١— دباصلاحيه مقاماتوپه اجازه دافغانستان په بيارغاونه کې دټولنېزو، فرهنګي ، ښوونيزو اوروزنيزو فعاليتونو له لارې ونډه اخېستل .
٢— په ټولنه کې دسولې دټينګښت اودورورى دفضاد پيداکولواودسيمه ييز، قومي ، ژبني ، نژادى او ... تعصباتو له منځه وړولولپاره زيار ايستل .
٣-- ديتيمانو اوکونډو پالنه اوهغوته دکسب اوکار دلاروچاروبرابرول .
٤-- دوطنپالنې دمفاهيمورواجول اوخلکوته خدمت کول .
٥-- دهېواددټولنېز پرمختګ لپاره دعلمي اوفرهنګي کادرونو دروزنې په چاروکې ونډه اخېستل .
٦-- په ټولنه کې داسلامي فرهنګ اوملي اصيلوارزښتونو خپرول .
٧-- په هېوادکې دښځودحقوقي وضعې دښه توب اودهغوى د علمي سطحې دلوړولولپاره زيارايستل .
٨-- متعلمينو اومحصلينو (که نارينه وي يا ښځمنې) ته دسالم مصروفيت دلاروچارو پيداکول.
٩-- دديني اوملي ارزښتونوپه چوکاټ کې دهنر اوادبياتوپه ودې اوپرمختيا کې ونډه اخېستل .
١٠-- دهېواد فرهنګيا نو اوپوهانو ته پرټولنېز وستونزو دمناقشې اوورته دحل لارو دپيداکولولپاره دليد نې کتنې اوتفاهم دلاروچاروبرابرول.
سريزه
آسماني شرايع پر درې اصولو ولاړې دي:"توحيد، نبوت او معاد".
پر مسلمان لازم دي چې په باب يې څيړنه او پلټنه وکړي؛ ځکه په اصولو کې "تقليد" منع دى، او قرآن په څرګنده وايي: "په څه چې نۀ پوهېږئ؛ نو لاروي يې مۀ کوئ" د يوه عالم وينا ده چې:
"ډېر خلک د دين په اصولو کې د ځان په څېر له ناپوهانو لاروي کوي او د استنباط او ټاکنې پړاو ته نۀ دي رسېدلي" چې دا زموږ د ټولنې يو څرګند تريخ واقعيت دى، چې څوک ترې منکرېداى نۀ شي حال دا چې قرآن وايي: "په څه چې نۀ پوهېږئ؛ نو له پوهانو وپوښتئ" زموږ په ټولنه کې د دين د اصولو د پوهاوي لپاره په ساده ژبه چې ټول پرې پوه شي په کافي اندازه کار نۀ دى شوې؛ نو ځکه د ديني عالمانو، روښانفکرانو او ليکوالو ديني او ملي مسووليت دى، چې په دې اړه ګړندي ګامونه پورته کړي.
موږ د خپلې وسې هومره دا لومړۍ لنډه ليکنه را وړاندې کړې، چې "انشاء الله" دا لړۍ به دوام مومي.
د اخلاص د فرهنګي او ټولنيزې پراختيا ټولنه
کابل
د لوراند او لورين څښتن په نامه
لومړى لوست
ددين پر اصولوبه ځان پوهوو
ددين اصول يوشمېرعقيدې دي،چې ددين ستنې اوبنيادونه ګڼل کېږي او دادي: (( توحيد)) (( نبوت ))او((معاد)) .
دېته په پام سره ،چې په هره زمانه کې انسانانوډول ډول عقيدې لرلې اواوس هم بېلابېلې عقيدې موجودې دي اوهره ډله اودين انسان يولړ خاصوعقيدوته رابولي؛نوځکه دمسلمان لپاره ضروري ده ،چې ددين ددښمنانواوغرضي کسانو د زهرجنو تبلېغاتوله امله له خپلو عقيدو وانه وړي او هرچاته پکاردي،چې په دليل اوبرهان سره دخپلې عقيدې له اصولو خبرشي اوددې معنادانه ده ،چې ګوندې کلونه کلونه دې ديني علم زده کړي اوفلسفي اواستدلالي کتابونه دې ولولي ؛بلکې تردې حده بس دى ،چې دخپلوعقيدو اصول په ساده اوټينګودليلونو وپېژني ،لکه يوه مشهوره قصه ده ،چې يوه ورځ يوې بوډۍ ښځې په څرخې تاراوبده په دې حال کې چاورنه پوښتنه وکړه،چې:(( دخدا ى تعالى د وجودثابتولولپاره څه دليل لرې ؟))
بوډۍ سملاسي له څرخې لاس اوچت کړاوچې څرخه ودرېده ؛نووئې ويل کله ،چې دومره وړه څرخه بې چلوونکې څرخېږي؛نوڅنګه ويلاى شو دا دومره پراخه نړۍ اودومره سترې منظومې بې له کوم چلوونکې وچلېږي اوبې له کوم څرخوونکې او تنظېموونکې پخپله وڅرخېږي؟
خوشال بابا دپوهې اوعبادت په تړاو وايي:
عبادت بې معـــــــــــــــــــــرفتــــــه
واړه هيڅ دى پرغــــــــــــفلته
اول پوه په معــــــــــــــرفت شـــــــه
بيا خبرپه عـــــــــــــــــبادت شه
ځان ساتـــــــــــــــه له معصيـــــته
موافق شه لـــــــــــــــــــه طاعته
که خبـــــــرپه معرفــــــــــت شــي
لټ په امرپــــــــــــــه طاعت شي
په ايمــــــــان کې دې خلــل وي
شناخت طاعت ســــره الول وي
کافران پــــــــــــه خداى خــبردي
چې طاعت نـــــــــه کاکافردي
حقيـــــــــــــــــقي مؤمن هاله يې
ګڼه زده کړه مــــــــــؤمن نه يې
که دې شناخت هم دطاعت شته
هم دې ترس دمعــصيت شته
کـــــــــــــبيره دايمان زيان دى
هرطاعت لره نقــــــــــــــصان دى
زده کړه ښــــه له مابې درنګه
ګناهونــــــه دي دوه رنــــــــــګه
هرچې کم دي صغيـــــــــره دي
هر چــــــــې لوى دي کبيره دي
که سړى کــــــــــــــــــــبيره نه کا
صغيره به يـــــــې خداى ښه کا
په چاپسې لاړشو؟
مسلمان،چې دخپلې عقيدې اصول په ټينګودلايلوزده کړل ؛نوددين په نوروبرخولکه لمانځه ، روژې،حج ،معاملواوداسې نورڅيزونوکې بايد له جامع الشرائط مجتهداوعالم نه تقليداولاروي وکړي،چې داجتهادټول شرطونه ولري اودفقهې اواستنباط (ددلايلو له مخې دالهي حکمونوراويستل ) په څانګې کې متخصص ، ماهراوکارپوه وي دتقليدمطلب ماهراومتخصص ته مراجعه ده؛ يعنى لکه څنکه چې انسان دژوندپه هرې چارې کې ناروغ شي يا کورجوړوي ؛نو ډاکتريا انجينرته ورځي همداراز ددين په فروعاتواوالهي احکاموکې که انسان پخپله ماهراوپوه نه وي ؛يعنې پخپله مجتهدنه وى پکارده ،چې جامع الشرائط مجتهداوعالم ته مراجعه وکړي اودهغه تشخيص اورايه دخپل ژوندعملي برنامه وګرځوي .
