ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • اتم لوست نبوت ( پېغمبري)  
  • 2010.02.26 8:16:48  
  • CountVisit : 561  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • داسلام  دويم اصل دهغو پېغمبرانو پرنبوت اوپېغمبرۍ عقيده ده چې خداى تعالى دانسانانو دلارښوونې لپاره رالېږ لي دي اودا پېغمبران لکه څنګه چې په  کتابونوکې راغلي يولک اوڅلورويشت زره زيات اوکم دي .

    خوشال بابا وايي : 

    يولک څلوويشت زيات اوکم پېغمبران دي.
    کل واړه مدام دي ثناخوان دمحمد
    وروستى پېغمبر چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى او وروسته ترې بل پېغمبر نه راځي داسلام قدرمن پېغمبر حضرت  محمد صلى الله عليه وآله وسلم  دى .

    خوشال بابا وايي :

    يولک څلوويشت زيات اوکم پېغمبران دي.
    کل واړه مدام دي ثناخوان دمحمد
    ترلک زيات پېغمبران دي
    څوک نبي څوک مرســـلان دي
    همــــه واړه نېک کرداردي
    امينان دي وفــــــــــــــــــاداردي
    عالمان دي راست ګويان دي
    دوګړي نېـــــــــک خواهان دي
    نه يې نفس نه يـــې هواوه
    هره چـــــــاريې په رښـــــــتياوه
    يا به وحې يا الـــــــــــــــهام و
    چې يې چاوته کـــــــــــــــــــلام و
    زيات وکم ويل يې نه کړه
    چې يې کړه واړه يې ښــــــه کړه
    محمد په کې افضل دى
    هـــــــم آخردى هــــــــــــم اول دى
    ددين کارپه ده تمام شه
    خاتمت دده په نــــــــــــام شـــــه

    دپېغمبرانو دبعثت  او رااستولوضرورت

    داڅرګنده  ده چې حکيم خداى داپراخه دنيا بې مقصد ه نه ده پيداکړې اود اهم معلومه ده چې دپيدايښت دموخې ګټه خداى تعالى ته  نه رسېږي؛ځکه چې په تېرولوستوکې مووويل .چې خداى تعالى څه کمى اونيمګړ تيا نه لري چې ددنيا په پيداکولو يې پوره کړي؛نودېته په يام سره ددنيا دپيدا کولو مقصد بايد پخپله دمخلوق اوانسانانو لپاره وي اودنړى دخلقت يواځېنى مقصد چې موږ پرې پوهېداى شود موجوداتو تکامل اوبشپړتيا په تېره بيا دانسان هر اړخيز ه بشپړتيا ده .

    اوس داپوښتنه راپيداکېږ ي چې انسان  څنګه تکا مل ته رسېداى شي ؟ څرګنده ده ،چې دانسانانوتکامل اوپرمختګ يواځې دآسماني لارښوونکيو ، روزونکيو اواستادانوله لارې ممکن دى چې داکارنورڅوک نه شي کولى ؛ ځکه چې غير آسماني مشران اولارښوونکي حقيقتونه پوره نه شي درک کولاى؛ نودانسان لارښوونه هم سمه نه شي کولى اوددې امله چې له خطااوګناه پاک نه دي ؛بلکې په کې ډوب هم دي؛ نو دلارښوونې دمقام جوګه نه دي ؛خوالهي استازي اومشران (( دغيبوله علم  )) سره د را بطې اوله هر ډول غلطۍ څخه دپاکوالي په وجه انسان ته سمه لارښوولاى اوپرانستلى شي بې له دې  چې په مشرۍ اولارښوونه کې تېروځي .

    له دې سريزې  پوهېږ وچې بايد دانسان دروزنې اولارښوونې برنامه دنړى دخالق لخوا(چې دانسان په ټولو غوښتنوخبردى اوپوهېږي چې څه دانسان په ګټه دي اوڅه يې په تاوان)تنظيم اوبرابره شي او دابرنامه دهغو انسانانو په وسيله خلکوته وړاندې شي چې پېغمبري اواستازيتوب ورسره ښا ئيږي اودغيبوله نړۍ اوخداى تعالى سره اړيکې لري  .

    انسان ټولنيز موجود دى

    ټول په دې باور دي چې انسان ټولنيز موجوددى ؛يعنې له ټولنې  بېل ژوند نه شي کولى ؛بلکې مجبور دى چې له نورو انسانانو سره ګډ ژوند وکړي ؛چې له دې ګډ ژونده ټولنه جوړېږ ي .

