ArticleIDPicAddressSubjectDate
{ArticleID}
{Header}
{Subject}

{Comment}

 {StringDate}
 
 
 
 
 
 
 
ViewArticlePage
 
 
 
  • آل محمد صلى الله عليه وسلم په ذكر كې د امام دعا:  
  • 2011.10.21 11:22:53  
  • CountVisit : 12  
  • Sendtofriend
  •  
  •  
  • يامَنْ خَصَّ مُحَمَّداً وَآلَهُ بِالْكَرَامَةِ، وَحَباهُمْ بِالرِّسالَةِ، وَخَصَّصهُمْ بِالْوَسِيلَةِ، وَجَعَلَهُمْ وَرَثَةَ الاَنْبِيآءِ، وَخَتَمَ بِهِمُ الاَوْصِيآءَ وَالاَئِمَّةَ، وَعَلَّمَهُمْ عِلْمَ ما كَانَ وَعِلمَ مَا بَقِيَ وَجَعَلَ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إلَيْهِمْ.فَصَلِّ عَلَى مُحَمَّد وَآلِهِ الطَّاهِرِينَ، وَافْعَلْ بِنا ما أَنْتَ أَهْلُهُ فِي الدِّينِ وَالدُّنْيا وَالاخِرَةِ، إنَّكَ عَلَى كُلِّ شَيْء قَدِيرٌ.

    اى الله اى هغه ذاته چې محمد (ص) او د هغه آل دې له عزت او سترتوب سره مخصوص كړ او چاته چې دې د رسالت مقام وركاوْه او د وسيلې په جوړولو سره دې ځانګړے امتياز وركړ. څوك چې دې د نبيانو وارث وګرځاوه او د چا په ذريعه چې دې د وصيانو او امامانو لړۍ غوڅه كړه چا ته چې دې د تير او راتلونكو علم وښوده او دوى ته دې د خلكو زړونه وګر وهول. اى خدايه په محمد (ص) او د هغه په پاك او سپيڅلى آل رحمت وليږه او له موږ سره په دين دنيا او آخرت كې داسې سلوك وكړه چې ته يې وړ يې. بې شكه چې ته پر هر څه قادر او وسيال يې.

    ––––––––––

    سپړنه

    دا دعا د خداى د ګران استازى حضرت محمد (ص) او د هغوى د پاكو اهلبيتو په صفتونو او ځانګړتياوو مشتمله ده په دغو صفتونو او لمانځنو كې لومړے صفت دا دے چې خداى تعالى هغوى ته د عزت شرافت او درناوى داسې خلعت وراغوستلے دے چې په دنيا كې په هيچا فټ نه راځى. دا اختصاص د دې خبرې دليل دے چې خداى تعالى حضرت محمد (ص) او د هغوى اهلبيتو ته په ټولو كائناتو لواړے وكړے لكه څنګه چې امام جعفر صادق فرمايى: «ان الله تبارك وتعالى خلق الارواح قبل الاجساد بالفى عام اعلاها واشرفها محمد وعلى وفاطمه والحسن والحسين والائمة صلوات الله عليهم»

    ((خداى تعالى روحونه له جسمونو دوه زره كاله مخكې وپنځول او په هغو كې تر ټولو لوړ او درانه محمد (ص) على فاطمه، حسن حسين او د اهلبيتو ګران امامان عليهم السلام دى. دوهم صفت دا دے چې په دوى كې يې حضرت محمد (ص) د نبوت مركز ګرځولے دے او د وحى او استازيتوب امتياز يې وربخښلے دے لكه څنګه چې هغه حضرت (ص) فرمايى:

