ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • حضرت امام علی عليه السلام شهادت  
  • 2010.02.26 8:57:37  
  • CountVisit : 501  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • هجرت په څلويښتم کال په مکې کښې ځنې خوارج راغونډ شو او غښته يې وکړه چې حضرت امام علی عليه السلام معاويه او عمر عاص په کوفې شام او مصر کښې په ټاکلو وختونو کښې ووژني. دوي د روژې د مبارکې مياشتې نولسمه شپه د وژلې وخت وټاکۀ. د عبدالرحمن ځوې ملجم د حضرت امام علی عليه السلام په شهيدولو، د صريمي ځوي حجاج د معاويه په وژلو او د بکر تميمي ځوي عمرو د عمرو عاص په وژلو وګمارل شول .

    ابن ملجم په همدې خاطر کوفې ته راغی خو څوک يې له خپل سپيرۀ او پليت نيته خبر نۀ کړل. تر دې چې يوه ورځ د يو خوارج په کور کښې له يوې ښائسته جينۍ "قطامه" سره مخامخ شو په هغې يې زړه وبائيله او ځان له يې وغوښته، قطامه ورته وويل زما مهر درې زره درهمه، يو مرئې او د حضرت امام علی عليه السلام شهيدول دي. قطامه چې پلار او وروڼه يې د نهروان په جنګ کښې مړۀ شوي وؤ، خيال کوؤ چې حضرت امام علی يې پلار او وروڼه وژلي دی. خو حقيقت داسي نۀ ؤ، غرض دا چې ابن ملجم قطامه ته وويل چې زۀ هم د همدي کار لپاره کوفې ته راغلی ؤم. او اوس په خپله اراده لا کلک شوم.

    بالاخره هغه سپيره شپه راورسيده، ابن ملجم له خپلو دوؤ ملګرو سره د روژي نولسمه شپه د کوفې په جماعت کښې تيره کړه. قابو ديرش او څو کاله مخکښې حضرت امام علی(ع) له ګران رسوله اوريدلي وؤ چې د روژې په مياشتې کښې به له دنيا ځي.

    (نوره قيصه به د حضرت علی عليه السلام له خلې واورو)

    او چې کله پيغمبر(ص) د روژې د مبارکې مياشتې په باب هغه مشهوره خطبه ولوسته نو زۀ پاڅيدم او تپوس مې ترې وکړ چې ای د خداي رسوله! په دې مياشتې کښې ډير ارزښتناک عمل او کار کوم دی؟ وې فرمايل "له ګناهانو ځان ساتل، بيا پيغمبر(ص) سخت وژړل او ماته يې ووئې چې تۀ به هم په دې مياشتې کښې شهيديږې.                                                                                                 

    د امام علی عليه السلام له کړو او ويناوو هم دا څرګنديده چې دی په دې مياشتې کښې شهيديږي، ځکه چې په همدې کال يې ويلی وو چې دا ځل به د حج په موسم کښې زۀ ستاسو په منځ کښې نۀ يم. همدا شان کله به چې خلقو له امامه پوښتنه کوله چې په دې مياشتې کښې ولې کمه ډوډۍ خورې نو امام به فرمايل: "غواړم چې په تشه خيټه د خداي کتنې ته ورشم"

    د روژې نولسمه شپه يې ټوله روڼه کړه او فرمايل به يې "په خداي قسم دروغ نۀ وايم او ما ته دروغ نۀ دي ويل شوي، نن هماغه شپه ده."[1]او بالاخره د هغې شپې په سهار مهال کله چې د متقيانو موﻻ جمات ته راغی نو سهار  د لمانځه په وخت د نړۍ تر ټولو د پليت سړي ابن ملجم خونړۍ او زهرژنه توره د حضرت امام علی عليه السلام په مبارک سر ولګيده او دا نمر د عبادت په مهراب کښې په وينو کښې رنګين شو او دوه ورځې پس د روژې د مبارکې مياشتې په يوويشتمه شپه د هجرت په څلويښتم کال دغه نمر پريوته .[2]

    د هغوي مبارک بدن د عراق په نجف ښار کښې خاورو ته وسپارل شو چې اوس هم د مسلمانانو او د هغوي د ليوالو د زړونو کعبه ده؟ حضرت امام علی عليه السلام لکه څنګه چې ټول عمر د خداي پاک په ياد کښې تير کړو. ددغې پيښې په وخت هم د خداي پاک په ياد کښې ډوب ؤ ځکه چې کله ابن ملجم خونړۍ توره د هغه په مبارک تندي ولګيده نو لومړۍ جمله يې دا وه "فُزْتُ وَ رَبِ الکَعبه" د کعبې په رب قسم چې کامياب او بريالی شوم"

    بيا يې امام هماغه شان په وينو لړلی کور ته بوتللو، امام علی په دغه موده خپلو بچو ته وفرمائيل چې زما قاتل په ما يوازې يو ګوزار کړی دی نو پکار ده چې يوازې يو ګوزار پرې وکړی شي او هغه سره دې ښۀ سلوک وشي.

    امام دوه ورځې د شهادت په بسترې پروت ؤ او بيا هم هره شيبه د خلقو د نيکمرغۍ او ښيګړې په فکر کښې ؤ او سره له دې چې حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم او پخپله حضرت امام علی عليه السلام تر دې مخکښې هم ډير ځله د امام حسن، امام حسين او ورپسې تر دولسو امامانو پورې د ټولو د امامت يادونه کړې وه خو بيا هم امام علی عليه السلام د خپل عمر په وروستو شيبو کښې د حجت د تمامولو لپاره خلقو ته د دوي د امامت خبره بيا وکړه.

    [1]. ارشاد مفيد ص 10.
    [2]. ارشاد مفيد ص  5 بحار ج 42، ص281.

     
    FirstName :
    LastName :
    E-Mail :
     
    OpinionText :
    AvrRate :
    %0
    CountRate :
    0
    Rating :