    بې له شکه په ټولنيزژوندکې يولړاختلافونه ، تضادونه اوستونزې هم پيداکېږي اوکه سم قانون نه وي،چې انساني ټولنه اومعاشره سمه وچلوي؛ نوټولنه نېکمرغۍ اوتکامل ته نه شي رسېدلى، له دې امله دسم اوعادلانه قانون شتون ضروري دى ،چې دانسان اوټولنې حق ورکړاى شي اووګړنيزاوټولنيز حقوق خوندي کړي اوس بايد وګورو،چې څوک بايد داقانون جوړکړي اوترټولوښه قانون جوړونکى څوک دى ؟او شرطونه يې څه دي؟ دقانون جوړوونکى لومړى شرط دادى چاته،چې قانون جوړوي؛نوبايددهغوى له روحي اوبدني خصوصياتو،احساساتو،غرايزواونوروځانګړتياووڅخه خبروي او داهراړخيزه پوهه له خداى تعالى پرته بل څوک نه شي لرلاى ؛ځکه چې هغه خالق دى  اويواځې خالق متعال دانسانانوپه بهرنيواودنننيوخصوصياتو اودانسانانوله روحي ، بدني اونورو ځانګړتيا وواوحالاتو خبردى،يواځې خداى تعالى دى ،چې له ډول ،ډول پپښو،اوبدلونونو،چې دانسان په ژوندکې راځي او ورسره مخامخېږي خبردى له دې کبله يواځې همغه ذات دى ،چې د انسانانو لپاره قانون جوړولاى شي،داسې قانون ،چې په ټول ژوندکې دهغه په ګټه  وي اوانسان له تباهۍ اونابودۍ نه  وساتي .   خداى تعالى داقوانين ديوشمېرغوره اوله خطااوګناه نه دپاکووګړيو په لاس خلکو ته رالېږلي،چې انسان ددغوقوانينو دکارولواوپرهغودعمل له لارې نه تکامل اوبشپړتياته ورسيږي؛ يوه بله  ونډه،چې دخداى تعالى پېغمبران ئې دانسانانوپه لارښوونه کې لري

    داده،چې هغوى پخپله دخداى تعالى دقوانينو لومړني عملي کوونکي دي ؛يعنې دقانون پر راوړلوسربېره داسې استادان اوروزونکى هم دي،چې انسانانوته پر دغوقوانينوعمل ورزده کوي او پخپله په دغه قانون دعمل ښه مثالونه اوبېلګې دي،چې نورانسانان دهغوى په لاروۍ او دهغوى پر پل په پل کېښو دلوسره آسماني قوانين دخپل ژوند کړنلاره وګرځوي اوعملي يې کړي .

    له دې امله خداى منونکې ټولنه په دې عقيده اوباورده ،چې خداى تعالى په هره زمانه کې دانساني ټولنواومعاشرې دهدايت لپاره يوياڅوپېغمبران رالېږ لي،چې په آسماني ښوونوسره انسانانوته دنېکمرغۍ  لار وښيي .

    چاله يوه ديني مشره پوښتنه وکړه ،چې :

    (( دپېغمبرانودبعثت اورالېږلودضرورت سبب څه دى ؟))

    مشر ورته په ځواب کې وويل :

    ((داچې په ټينګودليلونو ثابته شوه ،چې موږ يوحکيم پيداکوونکى اوپالونکى لرو،چې موږ ئې له نشته شته کړى يواوداهم ثابته شوه ،چې خداى تعالى جسم اوماده نه ده او تر ټولومخلوقاتو لوړاوستر دى او مخلوق يې ليدلاى  نه شي،چې دخپلوکارونودسم والي ،ناسموالي اوبدوالي په باب ترې پوښتنه وکړي؛نوپه دې بڼه کې لازمه ده ،چې يو لړاستازي اورسولان راوليږي،چې خلکوته دخير،اصلاح اونېکمرغۍ لار وروښيي او څه،چې دخلکو په زيان دي ورپه ګوته کړي اوپه ټولو زمانواو پړاوونوکې بايد په انسانانو کې يولړلارښوونکي وي،چې ځمکه د خداى تعالى له حجته خالي  نه شي ))

    نهم لوست

    پېغمبران معصوم دي

    په دې خوپوه شو،چې دپېغمبرانودراتلويو مقصد دخلکولارښوونه ده ؛خو په دې کې هم شک نشته ،چې که يولارښود پخپله په ګناه ککړوي؛نوخلک پاکۍ او پاکلمنۍ ته نه شي رابللى . له دې امله ضروري ده ،چې الهي پېغمبران له هرډول ګناه، تېروتنواوناوړه کارونو پاک وي،چې خلک هم دهغوى  په لاروۍ  دنېکمرغۍ لار ومومي .

    په بله ژبه که څوک نورخلک رښتياويلواوامانت ساتلو ته رابولي؛خو په خپله دروغجن وي ياکله کله دروغ وائي اوپه امانت کې خيانت کوي؛نو خبره يې  پرخلکو اغېزنه کوي همدارازکه پېغمبران له خطا اوګناه  پاک نه وي اوخلک دااحتمال ورکوي،چې کېداى شي دوى په خپلې وينا دالهي احکاموپه بيانولوکې تېروځي؛نودهغوى خبره په پوره ډاډسره نه مني او په پايله کې دهغوى سمه لاروي نه کېږي اودراتلومقصديې نه پوره کېږي. هوخداى تعالى داسې انسانان ،چې له شرک اوګناه پاک نه وي دخپلې پېغمبرۍ او استازيتوب لپاره نه غوره کوي؛ بلکه هغوى ددې سترمقام لپاره ټا کي ،چې له هرډول ککړتيا پاک وي اوپه راتلونکې کې هم له ګناه اوخطا بچ اوخوندي وي .

    پېغمبران بايد دمعجزې خاوندان وي

    څوک چې روغ فطرت لري ؛نو ادعابې دليله نه مني اوکه چايوه ادعابې دليله ومنله عقل اوپوهه يې نيمګړې ده؛ له دې کبله لازمه ده ،چې ټول الهي پېغمبران دخپلې پېغمبرۍ دادعاد ثابتولولپاره يودليل اوګواه ولري او داخبره ثابته کړي،چې دوى دخداى تعالى استازي دي .