دويم لوست
دخداى تعالى پرشتون عقيده دانسان په فطرت کې نغښتې ده دانسان چې دوړوکوالي پړاوتېرشي او په ښه بده پوه شي ؛نو که له ځانه پوښتنه وکړي ؛نوپه دې پوهېږي ،چې رښتياويل ،انصاف،له انسانانوسره مينه ،اوورته خدمت کول اوداسې نورښه صفتونه ئې خوښ دي؛يعنې ددغه ډول صفتونوپه ښه والي پوهېږي اوپرهغو دپوهېدلولپاره کتابونولوستلوته هېڅ اړتيا نه لري اوکه څوک ورنه پوښتنه وکړي،چې (( په کوم دليل پوه شوې ،چې رښتياويل ښه کاردى )) په ځواب کې وائي چې : دامې په دليل اوبرهان نه دي زده کړي ؛بلکې دښه والي احساس يې زماپه فطرت،اوطبيعت کې نغښتى اوزماپه خټه کې اخښل شوى دى !)) .
دخداى تعالى پر شتون عقيده ( هغه خداى ،چې دنړۍ پنځګراو دټولومخلوقات پيداکوونکى دى ) دانسان دهمدغوفطري چاروپه کتارکې ده اوانسان ددغې عقيدې دپيداکولولپاره داستاد زده کړې اودکتابونو يا درسونو لوستلوته اړتيانه لري ؛بلکې له خپل ضميراووجدانه که پوښتنه وکړي ؛نو پوهېږي ،چې داټول کاينات يو پوه اوځواکمن پيداکوونکى لري .
نوځکه دانسان تاريخ چې لولو؛نوګورو ،چې پرخداى تعالى عقيده په تېرو وختونوکښې ان هغه وخت هم وه،چې انسان نيم وحشي واودځناوروپه څېريې ژوندکاوه اوله پوهې، علم اوفرهنګ سره ئې سروکارنه درلود البته کله کله دخداى تعالى په معلومولواوتشخيصولوکښې تېروته ؛دمثال په توګه لمر، ستوري ،بوتان يا دځمکې نور څيزونه به ئې خداى اودنړۍ پنځوونکي او خالق ګڼل ؛خوپه هرحال پر خداى تعالى اوپنځګر عقيده موجوده وه .
اوس چې پرخداى تعالى دعقيدې په فطر يتوب پوه شول؛نو دڅوټکيويادونه اړينه بولم .
کله کله انسان دځينوخاصولاملونوله امله له فطري څيزونو غافلېږي ؛يعنې لکه څنګه چې که يوه پېړ ټوکرپه يوبرقي چراغ واچول شي؛نودچراغ رڼا خورېدو ته نه پرېږدي همداراز کله کله انسان دعلمي غرور ،بې ځايه وياړونواوپه شهوتونواوهوسونو کې دډوبېدوپه وجه دخداى پېژندنې له فطرته غافلېږي اوپر فطرت يې لويه پرده غوړېږي اوانسان له خدايه داسې ناخبره اوغافلېږي چې ته به وائي ګوندې دخداى پېژندنې عقيده يي بيخي په فطرت اوخټه کې نشته ؛خو کله چې داپردې لرې شي ؛نوانسان پخپله خداى ته متوجه کېږي او پام ئې وراوړي.
هغه انسانان ،چې دګناه، شهوتونواوهوسونو له امله دخداى پېژندنې له اصلي فطرته غافلېږي په الوتکې ، بېړۍ، ګاډي اويانورو داسي څيزونوکې له خطرې سره دمخامخېدو په وخت کې ،چې ورته دااحساس پيداشي ،چې دتېښتې اوبچ کېدو لار نه لري اوظاهري وسايل ئې نه شي ژغورلا ى ؛نو د زړۀ له تله اوپه پوره توجه خداى ته متوجه کېږي .اوله خدايه مرسته غواړي ؛يعنې په دغه وخت دخداى پېژندنې ، خداى مننې اوخداى غوښتنې فطرت سم راڅرګندېږي .
چا له يوعالمه وغوښتل ،چې پلاني ته دخداى پاک لار وښيه ( يعنې دخداى دوجود دثابتولو دليل ورته بيان کړه ) .
