ځآي کې کله چې هغوي ته وایي که له یزیدسره بیعت وکړې دوژل کیدا له خطرې به خلاص شې حسین ع ېې په ځوا ب کې وايی :
    په خداي قسم دخوارۍ اوذلت تر بار لاندې به لاړ نه شم .
    په امام خمیني کې هم همدا پریکندوالی او میړانه لیدلی شو هغوي دانقلاب له کلونو مخکې په ځلونو درژیم دبدلیدا خبره کړې وه او له دې دریځه په شا نه شو هغوي ټینګار وکړ :
    دسلطنت له منځه تلل ضروري دي او له اوسني رژیم سره هیڅ ډول مصالحه امکانه نه لری او تر اوسه پور ې ددغه اوسني رژیم هیڅ یوه استازي هم مونږ ته مراجعه نه ده کړې او که مراجعه هم وکړي دمنلو نه دي .
    دامام خیمني دغه قاطیعت په ډيرو سختو شرایطو کې له انقلاب سره مرسته وکړه لکه چې ویې ویل :
    باچاه باید لاړ شی او داچې باچاسلطنت وکړي نه حکومت داهم خیانت دی له ملت سره .
    د امام حسن ع یوه بله ځانګړتیا دا وه چې هغه مبارک دځواکونو له کمښته اندیښنه نه درلوده ځکه خو په دوه اویا یارانو سره دامویانو دسنبال لښکر په وړاندې ودرید اومقاومت ېې وکړ خو هیڅکله ېې ویره زړه ته لار ونه موندله .
    که دامام خمیني رح ځانګړتیاوې هم وجاجووو دهغه په وینا او خبروکې هم دغه ځانګړتیا له ورایه ښکاري .
    ددغو دوستروانسانانوپه نورو ځانګړتیاو کې استقامت او له شهادت سره مینه ، یادولاي شو چې دوخت دکمي له امله دغه ځانګړتیاووته اشاره نه شو کولاي .
    په راتلونکي پروګرام کې به داما حسین ع او امام خمیني رح له نظره پر ماتې او بریالیتوب خبرې وکړو ترهغه وخته اجازه غواړو بریالی اوسئ .


    حسین ع دنورو په اپوته مرګ ، ژوند اوبریالیتوب اوماتې ته له بیلې زاویې ګوري دهغه حضرت حسین ع دوخت یوشاعر هغه مبارک ته وویل :
    دخلکو زړونه له تاسو او تورې ېې له بني امیه سره دي حسین دهغه په ځواب کې وویل :
    که دخداي خوښه هغه وي چې مونږ ېې تمه کوو دخداي پاک دنعمتونو شکر کوو اوله هغه دشکر کولو په ادا کولو کې مرسته غواړو او که دخداي غوښتنه زمونږ دتمو اوهیلو په خلاف وي له دې چې زمونږ مقصد او هدف له حقه پيروي ده دتقوا په اساس موم حرکت کړی او له حقیقته منحرفه شوي نه یو او یرغلګر نه یو .
    دغه عبارت ددې ښودنه کوي چې که دحسین ع غورځنګ دیزید حکومت نسکور کړای واي دا دهغه حضرت له موخو څخه و اوکه دهغه دحرکت پاي شهادت وي په دواړو حالتونو کې حسین ع دغه حرکت دخداي درضا لپاره بولي .حسین ع له مکې دوتلو په وخت په دوکرښو کې خپل ورور او بنی هاشم ته په یوه لیک کې وویل :
    ( دحسین ابن علي له لوری محمد ابن علي او دهغه له لوري بنی هاشم ته هرڅوک چې له مونږ سره یوځاي شي شیهد کیږي او هرڅوک چې له مونږ مخ واړوي بریالیتوب ته نه رسیږي ،والسلام )
    یوځل بیا امام حسین ع دکربلاپه میدان کې خپله کړنلاره انځور کړه هغه کړنلاره چې هغوي انځور کړه په هغه کې ماته نه شي ځایداي بریالیتو ب او ناکامي حسین په دې ډول تحلیل کړل چې له نورو سره دهغه دتفکرا و اندونو توپیر په ډآګه کوي حسین ع وویل :
    لیرې ښکاري چې مونږ خواري غوره کړو خداي او دخداي ر سول پرمونږ خواري نه پیرزو کوي خو لوړ همته اوغیرتی ځوانمردان شرمیږي چې دمرګ په پرتله دپلیتو انسانانو اطاعت غوره وبولي .