    يودليل ،چې دغيبوله نړۍ اوپاک رب سره دپېغمبرانواړيکې ثابتوي معجزه ده . معجزه هغه کارته وائي ،چې کول يې  په هغوشرايطواوحالاتوکې ،چې پېغمبريې کوي دنورودوس کارنه وي ؛يعنې يوکاريواځې پېغمبران وکړاى شي اونوريې نه لکه دمړيوژوندي کول اويادظاهري وسايلوله کارولوپرته دلاعلاجه ناروغيوعلاجول.

    په دې باب يواسلامي مشروائي: ((هرپېغمبر بايدله ځان سره يوشاهد ولري ،چې پررښتينولى يې دليل وي ))

    او معجزه پخپله يوه څرګنده شاهده ده ،چې خلک  پرې دپېغمبرۍ دادعا په رښتيا اودروغوپوهېداى شي  .

    خوشال بابا وايي :

    محمـــد چې پېغمبردى
    ستاپه کوم دليـــــــل باوردى
    دليــــــل داچې معـــجزات
    لري دى بې نهايـــــــــــــــــا ت
    معجـــــــزه يې قرآن دى
    چې راغلـــــى په ښه شــــان دى
    عــرب ډېرفصيح زبان وو
    دانشمندد خپــــــــــــل آوان وو
    اتفـــــاق يې په داکارو
    لــــه قرآنه يې انـــــــــــــــــکارو
    مدعي دمصـــطفى وو
    په بطــــلان يې په غوغـــــــاوو
    څه که دين دده باطــل کړو
    ســــــــحرګريايې چــــې بل کړو
    جدلونه يې برپـــــــاى کړه
    کوششونه يـــــــــې په راى کړه
    يوآيت لــــــــــــــکه قرآن و
    چاونه وې هســـــــــــــې ګران و
    په داکارکې سرګردان شول
    اخرخاورې دقرآن شــــــــــــــول
    همګي واړه عاجزشول
    درسول په دين فايز شـــــــــول
    قرآن درست واړه متين دى
    معجزه تربې وســــــــــــين دى
    دعيسى معجزد داوه
    دمړده ووپه احيـــــــــــــــــــــا وه
    دموسى عصـابه مارشوه
    يابه ونه په اثمـــــــــــــــــــارشوه
    معجزه دمحـــــــــــــمد شته
    يوقــــرآن دې کې سرمدشـــته
    که ترشرق ترغربـــــــــه واړه
    فصيحان ســــــــــازه کا غـــاړه
    يوآيت لــــــــــــکه قرآن دى
    رابه نه وړي هــــــسې ګران دى
    په اعجازيې کړه دوه نيمه
    هومره اوه ځمـــکې جــــسيمه
    بل ګوياورته کــــــــباب شه
    بل يې لاس چـــــشمه دآب شه
    بل سوسمـــــــــارورنه خبر
    په ښــــــکاره وکړه نـــــــــــــادر
    په عجــــــــــــازيې وبله پور
    اوبه ښې شــــــــوې تلخې شور
    په فراق دده نالانـــــــــــــــــــه
    دمسجدستنــــــــه شـــوه جانه
    په هوا وواووه پاســـــــــــــــه
    غردده دسردپاســــــــــــــــــــــــه
    چې يې وبلله ونــــــــــــــــــــه
    ورته راغله لــــــــــــــــويه پلنه
    ده به وښېيــــــــــــل څيزونه
    چې به ورک شول په ملکونه
    معجزې يې وې بې شماره
    زه يې څوکښم درتــــــــــــه ياره
    که يې کښم کتاب اوږدېږي
    دانايان به خود پوهــــــــــــــېږي

    لسم لوست

    وروستى پېغمبر

    وموويل ،چې وروستى پېغمبرداسلام ګران استازى حضرت محمدبن عبدالله صلى الله عليه وآله وسلم دى هغه مبارک په څلويښت کلنۍ کې پر پېغمبرۍ وګومارل شو.

    رحمن بابا وايي :                                                                                                 

    نبوت په محمد باندې تمام شه

    نشته پس له محمده انبيــــــــــا

    تاريخ ګواهي ورکوي،چې آنحضرت صلى الله عليه وآله وسلم په خپل ټول عمرکې حتى يوه شېبه هم دبوتانو عبادت نه دى کړى اوله خداى پاک سره يې شريک نه دى ګرځولى .

    آنحضرت صلى الله عليه وآله وسلم په داسې وخت کې دخداى تعالى لخواپر پېغمبرۍ اودخلکو په لارښوونه مبعوث اووګومارل شو،چې انساني نړۍ پر ګډوډۍ ،جنګ ، وروروژنه ، خرافاتو،افسانواوچټياټواخته وه .

    هغه مبارک خپله پېغمبري اعلان کړه او دثابتولولپاره ئې زيات شمېرمعجزې اوشواهد راوړل . دپېغمبراکرم په معجزو کې يوه داسې ژوندۍ، ښکاره ، اومضبوطه معجزه هم وه ،چې اوس يې هم پرپېغمبرۍ ټينګه شاهدي ورکوي داژوندى سنداوتلپاتې معجزه قرآن شريف  دى ،چې اوس هم دځلانده لمرپه شان ځلېږي اودخپلومنوونکيو زړۀ روښانه کوي .