    «نحن اهل البيت مفاتح الرحمه وموضع الرساله ومعدن الحلم» (ارحج الطالب) ((موږ اهلبيت د رحمت كنجيانې، د رسالت منزل او د حلم او بردبارۍ زيرمې يو) دريم صفت دا دے چې اهل بيت وسيله دى او د همدوى په ذريعه موږ خداى تعالى ته رسيدلے شو د همدى په وسيله دعا ګانې قبولى، فقر او بيوزلى لرې او کړاوونه او ستونځي ايسته كيږى او په لويه ورځ هم د دوى د شفاعت له وسيلي پرته برے او كاميابې نيشته او دا هغه لوړ پړاو دے چې تر دى لويه مرتبه بله نيشته اميرالمومنين حضرت على فرمايى:

    « ان الله وعد نبيه الوسيله وهى اعلى درج الجنة ونهاية غاية الامنية»

    (( خداى تعالى عزوجل له خپل نبى سره د وسيلې ژمنه كړي ده او دا د جنت يوه لويه درجه او د هدف او غوښتنې وروستے پړاو دے))

    څلورم صفت دا دى چې په دوى كې د ټولو نبيانو صفتونه يو ځاى وو د حضرت آدم صفوت او غوره والے د حضرت ابراهيم (ع) خلت او خداى دوستى. د موسى (ع) هيبت، د عيسى (ع) زهد او پاكى او د نورو نبيانو صفتونه په دوى كې غونډ وو له دي نظره هغوى د نبيانو په ښيګړو خوښيو او صفتونو او كمالونو كې د هغوى وارثان او ځاى ناستى دى لكه څنګه چې امام رضا فرمايى:

    «نحن ورثة اولى العزم من الرسل والانبيآء»

    ((موږ د اولوالعزم او درنو پيغمبرانو او استازو وارثان يوو))

    پنځم صفت دا دے چې څنګه پيغمبر اكرم (ص) خاتم الانبياء دے او د دوى په ذريعه د نبوت لړۍ پاى ته رسيدلى ده همدا شان د دوى د اهلبيتو په وسيله د امامانو او وصيانو لړۍ پاى ته رسيدلې ځكه چې نه به له نبى آخر زمانه وروسته كوم نبى راځى او نه به د دوى كوم وارث او وصى وى نو لكه څنګه چې زموږ پيغمبر وروستے پيغمبر دے همدا شان د دوى وصيان هم وروستى او آخرى وصيان دى او هغه دولس امامان دى لكه علامه شيخ قندوزى چې فرمايى: «اخبرنى يا رسول الله عن اوصيائك من بعدك لا تمسك بهم قال او صيائى اثناعشر» (ينابيع المودة)

    راوى وائى چې ما د هغه حضرت (ص) په خدمت كې عرض وكړ چې ما ستا له راتلونكو اوصياوو خبر كړه چې زه ورسره متمسك شم او لمنه يې ونيسم. دوى وفرمايل زما وصيان دولس دى او له دې وروسته يې نوم په نوم ټول راته واورول))

    ((د پښتو ژبې لوى شاعر خوشحال خان خټك په خپل يو شعر كې د دغو دولسو امامانو ذكر په دې ډول كړے دے))

