مِّنَ الَّذِينَ هَادُواْ يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَاسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَاعِنَا لَيّاً بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْناً فِي الدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَاسْمَعْ وَانظُرْنَا لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً
46 . و له يهوديانو څخه ځينې داسې دي چې (د خداي) خبرې له خپل ځايه اړوي راړوي او وايي: وامووريدل او نافرماني مو وکړه او (وايي) واوره چې وانۀ اوردې شې (کوڼ شې) او (وايي) ”رَاعِنَا“ (د يهوديانو په ژبه سپکه خبره ده او په عربۍ کښې يې معنی دا ده چې زمونږ خيال مو وساته) د دې لپاره چې خپلې ژبې (له حقه) تاؤ کړي او په دين کښې پيغور وکړي او که ويلې يې وے: وامووريد او ومو مانه او واوره او مونږ ته وګوره نو دا به ورله بهتره او ډېره سمه وه خو خدای دوي د دوي د کفر په سبب لعنت کړي دي نو ايمان نه راوړي مګر ډېر کم .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ أُوتُواْ الْكِتَابَ آمِنُواْ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقاً لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهاً فَنَرُدَّهَا عَلَى أَدْبَارِهَا أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّا أَصْحَابَ السَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ اللّهِ مَفْعُولاً
47 . اے هغو کسانو چې کتاب درکړے شوے دے په هغه څه ايمان راوړئ چې مونږ نازل کړي دي چې د هغه څه (تورات) تصديق کوونکے دے چې له تاسو سره دے مخکښې له دې چې مخونه وران کړو او شاته يې وګرځوو يا ورباندې لعنت وکړو لکه څنګه چې مو په شنبې والو (د خالي په ورځ د مهانو ښکار کوونکو) لعنت وکړ او د خدای امر (ارومرو) پوره کيدونکے دے.
إِنَّ اللّهَ لاَ يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَن يَشَاءُ وَمَن يُشْرِكْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرَى إِثْماً عَظِيماً
48 . خداي شرک نه معاف کوي او کوم چې (له شرکه) لاندې (ګناهونه) وي نو چا ته چې يې وغواړي معافوي يې او څوک چې له خدای سره شريک ونيسي نو (په خداي پورې) يې ډېر لوي دروغ وتړل او ډېره لويه ګناه يې (وکړه).
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُمْ بَلِ اللّهُ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلاً
49 . آيا ودې نه ليدل هغه کسان چې خپل ځانونه په پاکۍ ستايي؟ بلکه خدای (داسې ذات دے) چې څوک وغواړي هغه پاکوي (يا يې په پاکۍ ستايي) او د يوۀ نري تار (چې د خرما په زړي کښې وي) برابر ظلم به هم ونکړے شي.
انظُرْ كَيفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللّهِ الكَذِبَ وَكَفَى بِهِ إِثْماً مُّبِيناً
50 . وګوره چې څرنګه په خدای پورې دروغ تړي او د دوي د څرګندې ګناه په توګه (همدا دروغ تړل) کافي دي.
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيباً مِّنَ الْكِتَابِ يُؤْمِنُونَ بِالْجِبْتِ وَالطَّاغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَؤُلاء أَهْدَى مِنَ الَّذِينَ آمَنُواْ سَبِيلاً
51 . آيا هغې کسانو ته چې د کتاب (تورات) يوه برخه ورکړل شوې ده، نه ګورې چې په بت او په شيطان يې ايمان راوړے دے او د کافرانو په هکله وايي چې دوي تر هغه چا چې ايمان يې راوړے دے په ښۀ لاره روان دي.
أُوْلَـئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللّهُ وَمَن يَلْعَنِ اللّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُ نَصِيراً
52 . دا هغه کسان دي چې خدای پرې لعنت کړے دے او په چا چې خدای لعنت وکړ نو هيڅ کله به يې څوک مرستندويه ونه مومې.
أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ الْمُلْكِ فَإِذاً لاَّ يُؤْتُونَ النَّاسَ نَقِيراً
53 آيا په حکومت کښې د هغوي (يهوديانو) څه برخه شته؟ (که داسې وے) نو دوي به خلکو ته خسکے هم نه وو ورکړے.
أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ فَقَدْ آتَيْنَا آلَ إِبْرَاهِيمَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَآتَيْنَاهُم مُّلْكاً عَظِيماً
54 دوي د دې لپاره له خلکو (پيغمبر او د هغه له اهلبيتو) سره حسد کوي چې خدای ورته له خپل فضله (ډېر څه) ورکړي دي (که داسې وي نو خبر دې شي چې) بيشکه مونږ د ابراهيم کورنۍ ته کتاب او حکمت ورکړے دے او هغوي ته مو ډېره لويه باچاهي ورکړې ده.