    قرآن شريف (دتکويرسورت  ٢٢- ٢٧ آيتونه )  په زغرده وائي،چې :  زماراوړونکى يوعادي انسان نه دى اوزه دهغه فکرنه يم جوړکړى ؛بلکې زماراوړونکى يوداسې سترشخصيت دى ،چې له غيبواوددې نړۍ له خالق سره اړيکې لري اوخداى تعالى هغه دانسانانود لاښوونې لپاره رااستولى دى

    وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍاو ستاسې ملګرى [= پېغمبر] ليونى نه دى.

    وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِاو په يقين چې هغه (د وحې امين = جبرئيل) د روښانه څنډو په لمن كې ليدلى دى.

    وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍاو هغه د پټو (خبرو په ويلو كې) بخيل نه دى.

    وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍاو دا ( قرآن) د شړل شوي شيطان خبره نه  ده.

    فَأَيْنَ تَذْهَبُونَنو چېرته ځئ؟!

    إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَدا( قرآن) نړيوالو ته له پند پرته بل څه نه دى؛

    داسلام پېغمبرصلى الله عليه وآله وسلم  به ويل :

    ((اى  خلکو ! زه دخداى پاک لخواپر پېغمبرۍ ګومارل شوى يم اوداقرآن زما پر پېغمبرى ژوندى او څرګندګواه دى که زما په دې خبره کې شک لرئ تاسوټول راغونډشئ اوديواوبل په لاسنيوى  دقرآن دسورتونوپه شان يوسورت جوړکړئ که تاسوبريالي شوئ اوله ماسره موسيالي وکړه ؛نوبيا زماپېغمبري مه منئ ؛خوکه بريالي نه شوئ ،چې هېڅکله به نه شئ ؛نوپوه شئ،چې زه دخداى اومخلوق ترمنځ يوه واسطه اورابطه يم اودهغه پېغمبريم ،چې تاسودنېکمرغۍ اوکمال لورې ته بوځم .))

    په هغه زمانه کې ټولوليکوالواو شاعرانوپه تېره بيا هغوکسانو،چې په فصاحت اوبلاغت کې بې ساري اوبې مثاله استادان وو،نه يواځې دا،چې دقرآن مجيددسورتونو په شان يې يوسورت جوړنه کړ ؛بلکې ټولوپه خپلې بې وسۍ اوعاجزۍ اعتراف وکړاوله هغه وخته تراوسه سره له دې ،چې داسلام دښمنانوداسلام پرخلاف له ټولووسايلو کاراخېستى ؛ خوله قرآن سره دمقابلې وس نه لري،چې په شان يې يوآيت جوړکړي .

    د لا اله الا الله محمد رسول الله کلمه د انسان پر سږو کښل شوى ده.

    د شاتو د مچيو پر ګبوڼي دحضرت محمد(ص) نوم کښل شوى دى.

    پر يو ډول نباتي تخم د "الله" تعالى او حضرت "محمد" ( ص) نومونه کښل شوي دي.

    پر څاروي د حضرت "محمد(ص) "نوم کښل شوى دى.

    په ځنګل کې په ونو د "لااله الا الله محمد رسول الله"کلمه کښل شوى ده.

    قرآن تلپاتې معجزه

    قرآن شريف نه يواځې دفصاحت ، بلاغت ، دژبې خوږوالي، جمله بندۍ،جوړښت،روحي جذابيت اوزړۀ راښکون له نظره معجزه ده ؛بلکې له نورو ډېرواړخونوهم دمعجزې حيثيت لري،چې دلته ورته لنډه اشاره کوو : 

    (١) ټول تاريخ پوهان يوه  خوله دي،چې داسلام قدرمن پېغمبر(( امي )) ؤ(يعنې له چائې زده کړه نه وه کړې ) او ترڅلويښت کلنۍ پورې ،چې پر پېغمبرۍ مبعوث اووګومارل شو،له هېڅ استاد يې لوست نه وويلى، داسلام پېغمبرصلى الله عليه وآله وسلم به خلکوته په قرآن شريف کې دتېرو ډېروپېغمبرانوقصې اوپېښې لوستې البته دتېرودقصولوستل پخپله معجزه نه ده ؛خو داقصې اوپېښې چې  [ دتېرې اونوې زمانې ]د مسيحيانواويهوديانوپه کتابونوکې راغلي؛نوکه موږ دقرآن دابرخه ديهوديانواوعېسويانودپخوانيواواوسنيووختونوله ليکنوسره پرتله کړوله دې لارې پوهېداى شو،چې قرآن معجزه اوآسماني کتاب دى ؛ځکه که ديهوديانواوعيسويانود پخوانيواواوسينووختونو[ددوى اوسني کتابونه هغه کتابونه نۀ دي ،چې حضرت موسى اوحضرت عيسى عليهماالسلام دخداى له لورې  راوړي ؛بلکې هغه اصلي کتابونه له منځه تللي دي ]  کتابونوته مراجعه کوو؛نوګوروچې ددغوکتابونوليکوالو دډېرې ناپوهۍ په وجه دخداى دپېغمبرانوقصې [ چې دتاريخ ډېرلوړاوتکړه شخصيتونه وواوقصې يې هم له پنده ډکې دي ] دافسانو، خرافاتواوچټياتوپه ډول بيان کړي اوپه دغوقصواوپيښوکې ئې حقايق دومره ګډوډکړي،چې الهي پېغمبران تر عامو انسانانو هم ټيټ انځور شوي دي؛خو چې قرآن مجيدلولو؛نوددغوپاکوپېغمبرانوقصې اودژوندپېښې داسې بيان شوي،چې ټولوته دپنداوعبرت وړدي .