عالم په ځواب کې وويل : ته کله په بيړۍ کې سپور شوى يې ؟
هو!
آيا داسې شوي ،چې ستاسوبېړۍ ماته شوې وي اوبله بيړۍ هم نه وي اوتاته لا مبوهم نه درځي ،چې ځان له ډوبېدو بچ کړې ( يعنې دبچولو ظاهري وسيله نه لرې .)
هو!
نو هغه وخت ،چې له هرې خوا نهيلى شوى وې ؛نوايا په خپل زړۀ کې داسې چاته نه وې متوجه چې تاله خطره بچ کړي ؟
هو،ولې نه په زړۀ کې مې داسې احساس درلود ،چې داسې يو قدرت شته ،چې ما بچوى اودمرګ له خطره مې ساتلى شي !
عالم ورته وويل : ((هماغه قدرت ،چې ته ورته متوجې وې اوپه زړۀ کې دې احساس شو؛نو هماغه خداى دى ))
يعنې هماغه څوک ،چې انسان ورته داړتيا،بې وسۍ اولاچارۍ پروخت متوجه کېږي اوپام ئې وراوړي اوهماغه قدرت ،چې دتکبراو غرور دپردو له لرې کېدو او دځامنى، په خلکو دباور اوپه ظاهري وسايلودتکيي اوباور له پرېښو دلووروسته انسان ور ته مخه کوي هماغه دنړۍ خالق، داړتيا وولرې کوونکى اودښکېلو اوکړېدلوانسانانوژغورونکى خداى دى .
درېيم لوست
دکائناتونظم اوسمون دخداى تعالى پرشتون ښه شاهد دى
که تاسو يوګاډي ، دګنډلو ماشين ، ګړۍ ، الوتکې يا نورو څيزونو ته په غوروګورئ ؛نووبه وينئ ،چې په هريوکې يوخاص نظم دى اوپه ځانګړي پروګرام سره چلېږي ، آيا داکېداى شي ،چې دامنظم اوسم ماشينونه پخپله اوبې له جوړونکې جوړشوي وي ؟!
که تاسوته دااحتمال له عقله لرې ښکاري،چې دالوتکې ،ماشين ،چې حيرانوونکى نظم لري پخپله جوړشوى ؛نو دادومره پراخ اوهک پکوونکى نظام ،چې پر ټوله نړۍ اوکا ئناتوواکمن دى اوهره برخه يې دالوتکې دماشين ترنظامه ډېره دقيقه ده له کومه پيدا اوچاجوړکړى دى ؟
داحيرانوونکى نظم اوپه دې نړۍ کې پټ رازونه ،چې ددنياټول پوهان يې حيران کړي له کومه پيدا شول اوچاخلق کړي دي .
که لږځيرشواوغوروکړو؛نودانسان عقل داوائي ،چې يوپوه، ځواکمن اوحکيم پالونکې شته ،چې دادومره منظمه دنيااوټول رازوال مخلوقات يې پنځولي دي. ددې لپاره ،چې په نړى اوکائناتوکې په نظم خبرشئ همدومره بس دى ،چې دانسان دبدن يو غړي لکه (( سترګې )) ته ښه پام وکړئ :د اوړوکى شان ماشين (سترګه) دومره دقيق اومرموزدى ،چې لاتراوسه دسترګوکارپوهان يې دټولورازونوپرپوهېدو نه دي برلاسي شوي .
آيا کوم عاقل داويلاى شي دا سترګه ،چې دومره دقيق اوحيرانوونکى سيسټم لري پخپله به جوړه شوي وي ؟!
آيا دانسان دبدن دهاضمې سيسټم لکه معده او داسې نور غړي،چې هريويې ځانته قانون او اصول لري په دې ګواه نه د ي،چې دايوپوه،ځواکمن اوحکيم جوړونکى لري اوداټول يې په يوخاص سيستم اوانتظام سره جوړکړي دي ؟ .
اوس به دغنمويوې دانې ته راشو،چې له ځمکې راټوکېږي اوبياترې يووږين بوټى جوړيږي اوپه هروږي کې څوڅودانې وي کله،چې دادانه پر ځمکې شېندل کېږي بيا دځمکې سينه څيروي اوله خاورو سرراباسي،چې بوټى ترې جوړشي . دلته کوم داسې انتظام په کارلګيادى ،چې دغنمودانه خپل بهيراوچکرپوره کوي؟ په حقيقت کې وريځې ، بادونه، سپوږمۍ ، لمر،دکال فصلونه ورځ اوشپه او.....داټول ديوه مهربان پالونکې په شان دغنم دانه په يوخاص ډول سره پالي تردې ،چې دغنموبوټى اووږى ورځنې جوړشي اوبياترې ګټه واخلو.
آيا دغنموهمدابوټى يانورې ونې دخداى تعالى پرشتون ،دهغه په حکمت اوقدرت دپوهېدو لپاره بس نه دي ؟
آيا ويلي شو،چې دانظم اوضبط پخپله پيداشوى دى ؟
ايا دانسان عقل داويلى شي ،چې داستوري ،لمر،سپوږمۍ، څلورفصلونه،ورځې،شپې او .......پخپله پيداشوي اوکوم پنځګراوپيدکوونکى نه لري ؟
له يواستاده شاګرد پوښتنه وکړه موږچې دنړى اوکائناتونظم تشريح کوو؛نوځينې مادي انسانان ،چې دخداى تعالى پرشتون شک لري يايې نه مني وائي،چې داهرڅه خوطبيعت اوفطرت پيداکړي دي !
استاد ورته وويل : که له فطرته دهغوى مطلب هغه څيزوي ،چې پوهه (علم ) قدرت اواراده لري؛نوهمداخداى دى اوهغوى ئې په نوم کې تېروتي دي (يعنې خداى تعالى ته ئې دطبيعت اوفطرت نوم ورکړى دى ) اوکه له فطرته دهغوى مطلب داسې څېزوي،چې علم، قدرت اوتدبيرنه لري ؛نوداممکن نه ده ،چې دومره منظم جهان دوړوند،کوڼ اوبې شعوره فطرت په لاس جوړشوى وي !