فَمِنْهُم مَّنْ آمَنَ بِهِ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ وَكَفَى بِجَهَنَّمَ سَعِيراً
55 . نو له هغوي (يهوديانو) ځينو په هغه (محمد) ايمان راوړ او ځينو ترې مخ واړوه او (دوي لره) يشيدونکے دوزخ کافي دے.
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ بِآيَاتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَاراً كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُمْ بَدَّلْنَاهُمْ جُلُوداً غَيْرَهَا لِيَذُوقُواْ الْعَذَابَ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَزِيزاً حَكِيماً
56 . کوم کسان چې زمونږ له ايتونو کافران (منکران) شول ډېر زر به هغوي اور ته ننباسو چې کله پکښې د هغوي څرمنې خوړينې شي (او وسوځي) نو په ځاي به يې نورې څرمنې ورواغوندوو د دې لپاره چې عذاب وڅکي بيشکه چې خدای ښه غالب د لوی حکمت څښتن دے.
وَالَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً لَّهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِـلاًّ ظَلِيلاً
57 . او چا چې ايمان راوړے دے او نيک عملونه يې کړي دي نو ډېر زر به دوي هغو جنتونو ته ننباسو چې (د ونو) لاندې يې ويالې بهيږي. تل به په هغې کښې وي په هغه جنتونو کښې د هغوي لپاره پاکې جوړې (ښځې) دي او دوي به (د خپل رحمت) ګورو (او ګڼو) سيورو ته ننباسو.
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً
58 . بيشکه چې خدای تاسو ته حکم کوي چې امانتونه خپلو څښتنانو ته وسپارئ او کله چې د خلکو تر مينځ فيصله کوئ نو په عدل (او انصاف) سره حکم کوئ خدای تاسو ته ډېر ښکلے نصيحت کوي بيشکه چې خدای ښه اوريدونکےاو ليدونکےدے.
إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعاً بَصِيراً (58)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً
59 .اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے د خدای حکم ومنئ او د پيغمبر حکم ومنئ او د خپل اولو الامر (حکم ومنئ) نو که په يو څيز کښې مو اختلاف او لانجه پيدا شوه نو هغه خدای (قرآن) او د هغه رسول ته وګرځوئ که په خدای او د آخرت په ورځ ايمان لرئ (ځکه چې) دا خبره ډېره ښه ده او انجام يې (هم) ښائسته دے.
أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيداً
60 .آيا هغو کسانو ته نه ګورې چې دا ګمان کوي چې دوي په هغه څه چې په تا نازل شوي دي (قرآن) او په هغه څه چې له تا وړاندې نازل شوي دي (تورات) ايمان راوړے دے (خو عمل يې دا دے) چې دوي غواړي (د خپلو جګړو) فيصلې شيطان (طاغوت، سرکښ) ته يوسي او حال دا کښې چې هغوي ته حکم ورکړے شوے دے چې له هغه (شيطانه) انکار کوئ؟ او شيطان دا غواړي چې هغوي داسې ګمراه کړي چې (له حق لارې) ډېر لېرې وي.
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُوداً
61 . او کله چې هغوي ته وويل شي هغه څه ته چې خدای راليږلي دي او (د) پيغمبر (فيصلې) ته راشئ نو ته به منافقان وينې چې بيخي به ستا نه مخونه اړوي.
فَكَيْفَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآؤُوكَ يَحْلِفُونَ بِاللّهِ إِنْ أَرَدْنَا إِلاَّ إِحْسَاناً وَتَوْفِيقاً
62 . نو بيا به څرنګه (چل) وي چې کله ورته د خپلو ناکړدو په سبب کوم مصيبت ورسيږي بيا تا ته درځي او په خدای قسمونه خوري چې زمونږ هدف خو يوازې نيکي کول او د روغې راوستل وو.
أُولَـئِكَ الَّذِينَ يَعْلَمُ اللّهُ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِي أَنفُسِهِمْ قَوْلاً بَلِيغاً
63 .دا هغه کسان دي چې خدای يې د زړونو له حاله خبر دے نو له هغوي مخ واړوه او هغوي ته نصيحت وکړه او هغوي ته داسې خبرې وکړه چې په زړونو يې اثر وکړي.