    اوپه همدې دليل هېڅ څوک نه شي ويلاى،چې داسلام پېغمبرحضرت محمدصلى الله عليه وآله وسلم ،قرآن مجيدديهود يانواومسيحيانوله کتابونو جوړکړى اودقرآن په شکل يې خلکو ته راوړاندې کړى دى .

    قرآن مجيدچې دپېغمبرانوقصې بيانوي؛ نويوشمېرحقايقو،اخلاقي خبرواوسبقونوته هم اشاره کوي اودهغوى قصې اودژوندپېښې يې په رښتونې توګه بيان کړي،چې وهم ورته لار نه شي موندلاى ،

    که داقرآن وحې نه وي اوله بل څه جوړشوى وي؛نودپېغمبرانودقصوپه بيانولوکې به يې هماغه خرافات اوګډې وډې خبرې رااخېستې واى لکه ،چې دتورات اوانجيل ليکوونکيواود عربوقصه ويوونکيورااخېستې اودپېغمبرانوپه قصوکې يې دروغ اوغلطې خبرې ننه ايستي دي. تاسو دحضرت آدم ، بي بي هوا، حضرت ابراهيم ، حضرت  يعقوب اوحضرت عيسى (عليهم السلام)  قصې،چې په تورات اوانجيل کې راغلي دقرآن شريف له قصوسره پرتله کړئ بيا به په حقيقت پوه شئ اودالنډه مقايسه ثابتوي،چې داسلام پېغمبرصلى الله عليه وآله وسلم دوحې له لارې حقايقوته رسېدلى دى بايدووايو،چې ديهودواومسيحيانوپه پخوانيو اواوسنيو کتابونوکې ددې پېغمبرانوقصې دومره سپکې ،رسوااوشرموونکى دي ،چې قلم يې له ليکلو شرمېږي؛خو همداقصې اودژوند پېښې په قرآن شريف کې  په ډېره غوره طريقه بيان شوي،چې په کې علمي اواخلاقي حقايق نغښتي دي .

    ( ٢ ) دقرآن شريف داعجاز دثابتولو بله لار په هغه  کې راغلي قوانين دي،چې داقوانين دومره پاخه ، سم اوتللي دي ،چې دوخت تېرېدلواودانساني ټولنواومعاشرې بدلېدو ورته هېڅ زيان نه دى رسولى. قرآن شريف دانساني ټولنې لپاره ځانګړى اقتصادي نظام او قانون راوړى،چې په ټولوزمانوکې دانسانانودغوښتنوځواب ويلاى شي که دقرآن په يواځې يواقتصادي اصل (( دسودپرحراموالي )) عمل وشي ؛نودټولنې طبقاتي اختلافونه اوګډوډۍ به لرې  شي .

    يونالوستى اوانپړ،خلکو ته حتى نيم غوندې صحيح قانون هم نه شي راوړى  داخولاڅه چې يوداسې سم اقتصادي نظام راوړاندې کړي،چې د ډول ، ډول اقتصادي نظامونوپه پيداکېدوسره نه يواځې هغه ته کوم تاوان نه رسيږى؛بلکې دوخت ماهرانواوپوهانو ددغه نظام په سموالي ګواهي ورکړي اودغه قانون خپلومنوونکيوته (که عملي يې کړي)،عظمت اوعزت وربخښي.

    قرآن مجيد په خلکو کې شتمني عادلانه ويشي،چې که عملي شي؛نوپه ټولنه کې به بېوزلي او لوږه پاى ته ورسېږي .

    قرآن شريف دمعاشرې اوټولنې دهوساينې اوآسانتيالپاره ډېرټينګ اوښه جزائي قوانين لري،چې دانسان هوساينه تضمينوي  .

    داسلام پوځي نظام اوجنګي برنامه دومره پرمختللې ده، چې آن ددښمن دناموس اوحقوقوخيال په کې ساتل شوى دى .

    غرض داچې اسلامي حقوق دومره پراخ ا وهراړخيزدي،چې دانسان له پيدايښته ترمړينې پورې ورته قانون لري اودهرڅيزلپاره که څومره وړوکې هم وي يوحکم اوسپارښتنه لري .

    آيا يونالوستى انسان هغه هم په داسې حالاتوکې ،چې وحشت ، ناپوهۍ ، بې علمۍ اووهمياتوګرده ټولنه نيولې وي پرته له دې ،چې دغيبوله نړۍ سره اړيکې ولري انسانيت ته داسې ځلاند،بشپړاو تلپاتې قوانين راوړاى شي ؟!

    داسلام ستريااو دقرآن اعجازيواځې پر همدې خبرونه رالنډېږي ؛بلکې نورداسې ډېرګواهان اودليلونه شته ،چې موږپوهوي،چې قرآن مجيديوالهي استاداو لارښوددى اوبرنامه يې اسماني ده .