لنډدا،چې عقل اوپوهه داحکم کوي،چې دانړۍ اوکائنات يوپوه، حکيم اوځواکمن خالق جوړکړى،چې هماغه خداى دى ، اودانه شي کېداى ،چې بې شعوره اوناپوهه فطرت داسې دقيق نظام جوړکړي .
څلورم لوست
دانسان په فکري سيستم کې نظم
په دې لوست کې بياد انسان دپيدايښت څيړلوته ورګرځو؛ځکه ،چې وائي (( ديارخبره ترهرڅه خوږه وي )) . انسان پخپله يوه لويه دنياده ،چې هرغړى يې دخالق اوپالونکې د قدرت اوپوهې ګواهي ورکوي اوڅومره ،چې دانسان علم زياتېږي اودطبيعت له رازونوزياته پرده لرې کېږي؛نو دحکيم اوځواکمن خداى شتون ورته ښه څرګندېږ ي .
موږګورو،چې دهرانسان په جوړښت کې دغيبودنړۍ يوچراغ بل دى ،چې انسان دنېکۍ ،خيراوښېګڼې لورته وربيايي،چې داځلانده څراغ هماغه ((فکر)) دى .
په دنياکې ،چې څومره برسېرونې اواختراګانې شوي ،ټولې دهمدغه فکراوعقل له امله دي .
ټول کتابونه اوکتابتونونه اوټولې علمي څانګې دهمدغه ځواک (( فکر)) له برکته پيداشوي اوهمدافکراوسوچ دى،چې دشک په وخت کې انسان نېکمرغۍ ته رابولي ؛نوانسان ته چاداګټور ځواک ورکړى دى ؟
آياانګېرلاى شو،چې له لوى خداى اوځواکمن پالونکي پرته بل چادومره لويه پانګه انسان ته ورکړې ده ؟ دانسان په بدن کې يوډېروړوکى، دقيق اونازک ماشين ايښودل شوى ،چې ډېرکم وزن اونازک اونرم موادلري، دغه ماشين ته ماغزه ياداعصابومرکزوائي اويوه حېرانوونکې چاره يې داده ،چې پخپله اواټوماتيک کارکوي . دانسان په لاس جوړشوي دحساب ماشينونه دانسان په حکم چلېږي اوڅه ،چې ترې انسان غواړي هغه کوي؛خودااټوماټيک ماشين ( ماغزه ) ددغوماشينونوپرعکس ا واپوټه دي ؛يعنې نه يواځې حکم ته ضرورت نه لري ؛بلکې دانسان بدن ته امرکوي اوور ته لار ښيي .
دانسان بدن پخپله پرانرژۍ باندې دمادې دبدلولويوماشين دى اوله هغوماشينونوډېرتوپيرلري،چې انسانانو پرانرژۍ دمادې داړولولپاره جوړکړي ؛ځکه داټول ماشينونه يواځې خاص موادپر انرژۍ بدلوي؛خودانسان بدن ډېرخام اوکچه موادجذبوي اوپه ډول ، ډول انرژۍ ئې بدلوي . دانسان په بدن کې کيمياوي لابراتوارونه اود درملوجوړولواټوماټيک کارخانې دي د ((غدويا غوټو)) په شکل جوړې شوې دي ،چې هر يويې دخاصوموادو دجوړولومسووليت لري اودغه مواددانسان دژوند په بېلابېلوچاروکې خاصې دندې لري آيادادقيق اوبشپړماشينونه په دې ګواه نه دي ،چې انسان يوځواکمن، پوه اوحکيم پيداکوونکى خداى لري؟!
دميږي ژوند
له انسانه به تېرشواو د((ميږي )) ژوندته به ځغلنده نظروکړ،چې يوه وړه حشره ده اوموږته د توحيد اوخداى پېژندنې درس راکوي . ددې وړوکې ژوې ژوند،په ګډژوند، ګډکوښښ او له يوبل سره په ملګرتيا ولاړدى اوديوبل په مرسته خپل کارونه کوي داګډه ملګرتيا دمېږتون په جوړولواوددانواوخوړودراغونډولوپه وخت ليدلاى شئ .
داحشره پرته له دې نه،چې پوهنتون ته تللى وي اوبې له دې نه،چې دکرهڼې پوهنځې يې ويلى وي په خداى ورکړې پوهې ،فطري غريزې اواحساس سره په دې پوهېږي،چې که غواړي يوه دانه په سورې کې خوسااوخرابه نه شي؛نوپکارده ،چې نيمه يې کړي .
ميږى که محسوس کړي ،چې دانه لمده شوې ؛نوسمدستي يې له سورې راوباسي اولمرته يې ږدي ،چې وچه شي اواصولا دوى خپلې سوړې اومېږتون په لوړاووچ ځاى کې جوړوي ،چې اوبه ورته ونه رسېږي .
نوآيا ويلې شو،چې داحيرانوونکې کارونه له لارښوونکې پرته کېداى شي ؟!
