ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • وړوكي او لوې اختر نمونځ  
  • 2010.02.26 7:54:13  
  • CountVisit : 326  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
    1. د وړوكي او لوې اختر نمونځ د امام مهدي (عليه السلام) د ظهور په زمانه كې له جَمعې سره واجب دے خو د امام د غيبت په زمانه كې مستحب دے او (برجاېْ مطلوب) له جمعې سره كېدې شي.
    2. د وړوكي او لوېْ اختر د نماځه وخت له نمر ختونه تر ماسپخين (ظهر) پورې دے.
    3. د وړوكي او لوېْ اختر نمونځ دوه ركعته دے، په وړومبي ركعت كښې له الحمد او يو سورت نه پس دې پنځه ځل تكبيرونه ووايي او له هر تكبير نه پس دې يو قنوت ووايي او له پنځم قنوت نه پس دې يو بل تكبير ووايي او ركوع ته دې لاړ شي بيا دې دوه سجدې وكړي او بيا دې اودرېږي او په دويم ركعت كښې دې له الحمد او يو سورت نه پس څلور تكبيرونه ووايي او پدې ركعت كښې دې هم له هر تكبير نه پس قنوت ووايي او بيا دې پنځم تكبير ووايي او ركوع ته دې لاړ شي او له دوو سجدو نه دې پس تشهد او سلام ووايي او نمونځ دې ختم كړي.
    4. د اختر د نماځه په قنوت كښې چې كومه دعا هم وويل شي كافي ده خو بهتره دا ده چې دا دعا د ثواب په اميد وويل شي.

    اَللَّهْمّ اَهًلَ الْكِبًريآءِ والْعظَمه واَهًلَ الْجْودِ والْجبروتِ واَهلَ الْعفْوِوالرّحًمه واَهًلَ التَّقْوي والْمغْفِره اَسًئَلك بِحقِّ هذا الْيوًمِ الَّذِي جعلْتَه لِلْمّسًلِمِين عِيدےولِمْحمّدٍ صَلي الله علَيًهِ و آلِهِ وسلَّم ذَخْراً وشَرفاً و كَرامه ومزيدیاَنً تصَلّي علي مْحمّدٍ و آلَ مْحمّدٍ واَنً تدًخِلَني فِي كلِّ خَيرٍ اَدًخَلْتَ فِيهِ مْحمّد وآلَ مْحمّدٍ و اَنً تخْرِجًنِي مِنً كلًّ سْوءٍ اَخْرجًتَ مِنْهْ مْحمّد وآلَ مْحمّدٍ صَلَواتك علَيًهِ وعلَيًهِم اَللَّهْمّ اِنِّي اَسًئَلك خَيًرما سئَلَك بِهِ عِبادْك الصَّالِحْون واَعْوذ بِك مِمّا اسًتَعاذَ مِنْه عِبادْك الْمْخْلَصون.

    ١- مستحب دي چې د لوې اختر نمونځ دې د نمر له اوچتيدو وروستو وشي خو په وړوكي اختر كښې مستحب دي چې د نمر له اوچتيدو وروستو دې افطار وكړي او سرسايه (فطره) دې وركړي او بيا دې نمونځ وكړي.

    ٢- مستحب دي چې د وړوكي او لوې اختر د نمونځونو قرات په لوړ اواز سره وويل شي.

    ٣- د وړوكي اختر په شپه له ماښام او ماسخوتن او د وړوكي اختر د سهار، ماسپخين او مازيګر نه پس او د اختر له نماځه نه پس دې دا تكبيرونه ووايي.اَلله اَكْبراَلله اَكْبرلاَ اِله اِلاَّ الله والله اَكْبر اَلله اَكْبر و لِلّهِ الْحمًد اَلله اَكْبرعلی ما هدانَا

    ٤- مستحب دي چې انسان په لوې اختر كښې تر لسو نمونځونو پورې له هر نماځه نه پس چې وړومبې نمونځ يې د اختر په ورځ د ماسپخين او اخري نمونځ يې د لوې اختر د مياشتې د دولسمې ورځې د سهار نمونځ دے له تير شوو تكبيرونو سره دا هم ووايي:اَلله اَكْبرًعلي ما رزََقْنَا مِنً بهيِمهِ الاْ َنْعامِ والْحمًدّ ِللهِ علي ما اَبْلانَا.

     
    FirstName :
    LastName :
    E-Mail :
     
    OpinionText :
    AvrRate :
    %0
    CountRate :
    0
    Rating :