    چا له يوه اسلامي عالم نه پوښتنه وکړه: داسې ولې ده،قرآن چې څومره اورېدل کېږى ؛نوهومره ورسره غوږونه بلدېږي، اوڅومره ،چې لوستل اونوروته ښوول کېږي بيا هم نه زړېږي؟بلکې ددې په اپوټه اوپرعکس ورځ په ورځ يې تازه توب اونويتوب  زياتېږي ؟

    عالم ورته وويل: (( داځکه ،چې قرآن شريف ديوې خاصې زمانې اومهال لپاره نه دى نازل شوى ؛نوځکه په ټولوزمانواووختونوکې نوى اوتازه دى .))

    هو،که موږ قرآن دخپل  ژوندبرنامه وګرځوو؛نو شک نشته ،چې نېکمرغه به شواولکه څنګه ،چې داسلام په لومړيو وختونوکې مسلمانانوله قرآنه د لاروۍ په برکت په لنډه موده کې دسترعزت او ترقۍ خاوندان شول ؛نوموږ به هم د تيرپه شان خپل برم بياراژوندى کړو؛خومسلمانانو قرآن هېرکړى اوله همدې امله  نن پر دې حال اخته دي .

    يوولسم لوست

    معاد (قيامت)

    ددين درېيم  اصل پرمعاد ؛يعنې قيامت  عقيده ده ،دخپلوکړنوجزااوسزاته درسيدولپاره يوبل ژونداوبياراپاڅېدوته معاد وايي .

    پرقيامت ګروهه  دانسانانويوه پخوانۍ عقيده ده حتى په لرغونوقومونوکې ددې عقيدې نښې نښانې شته. دنړۍ په مشهورومذهبونوکې ابدي اوتلپاتې ژوندته ستنېدل بنيادي اصل ګڼل کېږي.

    اوهغه دين ته الهي دين نه شوويلاى،چې پرقيامت عقيده نه لري. دنړۍ په ټولوقومونو اواولسونوکې ددې عقيدې سابقې ته په پام سره ويلاى شو،چې پر قيامت باورلرل يوه فطري خبره ده، کېداى شي،چې څوک په ځينوخاصوحالاتوکې دااحساس وکړي،چې په مړيني يې دژوندلړى پاى ته نه رسېږي اومرګ يې دژوندد زنځيروروستۍ کړۍ نه ده اوهغه دڅوورڅودنياوي اوستونز من ژوندلپاره نه دى پيداشوى ؛ بلکې داتوره شپه يوسبالري اومرګ به دابدي ژوند پر لوريوه کړکى وي .

    پرمعاد اوقيامت عقيده يوه فطري چاره ده او موږ دمسئلې دوضاحت لپاره دلته يواځې دوه دليلونه راوړو.

    له قيامت سره دخداى تعالى دعدل اوحکمت اړيکه

    دادنيا،چې انسان په کې ژوند کوي داسې نړۍ ده ،چې بنيادونه يې پر عدل اوانصاف ولاړ دي اوخالق يې هم عادل اومنصف دى اوخپلوبندګانوته ئې حکم کړى ،چې خپل ژوند دعدل اوانصاف پربنياد تېرکړئ اوله ظلم اوزياتي ډډه وکړئ اودانسانانو دلارښوونې لپاره يې پېغمبران رالېږلي،چې هغوى ته دخيراوشرلار وښيي .

    هود الهي حکمونو اودرسولانودامرونوپروړاندې خلک دوه ډلې کېږي :

    ( ١ ) يوه ډله داسې ده،چې هغوى دزړۀ له اخلاصه خبره مني اوددين له نېغې لارې نه کږېږي اوځانونه له ککړ تياوو ، ګناهونو ،ناپاکيواوسپکواخلاقو ساتي اويالږ ترلږه په دې فکرکې وي، چې ځانونه پاک کړي .

    ( ٢ )  بله ډله  داسې ده،چې په شهوتونو، ګناهونواودخداى تعالى پربندګانوباندې په ظلم کولو کې ډوب دي اودهغوى کړنې  داسې دي،چې ته به وائي خداى تعالى دوى ته بيخې برنامه اودژوند طريقه نه ده رالېږ لې اونيغه لار يې ورته نه ده ښوولى ددوى دژوند مقصد يواځې خونداخېستل ، شهوتونه، ګناهونه ، چل ول اوپرنوروظلم اوزياتى کول دي اودغې موخې ته درسيدولپاره له هيڅ جنايته  ډډه نه کوي .

    لکه په تاريخ کې لولو،چې پلانى واکمن( دتاريخ يوه بدنامه څيره) وائي: (( زه له دې ډېر خونداخلم ،چې دخداى تعالى بندګان په اورکې واچوم اودهغوى چغې اوسورې اورم ؛ځکه زما په خيال ربړول او په اور کې دخلکو چغې اوسوري  ښه موسيقي ده.))

    يوداانسان دى اويوبل انسان به دروښيو،چې وائي که ددنياټوله باچاهي راکړئ اورانه وغواړئ ،چې پر يووړوکې ميږي ظلم وکړم اوله خولې ئې دانه واخلم ؛نوداکاربه ونه کړم .

    همداشان موږپه خپل ژوندکې داسې وګړي پېژنو،چې له رذالت ، ناپاکۍ اوظلمه پرته بل کارنه لري اوداسې کسان هم شته ،چې خپل ژوند اوهوساينه ئې دمسلمانانو اوانسانانودخدمت لپاره بښلې ده .