ددې وړې حشرې استاد اولارښوونکى څوک دى ؟ اوله کومه يې دادومره سترې خبرې (چې انسان پرې دزده کړې له لارې پوهېداى شي) زده کړي اود ژوندبنيادئې پرې ولاړ دى ؟
ستاسې پام يوې په زړۀ پورې مناظرې ته رااړوو:
يو ماده لمانځي يوعالم ته وويل : ((دخداى تعالى وجودراته ثابت کړه )) ددې پوښتنې په وخت کې يوماشوم هم ناست و،چې له هګۍ سره يې لوبې کولې عالم له ماشومه هګۍ راواخېسته اوماده لمانځي ته يې وويل : داهګۍ وينې ،چې يوه سخته ،کلکه اوبنده کلاترې راتاوه ده، په دې کلاکې دننه اوددېوالونوترشا يې ډېرنرى پوستکى دى اوپه هغه کې دننه لږشان ويلي شوي ، سره اوسپين زردي ( دهګى سپين اوژېړ)؛خودوى له يوبل سره نه ګډېږي.[؛نوآيا ويلي شو،چې داژېړاوسپين ،چې له يوبله بېل دي او پخپله پيداشوي دي] ؟
اى پوښتونکيه ! هېڅوک ددې هګيو له دننه خبرنه دي،کوم چرګوړي ،چې ترې راوځي نربه وي اوکه ښځه اوچې راووځي؛نو زړۀ راښکوونکى اورنګارنګ وي ( کوم يوځواک داچرګوړى داسې رنګ اوانځورکړى دى ) .
آيا ديوچرګوړي يايوطاووس رنګول اوانځورول ديوې تختې ياتصويرله رنګو لونه کم دى ؟
آيا موږويلى شو،چې يوجوړ شوى تصوير،جوړوونکى اوانځورګرلري؛ خودافطري انځور ګري پخپله شوې ده ؟
عالم زياته کړه: آيا نه منې ،چې داهګئ اوهغه چرګوړى ،چې ترې پيداکېږي اودومره خصوصيات لري دايوحکيم ،پوه اومدبر پالونکى اوپنځګرلري؟
پوښتونکي لږسوچ وکړاولکه ،چې له خوبه راپاڅېدلى وي سمدستي يې وويل :
((هوګواهې ورکوم ،چې دانړۍ يوپيداکوونکى اوپنځګرلري،چې نوم يې الله دى اوټول کمالي صفتونه لري اوګواهې ورکوم ،چې محمدصلى الله عليه وآله وسلم دخداى بنده اواستازى دى .))
هودنړۍ له موجوداتو هرژوندى مثال ،هراتوم ،هره زره اودژونديوڅارويوهرسلول دحقيقي پالونکې اوخالق پرشتون رښتيني ګواه دي
پينځم لوست
دخداى پاک صفتونه
هر صفت ،چې انسان ته سترتوب اوبزرګي ورکړي او اړتيااونيمګرتيايې لرې کړي هغه ته کمالي صفت وايي لکه دپوهې اوهوښيارۍ صفت ، چې له يووګړي ناپوهي لرې کوي همدرازکه څوک وس اوقدرت نه لري ؛نونيمګړى اوناقص دى اودقدرت صفت دهغه دانيمګړتيالرې کوي ددې جهان پالونکى اوخداى ،دکمال ټول صفتونه لري اوله هرډول عيب اونيمګړتيا پاک دى دا،چې خداى دنړۍ ټولې اړتياوې پوره کوي اونوروته کمالونه اونعمتونه ورکوي؛نو پکارده ،چې پخپله هم دغه کمالي صفتونه ولري؛ځکه چې داخونه شي کېداى ،چې څوک پخپله کمالي صفتونه ونه لري او نوروته يې ورکړي مثلاڅوک ،چې پوهه ونه لري بل ته څه نه شي ورښوولى .
که خوښه مووي دابحث به لږ نورهم ا وږد کړم .
خداى تعالى پوه ځواکمن اوژوندى دى.
په کائناتوکې له مطالعې دخداى تعالى پر صفتونوپوهېداى شو؛ځکه چې داپراخه نړى ،چې سرترپايه په کې نظم اوانضباط کارول شوى اوهريومخلوق په اندازې اوله ځانګړتياوو سره پيدا شوى په دې خبره لوى دليل دى ،چې ددې پيداکوونکى ،علم،پوهه ،وس اوقدرت لري په کائناتوکې داحيرانوونکى نظم په دې ګواه دى ،چې ددې پيداکوونکى دهرموجود په رازونواودهغودپاتې کېدواوفناکېدوپر عواملواودهرژوندي دژونداومرګ په سببونوخبردى اوپه هراړخيزاوبشپړعلم اوتدبير ئې هرڅيزپيداکړى دى .
اوس،چې دخداى تعالى دعلم اوقدرت په صفتونو پوه شو؛نو په يوبل صفت ئې ،چې ژونديتوب (حيات) دى هم پوهېداى شو؛ځکه چې دپوهې اوعلم لپاره ژوندضروري دى اوڅوک ،چې علم اووس لري؛نوژوندى به هم وي ،خداى تعالى په قرآن شريف کې ځان په ټولوکمالي صفتونولکه علم ، قدرت اوژوند(حى) ستايلى اوځان يې له هرډول نيمګړتياپاک ګڼلى دى .
أَنَّ اللّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ؛يعنې خداى تعالى په هرڅه پوه اوخبردى .(بقره ٢٣١آيت ) .
هُوَ الْحَيُّ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ؛يعنې هغه ژوندى دى اوله هغه پرته بل خداى نشته .(غافر٦٥آيت )
إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
؛يعنې بېشکه خداى په هرڅه قادردى (بقره ١٤٨ آيت ).
البته لکه ،چې وويل شول کائنات په خپلوزياتورازونوسره دخداى تعالى پوهه ،علم ، قدرت اوژوند يتوب ښه ثابتوي؛خودهغه دپوهې ، علم ، قدرت اونورو صفتونوڅرنګوالى موږته سم معلوم نه دى؛ځکه چې زموږعقل اوفکرلنډاومحدوددى اودخداى تعالى دذات اوصفتونوحقيقت ته ( چې له هراړخه نا محدوددى) نه شي رسېدلاى .