    امام خمیني ع هم ماتې او بریالیتوب ته د امام حسین له نظره ګوري او دهغه مبارک روده ېې غوره کړې چې دانقلاب په اوږدو کې ېې دایران مسلمان ملت ته په ځلونو په ډاګه کړې هم ده لکه چې په یوځاي کې فرمایي:
    سیدالشهدا له څو تنو اصحابو سره پاڅون وکړ ځکه چې دالله پاڅون ؤ او دسلطنت اساس ېې دړې وړې کړ ظاهراً هغوي شهیدان شول خو دسلطنت اساس او اډانه ېې دړې وړې کړه .دهغه سلطنت اساس چې غوښتل ېې اسلام په طاغوتي بڼه بدل کړي .... دغه خطر سیدالشهدا له منځه یوړ. خبره یوازې دخلافت دغصبولو نه وه دسیدالشهدا پاڅون دطاغوتي سلطنت په وړاندې پاڅون ؤ هغه طاغوتي سلطنت چې که یزید کامیابه شوی واي اسلام به بل ډول شوی واي .... له دې چې دسیدالشهدا وقیام دالله پاڅون ؤ نو دالله قیام ماته نه لري .
    د ا ؤ په لنډه توګه ددو تاریخ جوړونکو شخصیتونو پرتله چې مونږ ېوازې ځینې بیلګې در ته وړاندې کړې غوره به داوي چې په لنډه توګه داسلامي انقلاب په ایدیالوژۍ دعاشورا داغیز په هکله هم خبرې وکړو .
    دایران داسلامي انقلاب ایډیولوجي داسلامي تفکر په اساس ؤ ا وداسلام ،روحانیت ، مرجعیت ، ا وترټولو مهم دامام خمیني رح داعتقادي بنسټونو په بیانولو کې ېې اساسي ر ول په غاړه درلود. په ایران کې روحانیت ددین او مذهب دمتوليانو په توګه دتاریخ په اوږدوکې ددیني تفکر دتبلیغ اوبیانولورول په غاړه درلودلاي دی او دایران داسلامي انقلاب په بهیر کې دغه رول ډیر جوت او څرګند شو له خلکوسره دروحانیونو تعامل او ددې دواړو اړیکو دلودیځ څارونکي سخت اغیزمن کړي دي میشل فوکو په دې اړه وايي :
    په شیعیه روحانیت کې سلسه مراتب نه شته او هرڅوک له هغې مرجعې پيروي چې په خپله ېې وغواړي د غه نني مرجعیت چې دباچا او دهغه دپولیسو او پوځ په وړاندې ېې خلک راغونډ او واټونو ته رایستي دي هیچا په چوکیو نه دي کښینولي بلکه خلکوورته غوږ نیولی دی او دغه خبره حتي دیوې وړې غونډې په هکله هم سمه ده روحانیونو خپل نفوذ له همدې خلکواخیستی دی او له همدې امله روحانیون ټولو خلکو ته یوډاډګیرنه ده هغوي باید ظلم نفي کړي له حکومته انتقاد وکړي دناسمو اقد ماتو په وړاندې پاڅیږي او لا رښوونه وکړي اودغه دیني لارښودان هغه پردو ته ورته دي چې دخلکو غوښتنې اوقهر پرې انځور شوی دی . اوپه دې منځ ومان کې دامام خمیني رح رول تربل روحاني اودیني مرجیعت لوړ اواغیزمن دی .
    هغه اسلام چې امام خمیني رح خلکو ته معرفي کړ دعدالت او حقیقت دین دی دا هغه دین دی چې په سیوري کې ېې آزادي او خپلواکي راتلاي شي.
    امام خمیني رح داسلام دپرمختیاغواړو اړخونو په بیانولوسره وفرمایل :
    اسلام دانسانانو او انساني ټولنې لپاره پروګرامونه لري او غواړي انسان ودې اوکمال ته ورسوي .
    هغه مکتب چې امام خمیني رح خلکو ته ور وښود یوځل بیایې په خلکو کې خپله جاذبه زیاته کړه او دغه کړچار دخلکو دحرکت لپاره یو بنسټ شو .
    هغه اسلامي شعارونه چې چې داسلام له ژورو اوچت شو دایران په روح بدل شول .
    امام خمیني رح دامام حسین ع دغورځنګ دانګیزو او موخوپه روښانه کولو سره دعاشورا مراسم په یوې سیاسي چارې بدل کړل او له هغو ېې په سمه توګه دانقلاب په پرمخ بیولو کې استفاده وکړه او په دې ډول دکل یوم عاشورا او کل ارض کربلاعبارت د انقلاب په دیني چورلیز بدل شو .