    نوآيا دخداى تعالى انصاف اوعدل داتقاضاکوي،چې دادوه ډوله کسان يوشان اوبرابردي ؟

    آيا هغه منصف اوعادل خداى ،چې دټولوبندګانو کړنې ورته معلومې دي اودهرچاله ظاهر اوباطن څخه خبردى دغودواړو ډلوته په يوه سترګه ګوري ؟!

    سالم اوروغ عقل وائي،چې دادوه ډوله خلک له يوبل سره توپير لري اوهر چاته بايد دخپلو کړنوبدله ورکړل شي . 

    هغه ډله ،چې پرخداى تعالى ايمان لري اونيکي يې کړې پکارده ،چې دنېکۍ بدله وويني اوهغه کسان ،چې پر الله تعالى ايمان نه لري، ظلمونه اوګناهونه يې کړى پکارده ،چې ددې کړنوسزاته ور سېږي .

    هو، دخداى تعالى عدل اوانصاف ددې تقاضا کوي،چې نيک عمله اوښه کسان بايد له بدو اوبدعملو کسانو سره توپيرولري .

    بلخوا په دې کې هم شک نه شته ،چې دا امتيازاو دنېکانو بدله په دنياکې په پوره توګه نه ورکول کېږي؛ځکه  موږ وينو ،چې ډېربې ايمانه اوبدعمله کسان په دې دنياکې آرام اوپه مزوچړچوکې ژوند کوي اوله دې دنيا خوندونه اخلي .

    ددې په اپوټه او ډېر داسې ايمانوال اونېک عمله کسان وينو،چې خپل ټول عمر يې دخداى تعالى په عبادت ، دخلکو اوټولنې په  خدمت ، لارښوونه اوښوچاروکې تېرکړى اوخپلې ټولنېزې اووګړنيزې دندې ئې پوره کړي ؛خوبيا هم په ډېرو سختيو،ستونزو، غريبۍ، ربړولواو بندونوکې عمر تېروي او په همدې حال کې مړه هم شي؛نودې ته په پام سره دخداى تعالى عدالت اوحکمت داتقاضا اوغوښتنه لري،چې پکارده يوه بله دنيا وي،چې نېکان په کې دخپلو نېکو چاروښه بدله اوبدان اوکافران په کې دخپلو کړنوسزاوويني .

    اودابله دنيا هماغه دقيامت اودبيا راپاڅېدوورځ ده ،چې په ټولو آسمانې اديانو اوپه تېره بيا په اسلام کې پرې ايمان ضروري دى او ددين يو بنيادي اصل ګڼل کېږي .

    خوشال بابا وايي :

    لکه ګوروته چې يون شـــــــته
    پس له مرګه بيـــــا ژوندون شته
    خداى په هرچاره قـــــــــادردى
    بل ژوندون تـــــــــــــــــروالا زردى
    چې په داباندې څوک شک کا
    ځان به درســـــــت له کفرډک  کا
    په آوازدصـــــــــــــــــــورله ګوره
    پاڅــــــــــــــېدل دي زما وروره
    صورشپېلۍ داسرافـــــيل ده
    لوى دپونـــــــــسولکه ميل ده
    فراخي يې زما لا لـــــــــــــــــــــه
    چې سړى ځــــــــــي په زرکـاله
    څلورښکرد صوريادېــــــــــږي
    هريوښکريې جهـــــــــــان کېږي
    دعمل نامــــــــې به واشـــــــــي
    په هر لوري به غــــــــــــــــوغاشي
    څوک نېکبخت څوک به بدبخت وي
    دبدبخت حساب به سخت وي
    چې نامه په ښــــــــي لاس ورکه
    نورقيامت به پرې اختـــــــــــــرکا
    چې نامه په کيـــــــــڼ لاس مومي
    ودوزخ لـــــــــــــــــــــــــره به درومي
    دده مخ په واړه تــــــــــــــــــور وي
    درست وجود به يې تورسکوروي
    دنېکبخت مخ به تــــــــــابان وي
    ترمهتاب به لارخشـــــــــــــــــان وي
    راضي من به ځنې خداشي
    جنتــــــــــــــــــونه به يې ځــــاى شي
    تل به اوســــــي په جنت کې
    په خوښــيې په راحــــــــــــــت کې
    ورسره بـــــــه وي تل حورې
    په هردم ورته حضـــــــــــــــــــورې

    دولسم لوست

    دقيامت دثابتولو لپاره دويم دليل

    خداى تعالى ،چې موږ پرې عقيده لرو يو حکيم اوعليم خداى دى دهغه ټول کارونه دحکمت له مخې دي اوددې نړى اوانسان د پيدايښت اوانسانانو ته دعقل دورکړې ا وورته داستازيو اوپېغمبرانوله راستولو يوه موخه اومقصدلري .

    آيا دانسانانو دپيدايښت موخه داده ،چې په دنياکې څوورځې له خپلو نفساني خواهشاتو سره سم ژوند وکړي، څوزره کيلو ګرامه ډوډې وخوري، څوزره ليټره اوبه وڅښي اوله څوورځو خوشحاليو يابد حاليو او بدمرغيو وروسته خاورو ته لاړشي په رښتيا که دانسان دپيدايښت غرض داوي ؛نوپکارده،چې  ووايو دهغه خلقت چټي اوفضول دى حال داچې زموږپالونکى حکيم دى، ټول کارونه يې دحکمت له مخې  دي، فضول اوچټي چارې نه کوي .