هو! دهرانسان فکرکه څومره ډېروړاوقابل هم وي دخداى تعالى دحقيقت لوړې څوکې ته نه شى رسيدلى او موږنه شوکولى اومسووليت هم نه لرو،چې دخداى تعالى دذات ياصفتونو پر حقيقت پوه شو؛يواځېنى څيزچې موږئې وس لرواو له موږه غوښتل شوي دادي،چې په کائناتواودالهي عظمت په نښونښانوکې په دقيقې مطالعې اوڅېړنې سره دخداى تعالى پر وجود اوصفتونو عقيده پيداکړو؛خودخداى تعالى دذات اوصفتونو حقيقت هېڅکله مو ږته نه شي معلومېداى اونه به معلوم شي اوداسې توقع اوهيله لرل هم نه دي پکار؛ځکه چې ددين مخکښان اولارښوونکي وائي : (( هرڅيز،چې موږيې په خپل ذهن کې تصورکړوهغه خداى نه دى ؛بلکې زموږ دذهن پيداشوى څيزدى اوهم موږته راګرځي )) .
خداى تعالى اورېدونکى اوليدونکى دى
خداى تعالى ځانته سميع اوبصيرويلى، دسميع اوبصير معناده؛اورېدونکى اوکتونکى .
دخداى تعالى دکتنې اواورېدنې مطلب دادى،چې هغه په ټولواورېدنواوليدلوخبردى لکه څنګه ،چې ددنياپه ټولوموجوداتوخبردى اوټول دهغه په وړاندې حاضردي .
البته دانسانانواوحيوانانودليدلواواورېدلووسيله سترګې اوغوږونه دي؛خوداچې الله تعالى اورېدونکى اوکتونکى دى مطلب دانه دى،چې هغه سترګې اوغوږونه لري ؛بلکې مطلب دادى ،چې خداى تعالى په ټولوليدنواواورېدونوخبردى اوټول دهغه په وړاندې حاضردي اوهيڅ څيزترې پټ نه دى اوڅرګنده ده ،چې په اورېدنوياليدنودهغه خبرتيااو پوهه سترګواوغوږوته اړه نه لري ،يوديني عالم وائي :
( داچې خداى تعالى ليدونکى اوکتونکى دى ؛نومطلب دانه دى ،چې هغه زموږ په شان غوږونه اوسترګې لرې) ((؛بلکې هغه ئې بې له غوږو اوري اوبې له سترګو ګوري )) .
اوس کېداى شي څوک داپوښتنه وکړي ،چې په کوم دليل خداى تعالى کتونکى اواورېدونکى دى ؟
ددې پوښتنې ځواب ډېراسان دى کله ،چې موږ پوه شو،چې خداى تعالى بې پايه علم لري اوله هرڅه خبردى ؛نوددې ټولې پوهې اوعلم لازمه داده ،چې هغه له ټولواورېدنواوليدنو هم خبردى .
دې ته په پام سره ددغودواړو صفتونو( سميع اوبصير) دثابتولولپاره بېل دليل ته اړتيانه لرو،پردې سربېره،چې مخکې مووويل دنړۍ خالق بايددټولوکمالونوخاوند اوله نيمګړتيا وواوعيبونو پاک وي اوداورېدلواوليدلوصفت په هغه معنا،چې و موويل په خپله يوډول کمال دى اوددې کمال نه لرل نقص اونيمګړتياده .
شپږم لوست
خداى تعالى يودى اوشريک نۀ لري
دخداى تعالى يووالى له بېلابېلولارو ثابتولى شو ؛خوپه دې لوست کې يواځې دوه دليلونه وايو:
لومړى دليل : دکائناتوپيوستون اوهمغږي پخپله دخداى تعالى دشتون پريووالي غوره دليل دى ،فرض کړئ ستاسوپه لاس کې يوکتاب دى،چې ٥٠٠ مخه لري اولوستلى مونه دى اوخبرنه يې ،چې داټول کتاب يوتن ليکلى اويايې ځينې برخې يوتن اوځينې يې بل ليکلي وي تا سوټول کتاب لولئ که وموليدل ،چې دکتاب مطالب،منځپانګه،دليکنې استدلال ، املاء اودجملو جوړونې طريقه يې يوشان ده اوهمغږي لري ؛نوپوهېږئ،چې داټول کتاب يوليکوال ليکلى ؛ځکه که دا کتاب دوويازياتوليکوالوليکلى وو؛نوارومرو يوډول ناهمغږي به په کې وي اودا ناهمغږي که څومره لږه، دقيقه اومعمولي هم وي،چې عام اومعمولي وګړي پرې پوه نه شي ؛خوبياهم ماهران اوليکوالان پوهېږي،چې کتاب ديوه تن ليکنه نه ده اوڅوکسانو ليکلى دى .
دې سريزې ته په پام سره اوس دادى، دادنيا،طبيعت اوهستي مطالعه کوو ؛ځکه چې پوهان وائي(( طبيعت دخداى تعالى کتاب دى )) .
له لوستلووروسته پرې دټولوعلوموله کارپوهانواوماهرانوسره خبرې کوو،چې وګورو آيا دخلقت ددې سترکتاب ټول مخونه له يوبل سره همغږي دي اوکه نه ؟
که دطبيعت ټولې چارې اوټول مخونه همغږي اومنظم وي ؛نوداپه خپله درب العلمين او زموږ دپالونکې په يووالي لوى دليل دى .
له نېکه مرغه موږچې دطبيعي علومودهرې څانګې له کارپوهانوپوښتنه کوو؛نوټول موږته په ګردې نړۍ اوکائناتوکې يونظم اوپيوستون راپه ګوته کوي اووايي،چې داټوله دنيا په يوه نقشه جوړه شوې اوددې اصول اوقوانين دومره عام اوهراړخيزدي ،چې ديوې وړې شان ذرې په ازميښت سره پرنړۍ باندې پريوواکمن قانون پوهېداى شواوديووړوکې څيزدازموينې له مخې ديولوى قانون پايله اخېستى شو.