    د امت دولس امـــــــام دى            په حــــــــــديث كې نام په نام دى

    يو على دوهـــم حسن دے                   بل حســــــــــــــين پاكيزه تن دے

    چهارم زين العابدين دے        بل باقر ســــــــــــــــتنه د دين دے

    بل جــعفر ورپسې هم دے         بل امــــــــــــام موسى كاظم دے

    بل امــــــام على رضا دے     بل بيا محــــــــــــــــــــمد تقى دے

    بل امــــــــام على نقى دے                  بل حسن عســــــــــــــــــــكرى دے

    بل امـام امام مهدی دے        چې د درســـــــت جهان هادى دے

    د بې بې زهـــرا اولاد دے     پشت په پشت دا هسې ياد دے

    پاك ســــــنى هغه ادم دے          چې د آل په عـــــــشق محكم دے

    شپږم صفت دا دے چې دوى ته د تيرو او راتلونكو پيښو علم وركړل شوے دے دا علم الهى عطيه او د علم له هغې سرچينې راخوټيدلى چې ازلى تل پاتى او لامحدود دے او له دې وروسته د خداى په علم كې د شريكېدو سوال نه پاتې كيږى. ځكه چې د خداى تعالى علم عين ذات دے او له چا يې نه دے لاسته راوړے او دا د القاء الهام او پيغمبر په وسيله حاصل شوے دے او له ډيرى پراختيا او زياتوالى سره سره محدود دے. نو په قرآن مجيد كې چې چرته چرته علم غيب د خداى تعالى په ذات پوري مخصوص كړے شوے او له نورو نفى شوے له دې مطلب ذاتى علم دے خو هغه علم چې د راتلونكى په باب يا په پټو او مخفى چارو د قدرت لخوا ځانګړو بندګانو ته وركول كيږى هيچرته نه دے نفى شوے او د امامانو علم همداسې دے او د هغوى په ويناوو كې دا خبره پوره پوره څرګنده شوي ده چې له دې وروسته د هيڅ شك او شوبې ځاى نه پاتې كيږى. لكه څنګه چې يو كس له اميرالمومنين حضرت على وپوښتل چې:« لقد اعطيت يا اميرالمومنين علم الغيب» اى اميرالمومنينه ته د غيبو علم لرې؟ دوى وفرمايل: «ليس هو بعلم غيب انما هو تعلم من ذى علم» (نهج البلاغه) دا علم غيب نه دے بلكه د علم له يوه خاونده (رسول اكرم) څخه اخستل شوے دے همدا راز يحيى ابن عبدالله له امام موسى كاظم څخه پوښتنه وكړه چې «جعلت فداک انهم يزعمون انك تعلم الغيب »زه له تا ځار شم خلك وايې چې تاسو له علم غيبه خبر ئې)) امام چې دا واوريدل نو وى فرمايل: «سبحان الله ضع يدك على راسى فو الله مابقيت شعره فيه ولا فى جسدى الاقامت (ثم قال) لا والله ماهى الا وراثة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم»(امالى شيخ مفيد) الله اكبر! لږ خپل لاس خو دې زما په سر كيږده په خداى قسم! زما د سر ويښته ودريدل او غونے مې زيږ شو (بيا يې وفرمايل) دا يوازې هغه علم دے چې موږ ته د خداى د ګران رسول صلى الله عليه وسلم څخه په وراثت كې رارسيدلے دے.

    اووم صفت دا دے چې دوى د خلكو د ميني او محبت مركز دى دا ځكه چې انسان فطرتاً هغو كسانو ته ټيټيږى چې كوم كمال ولرى لكه د حاتم سخاوت، د نوشيروان عدالت او د رستم ميړانه زړونه هغوى ته وركاږى او پام هغوى ته اړوى او آل محمد خو هغه كسان دى چې د خپلو كمالونو او خصوصيتونو په وجه د انسانى عظمت معيارونه او پارسنګونه دى هغه كوم ښيګړه او فضيلت دے چې د هغوى په لمنه كې نيشته نو دغو كمالونو ته په پام سره زړونه د هغوى له مينې ډكېږي. او له همدې امله كافران او ملحدان او له دينه نابلده كسان هم هغوى ته د عقيدت پيرزوينې وړاندى كوى او دښمنان هم په لا شعورى ډول د هغوى په سترتوب او عظمت داده كيږى او د زړونو دا ليوالتيا او مين توب د هغى دعا په وجه هم ده چې حضرت ابراهيم (ع) د خپل ذريت او زوزاد په هكله كړې ده چې: «ربنا انى اسكنت من ذريتى بواد غير ذى ذرع عند بيتك المحرم ربنا ليقيموا الصلوة فاجعل افئدة من الناس تحوى اليهم» اى زما پالونكيه ما په يو ويجاړ كلى كې ستا د دروند كور په خوا كې خپل بچى پريښودل چې اى زما ربه دوى لمونځونه وكړى او ته د خلكو زړونه هغوى ته وګروهوې.

    ––––––––––

     
    FirstName :
    LastName :
    E-Mail :
     
    OpinionText :
    AvrRate :
    %0
    CountRate :
    0
    Rating :