    امام خمیني رح دعاشورا له غورځنګه په الهام اخیستو سره وايی :
    دا حکم دی د امام حسین ع دستور عمل د ی، دټولو لپاره حکم دی او کل یوم عاشوراو او کل ار ض کربلا دستور دی چې په هرځاي او هروخت کې همغه غورځنګ ته دوام ورکړئ .
    همدغه پروګرام امام حسین ع په ډيرو لږوکسانوسره اجراکړ او خپل هرڅه ېې تراسلامه ځار کړل او دیوې سترې امپراتورۍپه وړاندې ودرید او(نه )ېې وویل او دغه (نه ) بایدهر چیرته خوندي وي .
    د عاشورا غورځنګ له مخکې دټاکل شویو موخوپه اساس رامنځته شوه چې حسین ابن علي هغه انځور کړي وو .
    دامام حسین ع غورځنګ یوستر فرهنګي حرکت دی چې انسان له باطنه بدلوي خو دغه بدلون بهرنی بدلون هم له ځانه سره لري دانسان په داخل کې شخصیتي بدلون و اوښتون د قران مجید په باور دانسان او تولنې دبهرني بدلون سبب کیږي د هغې ټولنې چې انسان پکې ژوند کوي دایران اسلامي انقلاب هم ترهرڅه وړاندې یو فرهنګي حرکت دی امام خیمني رح په پيل کړ نړۍ بدله کړه او له هغه و روسته ېې دهیواد سیاسي نظام هم بدل کړ همغه ډول چې دعاشورا په پیښه کې دحسین ع دشهادت دڅراغ په رڼا کې دانسانو زړونه روښانه شول . دایران په اسلامي انقلاب کې عاشورا دانقلاب دلارې ډیوه شوه په دې اړه امام خمیني رح فرمايی :
    هغه شی چې دلته ترلاسه شول او باید هغه معجزه وبولو ددغه ملت باطني انقلاب ؤ ددغه ملت باطني اوښتون ددې سبب شو چې انقلاب کامیابه شي اوهمغه باطني اوښتون اوله خداي اواسلامه دهغوي پیژودګلوي ددې سبب شوه چې انقلاب بریالی شو باید بریالیتوب دخلکو دباطني انقلاب له امله وبولو .
    په دې ډول اسلامي انقلاب بریالی شو هغه انقلاب چې نن سباېې اغیز په ټوله اسلامی او حتی غیر اسلامي نړۍ جوت دی .
    د ايران ا سلامي انقلاب د مارکسسزم په نظريې د بطلان کرښۀ راکاږله په اسلامي اهدافو او مرام سره او د امام خميني په شان د يو عالم کس په مشرۍ د دغه انقلاب کاميابۍ وښودله چې اسلام له سرکشۍ او ظلم سره د مبارزې دين دى او د ولسونو د عزت او ازادۍ د تامين لپاره مناسبې لارې چارې لري . له دې وروسته په اسلامي غورځنګونو کې تازه ولوله پيدا شوه . مسلمانو ولسونو په ځان په باور او اعمتاد سره داسلام ازادي غواړو تعليماتو ته مخه کړه او په نورو قدرتونو له تکيې پرته له ظلم او استبداد سره مبازرې ته پاڅيدل.
    له هغو چلولونو چې د امريکا په شان پراختيا غواړي دولتونه يې کاروي د تفرقې اچولو او يو بل ته د اسلامي هيوادنو د نزدې کيدو مخه نيول دي . هغوي په خاصه توګه هڅه کوي د دينې او فرقه ايزو اختلافاتو په پلمه عربي او اسلامي هيوادونه له اسلامي ايرانه ليرې کړي . خو د هغو شواهدو او مستنداتو په اساس چي ځينې مو يې دلته ذکر کړل د ايران اسلامي جمهوريت تل د شيعه او سني مسلمانانو ملاتړ ى دى او په دې لاره کې له کومي تمې او لالچه پرته او صادقانه د استعمار په منګولو کې د ګيرو او مظلومو ولسونو ننګه او ملاتړ کو
    تهران راډیو محترمو اوریدونکو دپروګرام وخت ته په پام سره دغه بحث به راتلونکي پروګرام ته پریږدو ترهغه وخته اجازه غواړو بریالی اوسئ