ددنياټول پوهان ؛ ژوندپوهان، فزيک پوهان،اتوم پوهان، اونجوميان ددې پيوستون ګواهي ورکوي.
آيا تردې لويه همغږي بله کېداى شي،چې دلمريز نظام اودکائناتو نورې لوى منظومې هماغه قانون لري،چې يووړوکى شان اتوم ئې لري.
موږ ټولوته پته ده ،چې لوى لوى سيارې په خپل مدارکې د((جاذبې))،اوله مرکزه دتېښتې د قانون له مخې څرخېږي ، اټوم ،چې دومره وړوکى دى ،چې په مليونونوئې په يوميلي مترځاى کې ځائيږي هم دغه دوه متضادې قواوې لري(؛ يعنې جاذبه اوله مرکزه دتېښتې قوه ) اودهمدغودووځواکونوپه رڼا کې الکټرونونه دجاذبې په مدار کې له پروټونونو راتاوېږي .
که دبوټو،ژويو،انسانانو اوځناوروژوندته وګورو،هلته هم همداهمغږي شته په ژويواوبوټوکې دنسل دپيدايښت عام قانون يوبل ته دومره نږدې اوورته دى ،چې ځينې څېړونکى وائي ،چې داټول ډولونه په حقيقت کې له يوډول راپيداشوي دي .
که تاسې ديوکتاب بېلابېلى پاڼې ولولئ اوښه ورته ځيرشئ؛ نوآياد هغه له همغږى، يوشان والي،استدلال ،اسلوب او جملوجوړونې پوهېداى شئ ،چې داد يوليکوال کتاب دى اوکه ډېرو؟
طبيعت هم ديوکتاب په شان دى،چې بې شمېره پاڼې اومخونه لري هرمخ ؛بلکې هره کرښه ئې په زرګونوڅېړونکېو څېړلى اورا سپړلې اولاهم پرې لګيادي،ټول پوهان يوه خوله دي،چې دا کتاب يولړاويوشان عام قوانين لري مثلا په هرځاى کې دعليت قانون موجوداوواکمن دى، دجاذبې اوثقل قانون په ټولې مادي نړۍ کې شته ،ټول اټومونه هسته لري اودرڼااو نورقوانين هم په هرځاى کې يوشان دي .
آيا دخلقت اونړۍ په کتاب کې دادومره همغږي اويوشان والى ددې ګواه نه دى ،چې ددې پيداکوونکى هم يودى ؟
آيا که نړۍ اوطبيعت دوه خدايان اودوه پيداکوونکي لرل ؛نودهغوى دحکومت طرز،ډول ډول ارادو، دهغودکارونوتدبيراوطريقې به بېلې بېلې نه واى ؟
دويم دليل
خداى تعالى،چې پېغمبران دانسانانو دلارښوونې لپاره رااستولي اوپه معجزواوپرېمانه دليلونوئې خپله پېغمبري ثابته کړې دغوټولو پېغمبرانوخلک ديوخداى منلوته رابللي دي،څرګنده ده ،چې که دنړى خدايان له يوزيات وو؛نوټولوپېغمبرانوبه خلک يوخداى ته نه رابلل ؛بلکې هر پېغمبربه خلک بېلابېلوخدايانونه رابلل اودهغه خداى تبليغ به ئې کاوه ،چې رالېږلى يې دى اوکه څوک دانيوکه وکړي،چې کېداى شي ځينې خدايان داسې هم وي،چې دانسانانولپاره ئې کوم پېغمبرنه وي رااستولى؛نودا يوه بې بنسټه خبره ده ؛ځکه څنګه کېداى شي،چې يوخداى دخپل غوره مخلوق (انسان)په هکله دومره بې پرواوي اودهغوى د نېکمرغۍ او لار ښوونې لپاره يو پېغمبر هم راونه ليږي !
يوديني مشر همدې حقيقت نه په اشارې سره خپل زوى ته وائي: (( ګرانه زويه !پوه شه چې که له يوه خداى پرته نور خدايان واى ؛نوپېغمبر ان به يې هم راليږلي وواوداچې موږ ګورو ،ټول پېغمبران خلک ديوخداى منلوته رابولي ،دا پخپله ددې خبرې لوى دليل دى چې له يوه خداى پرته نورخدايان نشته اوکه خداى تعالى شريک درلود؛نودهغه شريک به پرځمکه اوحکومت دخدايي قد رت نښې هم ښکاره کړې واى اوداچې دبل خداى هېڅ نښه نشته له دې يقين پيدا کوو چې خداى تعالى شريک اوسارى نه لري .))
اووم لوست
دخداى تعالى سلبي صفتونه
سلبي صفتونه هغه صفتونه دي چې که په چا کې وي؛ نوهغه به نيمګړى وي اوبل ته به اړوي اوخداى تعالى له هغه صفته پاک دى ،چې ذات يې نيمګړى کړي يا يې نوروته اړکړي ،دپوهېدو لپاره ځينې صفتونه يې دادي :
(١) خداى تعالى جسم نه دى .
ټولو ته معلومه ده چې هر جسم اوبدن يوځاى ته ضرورت لري ؛نوکه خداى تعالى جسم وي؛نويوځاى ته به ضرورت لري اومخکې مو وويل چې خداى تعالى بې نيازه دى اوهيڅ څيزته ضرورت نه لري؛ ځکه که څوک نوروته محتاج وي ؛نودنورواړتياوې نۀ شي پوره کولاى؛ نومعلومه شوه چې خداى تعالى جسم نه دى؛ ځکه چې جسم يوځاى ته اړتيالري .
(٢) خداى پاک مرکب نه دى.