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُواْ أَنفُسَهُمْ جَآؤُوكَ فَاسْتَغْفَرُواْ اللّهَ وَاسْتَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُواْ اللّهَ تَوَّاباً رَّحِيماً
64 . او مونږ يو پيغمبر هم نه دے ليږلے مګر د دې لپاره چې د خدای په حکم يې اطاعت وشي او که هغوي کله چې په ځان ظلم وکړ تا ته درغلي وے او له خدای يې بخښنه غوښتې وے او رسول هم د هغوي لپاره بخښنه غوښتې وے نو خدای به يې ښه توبه قبلوونکےاو مهربان موندلے ؤ.
فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجاً مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيماً
65 . نه! ستا په پالونکي قسم چې دوي تر هغه وخته ايمان نه لري تر څو چې تا په خپلو لانجو (جګړو) کښې حاکم (فيصله کوونکے) نه کړي. بيا چې تا کومه فيصله کړې ده د هغې په هکله په خپلو زړونو کښې څه خفګان (تنګسيا) احساس نه کړي او او په سر سترګو يې ومني.
وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ اقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ أَوِ اخْرُجُواْ مِن دِيَارِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلاَّ قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتاً
66 . او که مونږ په هغوي (دا) فرض کړے وے چې ځانونه (يو بل) ووژنئ يا له خپلو کورونو ووځئ نو ډېرو لږو به بې دا کار کړے ؤ او که چرې په هغه نصيحت يې چې دوي ته کيدۀ عمل کړے وے نو د دوي لپاره به ډېر غوره او (د ايمان) د مزبوتيا سبب ؤ.
وَإِذاً لَّآتَيْنَاهُم مِّن لَّدُنَّـا أَجْراً عَظِيماً
67 . او په دغه وخت کښې به مو ورته له خپله ځانه لوي اجر ورکړے ؤ.
وَلَهَدَيْنَاهُمْ صِرَاطاً مُّسْتَقِيماً
68 . او دوي به مو خامخا نيغې لارې ته برابر کړي (هدايت کړي) وو.
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقاً
69 .او څوک چې د خدای او د رسول حکم ومني نو دوي به له هغو کسانو سره وي چې خدای ورته نعمتونه ورکړي دي چې پيغمبران او صديقان او شهيدان او نيکان دي او د همدوي ښه ملګري دي.
ذَلِكَ الْفَضْلُ مِنَ اللّهِ وَكَفَى بِاللّهِ عَلِيماً
70 .دا فضل (رحمت او احسان) د خدای له اړخه دے او (يوازې ) د الله علم بس دے.
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ خُذُواْ حِذْرَكُمْ فَانفِرُواْ ثُبَاتٍ أَوِ انفِرُواْ جَمِيعاً
71 . اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے (د جنګ په وخت) خپلې وسلې راواخلئ (تيار اوسئ) او (که دښمن کم وي نو) ډلې ډلې وځئ يا (که دښمن زيات وي نو) په يوځاي وځئ.
وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَابَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيداً
72 .او بيشکه چې په تاسو کښې داسې کس هم شته چې (جنګ ته په تللو کښې) ځنډ کوي نو که تاسو ته کوم مصيبت درورسيږي نو وايي خدای په ما فضل وکړ چې زۀ ورسره نه وم تللے.
وَلَئِنْ أَصَابَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ الله لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُن بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُ مَوَدَّةٌ يَا لَيتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزاً عَظِيماً
73 .او که له خدايه درته فضل (رحمت او احسان) درورسيږي نو ضرور به وايي: - (داسې چې) ګواکې ستاسو او د هغه تر مينځ هډو دوستي او پيژنګلو نه وه – اے کاش چې هغوي سره وے چې لوی برے مې تر لاسه کړے وے.
فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَو يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً
74 . نو بايد هغه کسان د خدای په لار کښې وجنګيږي چې د دنيا ژوند په آخرت خرڅوي او څوک چې د خدای په لاره کښې وجنګيږي نو که ووژل شي يا بريالے شي ډېر زر به (په دواړو بڼو کښې) هغه ته لوی اجر ورکړو.
وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّاً وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيراً
75 .او په تاسو څه شوي دي چې د خدای په لاره کښې جنګ نه کوئ او د هغه سړو او ښځو او ماشومانو (په لاره کښې) چې (د ظالمانو په لاس) ضعيفان (کمزوري) شوي دي او وايي: اے زمونږ ربه! مونږ له دې کلي چې اوسيدونکي يې ظالمان دي اوباسه او له خپله اړخه مونږ لره يو سرپرست (ولي) وګرځوه او له خپل لورې زمونږ يو مددګار وګرځوه.