ابن قضب وايي د عبدالمطلب له ځوي او پيغمبر (ص) له ترۀ عباس او ځينو نورو کسانو سره د خداي د کور مخې ته ناست وو. د اسد لور فاطمه د خداي د کور په وړاندې ودريده او وې ويل" ای پاکه خدايه! په تا، ستا په يپغمبرانو او د هغوي په کتابونو چې مې پرې ايمان راوړی دی، د خپل نيکۀ حضرت ابراهيم( عليه السلام) د وينا تصديق کوم هماغه چې دا کور يې ستا په حکم جوړ کړو.تا ته په هغه او په دې ماشوم چه زما په خيټه کښې دی قسم درکوم چه د دۀ زيږيدا ماته اسانه کړې.
په دې وخت مو يو داسې منظر وليد چه سترګې مو غړيدلې او حق حيرانې پاتې شوې. د خداي د کور ديوال وچاودۀ، هغه ګرانه بي بي د خداي کور ته ورننوته او ديوال بيا روغ شو. په بيړې سره پاڅيدو چې د خداي د کور ور خلاص کړو خو خلاص مو نۀ کړی شو. او پوه شو چې په دې کښې د خداي حکمت دی.
څلور ورځې پس هغه قدرمنه بي بي د خداي له کوره راووته، يو ماشوم ېې په غيږ کښې ؤ چې نازيده پرې او ويل ېې چې يو غيبی پيغام ېې اوريدلی دی. چې په دې نوزيږی"علی" نوم کيږده. دا پيښه د هاتی د کال(عام الفيل) په ديرشمه (له هجرته23 کاله مخکې) د رجب په ديارلسمه نيټه د جمعې په ورځ وشوه.
امام علی (ع) خپل وړوکوالی داسې انځوروي.
په وړوکوالي کښې به پيغمبر(ص) زۀ په خپل غيږ کښې نيولم، له سينې سره به ېې جوختولم، ډوډۍ به ېې ژوله او ماته به ېې خلې کې راکوله او د خپل بدن د معرفت خوشبو به ېې په ما بويولو. د دوي په برکت ما چرته دروغ ونۀ ويل او غلط کار مې ونۀ کړو. خداي پاک له خپل پيغمبر(ص) سره د تي رودلو له وخته وروسته لوي لوي فريښتې ملګرې کړې چې شپه او ورځ له نړۍ سره د نيکيو په لارو کې د هغوي ملګرې وې. ما به هم د پيغمبر(ص) په پل، پل کيښود او د هغه به مې داسې پيروی کوله لکه چې يو ماشوم بچی د خپلې مور کوي. د اسلام قدرمن پيغمبر(ص) ته له بعثته وروسته تر دريو کلونو پورې د اسلام د څرګندولو حکم نۀ ؤ شوی. په دغه موده کښې يوازې يو څو کسانو په هغوي ايمان راوړو چې په سړو کښې لومړی کس حضرت امام علی(ع) ؤ . چې د پيغمبر(ص) د ملګرتيا اعلان يې وکړ.
کله چې دا ايت "وَ اَنْذِرْ عَشِيرَتَکَ الاَقرَبِين" (خپل نزدې خپلوان وويروه) نازل شو نو حضرت امام علی(ع) د پيغمبر(ص) په حکم سره څلويښتو خپلوانو ته بلنه ورکړه او ډوډۍ ته يې راوغوښتل چې ابولهب، عباس او حمزه هم پکښې شامل وو، هغه ډوډۍ چې د يو کس لپاره هم کافي نۀ وه، څلويښتو تنو وخوړه. ټول پرې ماړۀ شول او بيا هم پاتې شوه. او کله چې پيغمبر(ص) وغوښتل چې هغوي ته د اسلام بلنه ورکړي نو ابولهب وويل" محمد په تاسو جادو کړی دی" او ددۀ ددې خبرې په نتيجه کښې موجود کسان د حضرت محمد (ص) له خواؤ شا خوارۀ شول.
پيغمبر(ص) سبا بيا هماغه شان ډوډۍ ورکړه او له ډوډۍ وروسته يې وفرمايل: "ای د عبدالمطلب بچيو! په دنيا کښې داسې څوک نشته چې تر هغه څۀ چې ما تاسو ته راوړي دي، ښۀ څيز درته راوړي. ما تاسو ته ددې او د هغه جهان ښيګړه راوړې ده. خداي پاک ماته حکم را کړی دی چې تاسو هغه ته راوبلم نو په تاسو کښې به له ما سره څوک مرسته وکړي چې زما ورور، وصي او خليفه شي؟"
پيغمبر(ص) خپله خبره درې ځلې تکرار کړه او هر ځل يوازې حضرت علی(ع) پاڅيد او خپل چمتووالی يې اعلان کړو.
بيا پيغمبر(ص) وفرمايل "دې زما رورو، وصي او خليفه دی، ددۀ خبره اورئ او منئ ئې"