دخداى تعالى ذات مرکب نه دى ؛ځکه چې هرمرکب څيز خپلو اجزاوواو ټوټوته اړتيا لري مثلاً يوخاص درمل يايو ګاډى اوداسې نورڅيزونه چې له بېلا بېلو اجزاوو اوبرخو ځنې جوړ شوي خپلو اجزاووته محتاج دي اوکه يوجزاويا يوه برخه بې نه وي؛نوبيا خپل مخصوص اغيزله لاسه ورکوي اويا خاص کارترې نه اخېستل کېږي همدغه شان که دخداى پاک ذات له ځينو اجزاووجوړ شوي وي؛نوخپلو اجزاووته به محتاج وي اووموويل چې دخداى تعالى ذات هيڅ څيزته ضرورت نه لري او له هر څه بې نيازه دى .
(٣ ) خداى تعالى په سترګو نه ليدل کېږي
دهرڅيز ليدل ځانته شرايط لري اويوشرط يې دادى چې هغه به جسم وي اوپه يو ه ځاى کې به وي ،که داسې نه وي؛ نوبيا په سترګو آن په دوربين اوزره بين هم نه شي ليدل کېداى اوکله چې موږ ثابته کړه ،چې خداى تعالى جسم نه دى اوځاى نه لري؛نو هېڅکله په سترګو نه شي ليدل کېداى اوداهم نه شو ويلاى کوم څيز، چې په سترګو نه ليدل کېږي هغه به موجود نه وي ؛ځکه داسې څيزونه شته ،چې موجوددي؛خونه ليدل کېږي لکه برقي څپې يا دبدن دردونه اوموږ دهغوى په نښو نښانوځان پوهولاى شو؛نوضروري نه ده، چې هرڅيز په سترګو وليدل شي ؛نوځکه داسې نه ده هر څيز چې په سترګو ونه ليدل شي هغه به نه وي .
(٤) خداى تعالى هيڅ څيزته هيڅ ډول ضرورت نه لري
که خداى تعالى بل ته اړوي؛ نودخداى اونورو مخلوقاتو ترمنځ به هيڅ توپير نه وي لکه څنګه چې نورمخلوقات له ځان پرته نوروڅيزونو ته اړتيا لري اوهغوى خپل ضرورتونه پوره کوي؛ نوکه خداى تعالى هم نيازمن وي؛ نوهمداسې به وي؛يعنې يوبل خداى ته به اړ وي ،چې هغه به ئې اړتياوې پوره کوي؛نوځکه بايد ووايوچې احتياج دخداى تعالى له ذات سره بيخي اړخ نه لګوي او خداى خوهغه دى چې دنورواړتياوې پوره کړي اوڅوک چې پخپله ضرورتمن وي؛نو دنورواړتياوې به څنګه لرې کړاى شي .
قرآن مجيد ( دفاطر سورت ١٥آيت ) په دې باب وائي:
يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ
ژباړه (( اى خلکو تاسو،اوټول مخلوقا ت ،خداى تعالى ته محتاج اوسئ اويواځې هغه دى چې غني اوبالکل بې نيازه دى ))
رحمان بابادخداى تعالى په ستاينه کې وايي:
ګوره هســـــــــې کردګار دى رب زمـــــــــــا
چې صاحب دکل اختــيار دى رب زمـــــــــا
همګي بزرګواران چې څوک يې وائـــــــــــي
ترهمه ؤبزرګواردى رب زمـــــــــــــــــــــــــا
نۀ يې هيڅ حاجت پر چاباندې موقوف دى
نۀ دهيچامــــــــــــــــــــــــــــنت باردى رب زما
له نيســــــــتۍ يې دهستۍ صورت پيداکړ
هسې رنګ پــــــــــــــــروردګاردى رب زمــا
هم صانع دى دجمـــــــــــــــــله ؤمصنوعاتو
هم سامع دهرګفتــــــــــــــــــــاردى رب زما
چې يې هيچرى نۀ مثل نۀ مثـــــــــــــال شته
دهغوى عطرو عطــــا ردى رب زمـــــــــــــا
هرتعميرچې ددنيا اود عقــــــــــــــــــبى دى
دهمه واړو معمــــــــــــــــــــــــار دى رب زما
خواننده دنانويســـــــــــــــــــــــــوصحيفودى
داننده دهر اســـــــــــــــــــــــــــرار دى رب زما
که ظاهردى که باطــــــــــن دى که مابين دى
له همه ؤ خبــــــــــــــــــــــــــــــردار دى رب زما
که پيداکه پوشېـــــــــده دى که اوسط دى
په همه ؤوقوف داردى رب زمــــــــــــــــــــــــــا
شريک نۀ لري په خپله بادشــــاهى کښى
بى شريکه شهرياردى رب زمـــــــــــــــــــــــا
هســــــــــــــې نه چې واحدي يې ده له عجزه
په واحدوجود بــــــــــــــسياردى رب زمــــــا
حاجت نۀ لري دهېــــــــــــچاويــــــــــــــارۍ ته
له هغوســــــــــــره چې يــــــــــاردى رب زما
څۀ حاجت دى چه وبل خــــــواته يې غواړم
په خپل کورکښې همکـــــــنار دى رب زما
هيڅ تغييراوتبديل نۀ لـــــــــــــــري رحمانه
تل ترتله برقرار دى رب زمــــــــــــــــــــــــا
په ١٣٤٦ل کې چې د لومړى ځل لپاره انسان پرسپوږمۍ پښه کېښوده؛نو دا يې له ځمکې اخيستل شوى عکس دى،چې د"الله" نوم پرې کښل شوى دى.
په ورېځ د "الله" نوم کښل شوى دى.
د شاتو د مچيو پر ګبوڼي د "الله"نوم کښل شوى دى.
د انسان د زړه جوړښت د "الله" د کلمې په ډول دى
د پاڼې پر مخ د "الله"نوم کښل شوى دى.
مېږيان له ځالې راوتلي او خپله راټولېدنه يې د "الله" د کلمې په ډول انځور کړې ده.
پر کدو" امنوا باالله"کښل شوى دى.