    نوکه لږ فکر اوسوچ وکړودې پايلي ته رسېږو،چې دنيا ته دانسانانو دراتللوموخه يواځې دالنډ ژونداومحدوده نړۍ نه ده ؛بلکې انسان ديولامحدود اوتلپاتې ژوندلپاره پيداشوى ،چې داهماغه تر مرګ وروسته ژونددى .قرآن شريف  [دمؤمنون سورت١١٥ آيت ]همدې دليل ته اشاره کوي اووايي :

    أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ

    ژباړه : اوتاسو داګومان اوخيال کړى،چې تاسوموعبث اوچټي پيداکړى يئ اوموږته به نۀ راګرځئ .

    معاداوبياراپاڅېدل جسمانى دي

    دقرآن مجيدله آيتونو داسې معلومېږي،چې معاد او تر مرګ وروسته بيا ژوندي کېدل جسماني دي؛يعنې دانسان روح بيا بدن ته راګرځي او انسان به  دخپلو کړنوبدله ويني، يوه ورځ رسول اکرم صلى الله عليه وآله وسلم ته داسلام يومخالف  [ ابئ بن خلف ] يو وروست هډوکى راوړاوپه لاسونو کې يې داوړو په شان ومږه، ميده ئې کړاو بيائې هواته پوه کړاوويې ويل ،چې داميده اووروست هډوکى به څنګه راټول اوبيا ژوندى شي؟ 

    خداى تعالى خپل ګران رسول صلى الله عليه وآله وسلم ته وويل ،چې دده په ځواب کې ووايه ،چې هماغه خداى ،چې په لومړي ځل ئې داهډوکۍ له خاورو پيداکړى اوورته ئې ژوند ورکړې هماغه خداى به داوراسته هډوکي بيا راغونډ او ژوندي کړي ديس سورت  ( ٧٩ ) آيت :

    قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ[ابئ بن خلف ] وائي څوک به داوراسته هډوکي را ژوندې کوي ( اى زما پېغمبره هغه ته) ووايه هماغه ،چې په لومړي ځل ئې پيدا  اوژوندي کړي دي بيا به ئې هم ژوندي کړي اوهغه په هرخلقت خبردى ))

    دانسان پرژوند دقيامت دعقيدې اغېزې

    پرقيامت عقيده انسان دخپلو فرايضو او دندو د ترسره کولو لپاره هڅوي؛ځکه داسې وګړي  پوهېږي ،چې دهغه هېڅ کړۀ نه ضايع کېږي اويوعادل اوځيرخداى شته ،چې دټولو له ظاهراوباطنه خبردى ؛نوداسې وګړي په خورامينې اوهيلې خپلې دندې ترسره کوي اودځان دسمولواو د نېکو کارونو د کولو هڅه کوي .

    پر قيامت اولوى ورځې ايمان انسان ته دتلپاتې ژوندزېرى ورکوي او انسان پوهېږي،چې ددې محدود ژوندلپاره نه دى پيداشوى اوپه مرګ سره له منځه نه ځي؛بلکې پر داسې ژونداو پړاو پښه ږدي ،چې ددې دنياله ژونده ډېر پراخه دى اوپه دې هم پوهېږي،چې دادنياد آخرت لپاره ، سريزه ده او دآخرت پراخ اولوى ژوند  دانسان ددنياوي کړنو پايله ده اوپه بله وينا هماغه څه به رېبي ،چې دلته يې کرلي وي .

    قرآن مجيد په دې هکله وائي :

    ژباړه : څوک ،چې ديوې ذرې هومره ښه کاروکړي ؛نوبدله به يې وويني اوکه څوک ديوې ذرې هومره بدکارکړي ، بدله به يې وويني .

    رحمان بابا څه ښه وائي : 

    کردګلوکړه ،چې سيمه دې ګلزار شي

    اغزي مۀ کره په پښوکې به دې خارشي.

    خوشال بابا وايي :

    حضرحق دى وبه شينه                   
    نېک وبدبه مــــــــــــوتلينه
    اوېزانده به کـــــــا تله                       
    عدالـــت به کــــــاپه خپله
    جبرائيل به وزن کاندي                   
    چې کفى داترازودى                       
    برابره په هرســــــــــــــــودي
    چې دادرسته دنياواړه                   
    څوارلس ځله به وي دواړه
    دهرچاچې څه کرداروي                   
    داخيارکه داشــــــــــــراروي
    همګي به وزن کېـــــږي                     
    جبرائيل به پرې خبرېږي
    که نېکي زياته وي څومره                
    چې دږدنـــــــــــودانه هومره
    هغه کس به جنـــتي شي                      
    په حساب به فرحتي شي
    چې يې تله سپکه شينه                      
    ودوزخ لــــــــــــــــره به ځينه

    کتابښود:

    په دې څېړنه کې له لاندې سرچينو ګټه اخېستل شوې ده:

    ١ – اصول اعتقادي اسلام – رضا استادي

    ٢ _ دخوشال خان خټک کليات _ عبدالقيوم زاهد مشواڼى

    ٣ _ د رحمان بابا کليات _ محکمه ثقافت صوبه سرحد

    ٤ _ انترنيټ

     
    FirstName :
    LastName :
    E-Mail :
     
    OpinionText :
    AvrRate :
    %0
    CountRate :
    0
    Rating :